په شل اوریزو لوبو کې تر ټولو زیات بولډ اوټونه

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک
لیکنه: سمیع الله درانی

د کرکټ نړۍ کې کرار یا سپېن بالرانو او فسټ بالرانو د نورو ډولونو اوټونو سربېره بولډ اوټونه هم کړي دي.
تر نورو اوټونو یا سوځولو د کرکټ مینه‌وال له بولډ اوټ څخه زیات خوند اخلي.
دلته هغه سپېن یا کرار توپ اچوونکي درپېژنو چې تر نورو یې په شل اوریزو لوبو کې زیات بولډ اوټونه کړي دي.
په دې ډول اوټونوکې د بنګله‌دېش غوره الراونډر شکېب الحسن ډګر ګټلی دی.

شکېب الحسن

نوموړي په شل اوریزو لوبو کې تر نورو زیات لاین کابو کړی او ۴۹ توپونه یې لاین کې له توپوهونکو مِس شوي او مستقیماً په وېکټو لګېدلي.
شکېب الحسن کيڼ لاسی اف برېک بالر دی، چې ښي لاسي توپوهونکي ژر سوځوي.
لکه څنګه چې نړۍ کې کیڼ لاسو توپوهونکو ښي لاس زیات دي، نو شکېب الحسن هم پکې خوشحاله او بریالی دی.
ده شل اوریزو لوبوکې ۴۹ وېکټې اخیستي دي.

سید اجمل

د پاکستان اف برېک توپ اچوونکی دی او په ۲۰۱۱م نړیوال جام کې خطرناک سپېن بالر و.
په ده بیا د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د توپ اچونې ناسم اکشن امله بندیز ولګېد.
اجمل په شل اوریزو لوبو کې ۴۳ بولډ اوټونه کړي دي.

سونېل نرېن

سونېل نرېن د ویسټ انډیز کرکټ لوبډلې تکړه اف برېک بالر دی. دی په ګوتو یادفېنګرز توپ اچونه کوي.
د ده د لاس اوچتول او توپ غورځولو انداز بدل دی او لاس ډېر نېغ پورته وړي او توپ یې تر نورو زیات بانس اخلي. نرېن په شل اوریزو لوبوکې ۴۱ وېکټې ترلاسه کړي دي.
په نرېن هم نړیوالو لوبو کې د ناسم بالېنګ اکشن امله د توپ اچونې بندیز لګېدلی دی.

امېت مېشرا

د هندوستان لېګ برېک ګوګلي توپ اچوونکی دی، چې توپ یې ډېر سوېنګ کوي. ده په شل اوریزو لوبو کې ۳۹ بولډ اوټونه کړي دي.
دا هغه سپېن بالران دي، چې شل اوریزو لوبوکې یې زیات بولډ اوټونه کړي دي.

About ياران ټیم 3438 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.