د شینوارو د شهید ماشوم لیکلی پيغور؛ موږ څه کړي او څه به کوو؟

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک
لیکنه: هیلۍ اسد

د شینواري د شهید ماشوم پیغور: «عجیبه خلک دي سړی ورته حیران پاتې شي»
خو چاته؟!
د شینواري افغان ماشوم دا لیک او د زړه لیکل شوې جملې او په وینو او ګردونو لړلي د کتابچې پاڼې باید د راتلونکي تاریخ پر لومړي مخ چاپ او راتلونکی نسل یې باید ولولي.
څه پوهه شوئ چې دا خبرې دې کوچنې ماشوم ولې لیکلي وي؟
ایا دغه ماشوم خبر وه چې وحشي دښمن به یې دی په داسې نازک بدن، معصومیت وخت او بدرنګه مرګ وژنې؟
یا دا خبرې یې روان نسل، مور او پلار، ټولنې، حکومت او یا هیواد ته لیکلي؟
فکر نه کوئ چې موږ هم عجیبه خلک یو؛
نېمه پیړۍ په پردي جنګ کې یو،
څومره جوړ نظامونه مو له خپو وغورځول،
څومره شریف خلک مو د اسلام او کفر په نوم د ځمکې له مخ ورک کړل،
څومره مو خپل هیواد او د هیواد پلازمېنه کنډواله کړه،
څومره خلکو د دې وطن د مخکینیو نسلونو پر سرونو او وینو لوبې او ګټې وکړي،
څومره قاتلان مو اتلان او وطن دوسته مو کافر او ظالمان دي،
د څومره جنګسالارانو، دیني او قومي ټیکه دارانو د نمانځنې لپاره مو هره ورځ د دغه معصوم ماشوم په څېر د زرګونو ماشومانو پر مخ د ښوونځي دروازې تړلي وي؟؟
ایا موږ عجیبه خلک نه یو؟!
چې د دې هر څه ترسره کوونکي خلک مو اوس هم د سترګو پر وړاندې ژوند کوي،
احترام ورته نه کوو، اتلان ورته نه وایو،
لا هم وطن دوستان او وطن پلورونکي پېژنو؟
ایا موږ لا هم له دومره بدبختیو سره ولې نه یو بدل شوي؟
موږ لا هم د دغه کوچنې شهید شوې ماشوم لپاره د کوم ښه راتلونکي زیری او برنامه درلوده؟
فکر نه کوئ چې دغه ارمانجن، معصوم، نهیلی او پیغور ورکوونکی لیک یې موږ ته لیکلی وي؟
شاید هغه معصوم ماشوم خبر وه چې وحشي او بې اخلاقو دښمن لري
دی به وژنې، دا لیک به ترې پاتې کیږي خو موږ هم نه یو بدل،
موږ لا هم خپل دښمن او دوست ونه پېژنده
وایي، د اسلام په مبارک دین او انساني حقونو کې پر مور او پلار د ماشوم یو حق د سالم او ژوند ته د مناسب چاپېریال ټاکل او د ښه راتلوونکي زمینه برابرول دي.
د اولاد سالمه روزنه او امکانات دي
خو زموږ ټولنې په تیره نېمه پیړۍ کې خپل ماشوم ته کوم ښه چاپېریال او راتلوونکی جوړ کړو؟
ځینې به فکر کوي چې یوازې بهر هیوادونو او اروپا ته د اولاد لیږل به یې ښه چاپېریال او د راتلوونکي فکر وي.
خو داسې نه ده، ښه راتلونکی د دې نېمې پېړۍ پردۍ جګړې لمنځه وړل او خپل دوست او دښمن پېژندل دي.
راتلونکی دې د وطن پلورونکو او قاتلانو پېژندل او هیرول دي.
راتلونکی د جنګیالي پر وړاندې لکه د غر درېدل او په خپل اولاد زده کړه ده
راتلونکی له خپل وطن سره مینه او د هیوادوالو د حقه حقوقو پر وړاندې ځان مسوول ګڼل دي.
راتلونکی د ټوپک شپیلۍ پر ځای د قلم او کتاب په ژبه خبرې کول دي.
راتلونکی خپلو ملي ارزښتونو ته ژمنتیا ده.
راتلونکی د همدغه وحشي او بې اخلاقو دښمن پر وړاندې کلک درېدل او نه هیرول دي.
په تیره نېمه پیړۍ کې د هر دښمن کړی ظلم او وحشت موږ هیر کړی.
هیڅ سبق مو ترې نه دی اخیستی نو ځکه هر ځل په موږ تکرار شوی دی.
راځئ اوس یې هم سر وخت دی.
همدغه د شهید شوې معصوم ماشوم راکړی پیغور چې ((عجیبه خلک دي سړی ورته حیران پاتې شي)) د ځان لپاره سبق وټاکو. بدلون رامنځته کړو.
تیر هیر نه کړو، بلکې د ښه راتلونکي لپاره یې یو یاداښت ولیکو او ترې زده کړه وکړو.
زه بیا وایم (( عجیبه خلک یو هیڅ نه بدلېږو))
راځئ بدل شو !
راځئ دغه پیغور مو د تاریخ یوه پاڼه وبولو او دغه وحشي او بې احلاقو دښمن مو راتلوونکی نسل ته وپېژنو چې موږ دلته د شخصي ګټو، د پردیو هیوادونو په اشاره مخته وړونکي جګړې جګړه کوونکي درلودل.

About ياران ټیم 3432 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.