سینما او موسیقي

ارنلډ شوارزنګر: هند ته د تګ لپاره اوس وخت نه لرم

د هالیوډ مشهور فلم ستوري ارنلډ شوارزنګر نه یوازې دا چې په امریکا کې ډېر زیات مینوال لري، بلکې په ټوله نړۍ کې ښه پرېمانه مینوال او خوښوونکي لري.

په همدې تړاو خپاره شوی خبرونه کې ویل شوي وه چې دغه لوبغاړی به روان کال نومبر په میاشت کې هند ته سفر وکړي.

داسې خبرونه خپاره هم شوي وه چې ارنلډ به د هندي په مهاراشټرا ایالت کې پاتي او هلته به د فټنس په یوه سیالۍ کې هم ګډون وکړي او له نژدې به وڅاري.

خو د انګلیش فلمونو دغه مشهور اداکار د رسنیو سره په خبرو کې دا ټول خبرونه رد کړي او بې بنیاده یې بللي، ویلي یې دي چې سمدستې ورسره هند ته د تګ وخت نشته.

ارنلډ زیاته کړې، که یې وخت ومونده نو په راتلونکې به په دې تړاو فکر وکړي.

دغه فلم لوبغاړي په وروستي ځل په ۲۰۱۴ کال کې هند ته په سفر تللی وو.

د یادولو ده چې ۷۲ کلن ارنلډ د مشهورې ټيکنالوژۍ پر مټ جوړېدونکی فلم (ټرمینټر: ډارک فیت) د شپږمې برخې سره بېرته سکرین ته راګرځي.

په دغه فلم کې نوموړی ۲۸ کله وروسته د فلم لارښود جیمز کیمرون او اداکار لنډا هیملټن سره کار کوي.

اټکل دی چې دغه فلم به د روانې میاشتې په اخر کې پر سینماګانو روښانه شي.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی