ژباړه: فضل رباني قاضي زی
تاسو د یو ښکلی او له حکمت نه ډک نکل او هغه ټکي چې انسان د خپل روح او روان بې پروایي ته متوجه کوي را بولو.
په پخوا زمانه کې یو تاجر و چې څلور میرمنې یې درلودې. څلورمه میرمن یې ډیره پرې ګرانه وه او تل به یې په با ارزښته ګاڼو نازوله. ډیر یې ورته پام کړلو او غوره څیزونه به یې دې ته ورکول.
درېیمه میرمن هم ډیره پرې ګرانه وه او په هغې به یې افتخار کړلو، که څه هم هغې تل دا غوښتل چې دی پریږدي او له بل سړي سره ولاړه شي. ریښتیا خبره دا ده چې هغه له خپلې دوهمې میرمن سره هم ډیره مینه درلوده. هغه ډیره مهربانه وه او تل یې د خاوند پاملرنه کړله او ده به چې هره ستونزه درلوده نو هغې ته یې پناه وړله او هغې هم د تاجر سره مرسته کړله، ترڅو د ستونزو غوټه یې خلاصه کړي او له جنجالونو راووځي. مګر د دې سړي لومړۍ میرمن ډیره وفاداره او توانا ښځه وه، په حقیقت کې د ده د مال دار کیدو او موفقیت اصلی عامل په ژوند کې هم همدا وه، مګر په هیڅ وجه د سړي د پام وړ نه وه. له دې سره سره چې د زړه نه په خاوند میېنه وه، مګر تاجر هیڅ کله ورته پام نه کړلو او له سترګو یې غورځیدلې وه. یوه ورځ سړي احساس وکړ چې سخت ناروغ دی او ښایي ډیر زر مړ شي.
خپلې ډیرې دارایۍ او مرفه ژوند ته یې فکر وکړ او له ځانه سره یې وویل: زه اوس څلور میرمنې لرم، که مړ شم نو نور څوک نه لرم، څومره یواځې او بې وسې به شم! له همدې وجې یې هوډ وکړ ترڅو له خپلو میرمنو سره خبرې وکړي او د یواځې توب لپاره یې یوه لار پیدا کړي.
ترټولو لومړی خپلې څلورمې ښځې ته ورغی او وویل: ته له ټولو ډیره راباندې ګرانه یې او له ټولو زیات مې تاته پام کړی او هر ډول آرمتیا مې درته چمتو کړې، نو د دومره مینې پر وړاندې آیا په مرګ کې له ما سره یوځای کیږې ترڅو یواځې پاتې نه شم؟
ښځې ډیر زر وویل: هیڅ کله نه؛ بس همدا یوه کلمه او سړی یې خوشې کړ.
سړي چې زړه سخت مات شوی و درېیمې ښځې ته ورغی او وویل: په ژوند کې مې له تاسره ډیره مینه لرله آیا په دې سفر کې به زما لاس ونیسې؟
ښځې وویل: ښکاره خبر ده چې نه! په دې ځای کې ژوند ډیر ښه دی. زه غواړم پس له تا بیا واده وکړم او نوره هم خوشحاله اوسم. د سړي زړه له دې خبرې سره سوړ شو.
تاجر سړي خپلې دویمې ښځې ته مخ ور واړاوه او وویل: تل دې زما سره مرسته کړې. دا ځل هم ستا مرستې ته تر هر بل چا زیات ډیره اړتیا لرم، کولی شې په مرګ کې زما سره اوسې؟
ښځې وویل: دا ځل له نورو وختونو سره توپیر لري. زه چې ډیر وکړلی شم تر هدیرې به درسره شم مګر په مرګ کې بښنه غواړم!
د سړي په زړه د اور څپې راغلې. په دې حین وخت کې یو غږ شو: زه له تاسره پاتې کیږم، هر چیرته چې ولاړ شې. تاجر چې وکتل، لومړنۍ میرمن یې چې یواځې پوست او هډوکي پاتې وه. غمونو تیاره او بې رنګه کړې وه او هیڅ ښکلا او خوشحالي ورته پاتې نه وه. تاجر خپل سر ټیټ کړ او په آرامۍ یې وویل: هغه ورځې مې چې کولی شوی باید تاته مې پاملرنه او توجه کړې وی …
په حقیقت کې موږ ټول څلور میرمنې لرو!
څلورمه میرمن مو چې بدن دی، اړینه نه ده چې څومره وخت او پیسې د ښکلا لپاره مو مصرفوئ د مرګ په وخت کې به تر ټولو لومړی تاسو پرېږدي.
درېیمه میرمن مو چې زموږه دارایي ده، چې څومره هم درته عزیز وي بیا هم کله چې مړ شې د نورو لاس ته به ورځي.
دوییمه میرمن مو کورنۍ او ملګري دي، چې څومره هم نیږدې او صمیمي وي د مرګ په وخت کې به تر مزاره درسره وي.
لومړی میرمن چې روح مو دی، هغه ته غالبآ بې توجو یو او ټول وخت مو د سالمو هغو پرځای په ناسالمو کارونو او شیانو تیروو. هغه زموږ د ځواکمنتیا ضامن دی ولې موږ ضعیف او یواځې پرېیښی دی تر هغې ورځي چې ښایي له موږ سره د لارې ملتیا وکړي مګر هغه ورځ هیڅ قدرت او توانایی ورته پاتې نه ده.