افغانستان سرسکالو سیاست

له مېړه جلا ژوند؛ سیاف ولې شینکۍ کړوخېل ته چادري اخیسته؟

لیکنه: بشر درویش

دا اونۍ د یک تلویزون په مشهوره خپرونه( کاکتوس) کې د پارلمان غړې او مشهوره افغان سیاستواله شینکۍ کړوخېل مېلمنه وه.

کړوخېل په دغه پروګرام کې د ژوند او سیاست د مختلفو برخو په اړه یې خبرې لرلې، چې مهم ټکي یې دلته د یاران له لوستونکو سره شریکیږي:

عمر نه ښودونکې ښځه

شینکۍ کړوخېل سره له دې، چې عمر خوړلې ښځه ښکاري، خو په دغه مرکه کې یې د زیاتو نورو مېلمنو برعکس د خپل عمر په اړه څه ونه ویل.

هغې دومره وویل، چې په کابل کې زیږیدلې او لویه شوې او د طب او سیاسي علومو په برخه کې یې زده کړې کړي.

شینکۍ مخکې د یوې موسسې ریسه، بیا د پارلمان غړې، وروسته په کاناډا کې د افغانستان سفیره وه او اوس بیا په ولسي جرګه کې د کابل له استازو څخه ده.

صلاح الدین نه ناراضه سفیره

په دې مرکه کې شینکۍ کړوخېل د بهرنیو چارو وزارت له چارو؛ په خاص ډول په بهرنیو هېوادونو کې د افغان دیپلوماتانو له ټاکلو او وضعیته توندې نیوکې وکړې.

د دې په وینا کاناډا ته د سفیرې په توګه له ورتلو مخکې یې یوه داسې چا اوږده موده د سفارت سرپرستي کوله، چې ان انګلیسي ژبه یې نه وه زده او سفارت نه یې د شخصي دېرې په توګه کار اخیسته.

د شینکۍ په وینا د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني په وزارت کې داسې رویه لري لکه د جمیعت ګوند مشري.

هغه هلته له تنظیم بازۍ، قوم پالنې او نورو ستونزو زیات شکایتونه لرل.

د بېلګې په ډول یې وویل، چې دې د سفیرې په توګه ان په واشنګټن کې د افغان سفارت د درېیم سکرتر معادل معاش اخیست.

وایي په عادي چارو کې یې د وزیر مستقیمه لاسوهنه او پر ضد یې د کارکوونکو تحریکول سبب شول، چې ولسمشر ته خپله استعفا وړاندې او له سفارته بیرته افغانستان ته راستنه شي.

د شینکۍ په وینا افغانستان ته را ستنیدل یې کاناډایانو ته حیرانوونکی ځکه و، چې دې نه مخکې غیر له دوه تابیعته دیپلوماتانو پرته نور څوک بیرته کابل ته نه وو ستانه شوي.

له مېړه جلا ژوند

شینکۍ کړوخېل د شخصي ژوند په اړه یې وویل، چې واده او څلور اولادونه لري، خو له مېړه جلا ژوند کوي.

د دې په وینا مېړه نه یې طلاق نه دی اخیستی، خو جلا ژوند سره کوي.

شینکۍ کړوخېل د خپل مېړه نوم وانخیست، خو ویې ویل: هغه بل واده لري، له بلې مېرمنې سره ژوند کوي.

وېل کیږي، چې د کلید ګروپ رسنیزې شبکې مالک شهیر احمد ذهین د شینکۍ کړوخېل جلا شوی مېړه دی.

سیاف ولې ورته چادري اخیسته؟

شینکۍ کړوخېل د استاد سیاف په اړه د یوې پوښتنې د ځوابولو پر وخت وویل، چې په پارلمان کې د هم دوره توب پر وخت یې د ښځو په ورځ ورته وویل، چې ښځو ته یې ډالۍ ولې نه دي اخیستي؟

وایي ورته یې وویل: شینکۍ! غلې شه کنه چادري درته اخلم!

وایي ورته ومې وویل: هو، خو د وریښمو به وي!

خورې ورې پوښتنې

د لنډو پوښتنو په اړه شینکۍ کړوخېل داسې ځوابونه لرل:

د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني په اړه یې وویل: احترام ورته لرم، خو د بهرنیو چارو وزارت سره باید د جمیعت ګوند په شان چلند ونه کړي.

د ډاکټر عبدالله په اړه یې وویل، چې شیک پوشه او بریالی سیاستوال دی.

د ولسي جرګې ریس میر رحمان رحماني یې خپل ښه دوست یاد کړ، خو کاري ارزونه یې له وخته مخکې وګڼله.

د استاد سیاف په اړه د شینکۍ ارزونه دا وه، چې ښه ویناوال، لایق سړی او مذهبي رهبر دی، خو سیاست کې ورګډیدل یې نه و په کار.

د سندرغاړي منګل په اړه یې تبصره ونه کړه.

مخکینی ولسمشر کرزی یې د ښځو حقونو ته د پاملرنې له کبله وستایه.

هغې د ولسمشریزو ټاکنو په اړه وویل: هم مې خپله ولسمشر غني ته رایه ورکړه او هم مې خپل پلویان دغه کار ته وهڅول.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي