شلپا شیټهي ۱۲ کاله وروسته فلمونو ته راګرځي

د هندي سینما ښکلي فلم ستورې شلپا شیټهي که څه هم پر ټلویزیون خپرونو کې راځي او د نڅاګانو په پروګرامونو کې هم پر خپلو اداګانو او نڅاګانو مینوال خوښ ساتي، خو اوس داسې خبرونه خپاره شوي چې نوموړې اداکاره به ۱۲ کاله وروسته بیا فلمونو ته د مرکزي رول ادا کوونکې اداکارې په شکل راوګرځي.
که څه هم شلپا شیټهي ۳ کاله وړاندې ریلیز شوي فلم (دشکیو) کې یو لنډکی رول لوبولی و خو د فلم د مرکزي لوبغاړې په حیث یې تقریبا له یوې لسیزې زیات وخت کار نه دی کړی.
شلپاره شیټهي په اخري ځأ باندې د مرکزي رول اداکوونکې اداکارې په حیث په ۲۰۰۷ کال کې ریلیز شوی فلم (اپنی ) او (لائف ان میټرو) کې لوبېدلې وه، خو دواړو فلمونو یې ښه ګټه نه وه کړې.
شلپا د خپل وروسته فلم دوه کاله وروسته په ۲۰۰۹ کال کې د یوه تجار سره واده وکړ او بیا په فلمونو کې راښکاره نشوه.
په ۲۰۱۲ کال کې یې زوی دې نړۍ ته سترګې وغړولې، چې ترې وروسته نوموړې اداکاره په ریلټي شو ګانو یا واقعي بڼه لرونکو ټلویزیوني پروګرامونو کې ښکارېده او په فلمونو کې به یې هم د یوه مېلمه رول لوبوه.

خو اوس داسې خبرونه خپاره شوي چې دغه فلم ستورې به بېرته فلم نړۍ ته د مرکزي رول لپاره ۱۲ کاله وروسته راستنه شي.
ډي این ای انډیا په خپل یوه رپوټ کې د یوې بلې خبرې ادارې په حواله لیکلي، ډېر ژر به شلپا شيټهي په یوه کمېډي فلم کې مرکزي رول ولوبوي.
د رپوټ له مخې شلپا به د دلجیت دسانج او یمي ګوتم سره په یوه فلم کې مرکزي رول ادا کړي.
د رپوټ له مخې د دغه فلم لارښود به د مشهور فلم جوړونکي عزیز میرزا زوی هارون کوي او دا به لومړی فلم وي چې نوموړی یې د لارښود چارې مخته وړي.
فکر کیږي چې چې شلپا شیټهی به د اګسټ میاشت په اخره کې د د شوټینګ لپاره د ټیم سره یوځای شي.
د یادولو ده چې شلپا شیټهي ۲۵ کاله وړاندې په ۱۹۹۳ کال کې د شاه رخ خان او کاجول سره په فلم بازیګر کې د خپل لوبیز ژوند پيل وکړ.
مشهور فلمونه یې کهلاړي تو اناړي، چوټي سرکار، پرتهوي، انصاف، اواز، پردیسي بابو، اکروش، جانور، بادشاه، دهړکن، خوشي، قرض، رشتي، هتیار، چور مچایئ شور، دس او لایف ان میټرو دي.
د شلپا شیټهي اړیکې په لومړیو کې د اکشي سره وې او وروسته یې بیا سنیل شیټهی سره د یارۍ تار وغځوه، دواړو سره په څو فلمونو کې یو ځای کار هم کړی.