شعیب اختر هم پر پاکستاني کرکټ بورډ نیوکې وکړې

د پاکستان د کرکټ ملې لوبډلې پخواني تېز توپ‌اچونکي شعیب اختر له دې امله پر پاکستان کرکټ بورډ نیوکې کړې، چې ګواکې لوبغاړي ملې لوبډلې ته د وړتیاوو په اساس نه دي ټاکل شوي.

شعیب اختر د «PTV Sports» سره په یوې ځانګړې مرکه کې ویلي، د پاکستان کرکټ بورډ باید په دې پوه شي، چې په ښه حالت کې کرار نه لري.

هغه زیاته کړه:

« زه فکر کوم، چې باید د پاکستان کرکټ بورډ زیات دې ته پام وکړي، چې ملې لوبډلې د پرمختګ پرځای شاتګ کړی. بورډ باید لوبغاړي ته ووايي، چې څنګه کرکټ وکړي او لوبغاړي اړ دي، چي د رهبرۍ د پلان سره سم خپل کرکټ ته دوام ورکړي. د پاکستان کرکټ بورډ باید ملې لوبډلې ته لوبغاړي د وړتیاوو په اساس وټاکي. هغه کسان چې د ملې لوبډلې وړتیا نه لري، باید لرې کړل شي.»

شعیب اختر لوبغاړو ته په اشارې ویلې:

«د کرکټ ملې لوبغاړو وروستیو لوبو کې، چې سمې پرېکړې وکړې، راضي یو، خو زه وایم چې باید دا ډول کرکټ ونشي، دا موږ ته د منلو وړ نه دي، که چیري همداسي دوام وکړي، نو نشو بریالي کېدای. دا ټیم شخصن د یوه چا ندی، چې په درې واړه فارمټونو کې دي ولوبیږي، لوبغاړي باید د ټیم د رهبرۍ د غوښتني په اساس ولوبیږي او که چیري دا کار وشي، نو بریالی کېدای شي.»

تر دې څو ورځې مخکې د پاکستان د کرکټ ملې لوبډلې بل تکړه توپوهونکي شعیب ملک په خپلو تازه څرګندونو کې د پاکستان پر کرکټ بورډ تورونه لګولي وه، چې ګواګي؛ دا بورډ ملي لوبډلې ته لوبغاړي د اړیکو په اساس غوره کوي.

د «CRICKET NEXT» د راپور له مخې شعیب ملک ویلي وه، لوبغاړي باید د هغوی د وړتیاوو په اساس غوره شي، خو پاکستان کرکټ بورډ یې اجرااًتو او وړتیاوو ته نه ګوري، خو د اړیکو په اساس یې ټاکي.

ملک زیاته کړې، غوره‌والی باید د پوره وړتیاوو په اساس وي او د پاکستان لوبډلمشر بابراعظم ته باید د لوبغاړو په انتخاب کې پوره واک ورکړل شي؛ ځکه هغه له ټولو لوبغاړو سره لوبیږي او ټول ورته ښه څرګند دي.

 




سبا د ټیست نړیوالې اتلولۍ پایلوبه پيلیږي

by محمد صابر حمیدي ، کندهار in سپورټ

د ټیسټ نړیوالې اتلولې پایلوبې ته هند او نیوزیلینډ کرکټ ملې لوبډلو لاره پيداکړې، چې د یادو هیوادونو کرکټ بورډونو یادي پایلوبې ته خپلې لوبډلې اعلان کړې.  د ټیسټ نړیوالې اتلولۍ پایلوبه د کرکټ نړیوالې ... نور ولولئ