مارچ 2, 2021

شعیب ملک له لوبډلې بیل او بیرته کور ته راځي

لیکنه: بهار سمسور
پاکستاني کریکټ بورډ پر خپله رسمي فېسبوک پاڼه لیکلي: د پاکستان کریکټ لوبډلې الرونډر لوبغاړی شعیب ملک د کورنیو ستونزو له امله له انګلستان څخه بېرته کور پاکستان ته راځي.
بورډ دا نه ده واضح کړې چې د شعیب ملک کورنۍ ستونزې څه دي؟ او نه پخپله شعیب د کورنیو ستونزو پوره وضاحت ورکړی،.
ملک د هندۍ ښکلې پېغلې او د ټینس لوبې تکړه لوبغاړې سانیا میرزا سره واده کړی او له یوې لور وروسته یې څه وخت وړاندې زوی هم پیدا شو چې دواړو پرې زیاته خوشالي هم څرګنده کړې وه.
له دغې میرمنې مخکې شعیب له یوې پاکستانۍ پېغلې سره د مینې تار درلوده او بیا یې ځان ته واده کړه، خو وروسته له هغې چې هند ته د لوبو د سفر پر وخت یې سانیا میرزا باندې سترګې خوږې شوې، نو لومړۍ میرمن یې پرېښوده او بیا یې تر منځ زیات وخت دعوه وچلیده او بېلاخره ترې لومړۍ میرمنې طالاق واخیست.

شعیب ملک او د هغه میرمن ثانیه میرزا

شعیب په داسې حال کې په ناڅاپي ډول پاکستان ته راګرځي چې تېره ورځ یې په یوه تمریني لوبه کې د کېنټ کلب خلاف یوازې ۴ منډې جوړې کړې.
شعیب به په راتلونکي شل اوریزه تمریني لوبه کې چې د مې په ۵ به تر سره شي او هم به د همدې کوربه هېواد انګلېنډ پر وړاندې د پنځه یوه ورځینیو لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه چې د مې پر ۸ مه به په (اوول) کې ترسره شي، شتون ونه لري.
پاکستاني بورډ ویلي دوی شعیب ملک ته د لس ورځو رخصت ورکړی او وروسته به بیا په انګلستان کې له لوبډلې سره یو ځای شي.
دا په داسې حال کې ده چې د راروان نړیوال پنځوس اوریز جام لپاره ټولې ګډون کونکي لوبډلې په درنو تمریناتو او پلانونو بوختې دي تر څو د انګستان په کوربه توب دغه نړیوال جام د ځان په نوم کړي.
پاکستان به د انګلستان سره تر سیریز وروسته د مې ۲۴ له افغانستان او ۲۶ تاریخ له بنګلادېش سره تر نړیوال جام مخکې د تیاري یا( وارم اپ) لوبې هم تر سره کړي.
شعیب ملک د پاکستان یو له تجربه کاره او پیاوړو لوبغاړو شمیرل کیږي، د پاکستان کرکټ بورډ به هڅه کوي چې شعیب ملک حتماً لوبډلې ته ژر ورستون شي، ځکه هغه د خپلې تجربې له مخې هم د پاکستان په بریا کې مهم رول لوبولی شي.

نن د افغانستان او ترکیې د ډیپلوماتیکو اړیکو سل کاله پوره شول

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې نن “دوشنبه” د ترکیې او افغانستان د ډیپلوماتیکو اړیکو سل کلونه پوره او دا سلمه کلیزه به په ګډه ونمانځي. رسنۍ وایي، چې د ترکیې د بهرنیو ... نور ولولئ