ډاکټر ويل، سترګې دې ضربه ليدلې – لنډه کيسه

يوولسم صنف زده کوونکې وم، په خپلو همزولو له ځانه هم ګرانه وم ، د کور کارونه مې ځکه نه کول چې د مور ناوزولې وم ، د درسونو سره مې له ماشومتوبه ډيره مینه وه خو بې زړه ومه ، کله نا کله به مې یوې وړې خبرې ته څو ورځي تشویش کاوه ، په نه خبره به ژړا راتله …..
خدای خبر چې په کوم فکر کې تللې وم ، د رياضي استاذ د ټک،ټک سره سم صنف ته راننوت ،  د سلام او  پوښتنې کولو ورسته يې د کورنۍ دندې غوښتنه وکړه ،  دهرې يوې کتابچه يې په نوبت کتله ، نن بیخي ډاریدم ، لکه د دریم یا څلورم ټولګې زده کوونکې…
زما کتابچه یې واخیسته ، نو استاذ په غوسه ناک انداز راته وکتل او ویې ويل: (شپنې! دغه مثال کې دې خويندې مشکل لرې که په تخته يې ورته حل کړې ښه به وي ….) زړه مې یو څه ارام شو ، اوږده ساه مې واخیسته او ورو مې وویل : ولې نه استاذ!.
کله چې تختې ته نږدې شوم  نو  وره کې مې د بيولوژي په  استادې نسرین سترګې ولږیدلې  هغه یو قدم نوره هم دروازې ته رانږدې شوه ، چې څه په خوله ورتله هغه یې راته وویل …اخیر مې صبر تمام شو ، خو بیا هم ځان مې راکابو کړ او په ادب مې ورته وویل : ( استاد محترمې ! د علت پوښتنه کولی شم ، چې ولې داسې په غوسه یې !؟)
سم د واره يې راباندې د ګذارونو باران شروع کړ، زه هم فکر کې شوم ، چې مانه داسې کومه غلطې شوې ده ، چې دومره سخته سزا راکول کیږي !؟
ایا ما کومه سهوه کړې ؟
ایا ما ورته کوم زیان رسولی دی؟
زموږ د ریاضي مضمون استاده په ورخطایئ سره راغله ، استاد نسرین یې له مټ ونیوله او خبرې یې ورته شروع کړلې ، اخیر څه شوي ؟
دې جلۍ څه ګناه کړې ده ؟
خوصله وکړه خورې !
په دې وخت کې یې زما همصنفۍ زیبا ته راغږ کړ ، ته بهر راووځه ! لاړه شه یو جام کې اوبه راوړه چې استاده دې مخ ووینځي ….
په لومړي ځل د داسې یوې سختې صحنې شاهده وم ، بې واره مې د زړه درد رابهر شو ، له سترګو مې اوښکې راغلې ، ښه په زوره ، زوره مې وژړل ، څو نږدې ملګرې مې خواته راغلې هغوي راته خبرې کولې خو ما یې خبرې نه شوې اوریدلی …
زموږ د ریاضي استاده شیبه وروسته زما خواته راغله ، هغې چې زما حال ولیده ، نو سترګې یې له اوښکو ډکې شوې ، هیڅ یې هم راته ونه ویل ….
څوجونو یو بل ته په زوره وویل ، غلئ شئ مدیر صیب! راغی
مدیر صیب! سلام وکړ ، زما په لیدو حیران شو ، د ریاضي استادې څخه یې د پېښې د علت پوښتنه وکړه ….هغې ورته تیر شوی جریان تیر کړ …..
استاد نسرین  ماته د داسې ګناه سزا راکړه چې ما يې په اړه فکر هم نه و کړى، وروسته راته معلومه شوه ، چې هغې په کور کې یو کورس جوړ کړى و،  په رسمې وخت کې به ورسره زما ځينې ټولګيوالې هم تللې، خو زما په غيب کې زما ټولګيوالو نوموړې استاذې نه شکايت ليکلى و چې نسرین استاذه په رسمياتو کې زده کوونکې ځان سره کور ته بيايي ، د مدير څخه هيله کوو چې د موضوع په اړه پلټنه وکړي….
کله چې استاذه خبره شوه، چې شکايت چا کړى وو او سزا مې چاته ورکړه په خپل عمل پښيمانه وه ،  بيا زما يوې د راز ملګرې ته ويلې وه ما فکر کاوه چې شکايت به ضرور شپنې کړى وي ځکه چې تربوره مې ده. هر څه تير شول، څو ورځې وروسته مې په سترګو درد شو پلار سره مې ډاکتر ته لاړم …..ډاکترراته  ويل: ښي سترګې دې ضربه ليدلې او د دې امکان هم شته چې یا دې نظر کم شي یا دې سترګه بیخي ړنده شي … !.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي