شعیب اختر د ځاځي په اړه: زموږ پټان ورور بیخي ښه لوبه کوي+ویډیو

د پاکستان د کرکټ ملې لوبډلې چټک توپ‌اچونکي شعیب اختر په پاکستان کورني لیګ کې د حضرت‌الله ځاځي تر پرونۍ لوبې وروسته ویلې، حضرت‌الله ځاځی د پاکستان سوپرلیګ یو له لویو لوبغاړو څخه دی او زموږ دغه پټان «پښتون» ورور ډېره ښه لوبه کوي.»

شعیب اختر، چې پر خپلې رسمې ټویټرپاڼې یې د خپلو څرګندونو ویډيو د ځاځي د شاټونو له ویډيو سره یوځای کړې، پکښي یې د پورتنیو څرګندونو ترڅنګ ویلې، چې حضرت‌الله ځاځي په خپلې ښې‌توپوهنې سره پېښور زلمي لوبډله پایلوبې ته ورسوله او زه د ځاځي له لوبې خوند اخلم.

 

ویډیو

 

 

د پاکستان په سوپرلیګ کې د حضرت‌ځاځي ځلېدل

 

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې چپ لاستی توپوهونکی حضرت‌الله ځاځی څلور سیالۍ کیږي، چې د پاکستان سوپرلیګ کې د پېښور زلمي لوبډلې سره لوبیږي، چې په یادو څلورو لوبو کې یې درې لوبې خورا زبردستي کړي، چې په دریو واړو لوبو کې د ښې توپوهنې او خپله لوبډله بریا ته د رسولو په موخه د لوبې غوره لوبغاړی ټاکل شوی.

ځاځي خپله لومړۍ لوبه کې ۶۳ منډې، په دویمه لوبه کې په صفر وسوځېد، درېیمه لوبه کې یې ۷۷ منډې او په څلورمه لوبه کې یې بیا پرون ۶۶ منډې وکړې.

په یادو لوبو کې تر ښه ځلېدو وروسته د حضرت‌الله ځاځي ستاینه په هیواد دننه او بهر په پراخه کچه شوې.

 

فرید هوتک؛ د پاکستان پر وړاندې اعلان شوي نوملړ سره ۸۵ سلنه افغانان موافق دي

by سمیع الله درانی in سپورټ

  د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک په خپله فیسبوکپاڼه لیکلي، چې د پاکستان پر وړاندې درېیوو یو ورځنیو لوبو ته له اعلان شوې لوبډلې ۸۵ سلنه هېوادوال راضي دي او یاده لوبډله یې وړ ... نور ولولئ