افغانستان سپورټ کرکټ

شهزاد محمدي: درې او یا هم څلور کلونه نور افغان لوبډله کې لوبیږم!

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې مخکښ توپوهونکې او ویکټ ساتونکې شهزاد محمدي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې ،چي په افغان کرکټ ملې لوبډله کې درې او یا هم څلور کلنونه نور د کرکټ کولو پلان لرم.

شهزاد د شمشاد ټلویزیون سره په یوې مرکه کې ویلې، دا معلومه نده، چې زه دي څومره کرکټ وکړای شم، خو زما پلان په افغان لوبډله کې درې او یا هم څلور کلونه کرکټ کول دي.

هغه زیاته کړه:

«کوښښ مې دا دی درې او یا هم څلور کلونه په افغان لوبډله کې کرکټ وکړم. خو دا هیچا ته نده معلومه چې څومره کرکټ کولای شي، ځکه کرکټ کې پښه او لاس ماتېدل شته. نو ان شاءالله څومره چې راپکښې همت  او زور و تر هغې به د ملې لوبډلې لپاره لوبې کوم.»

شهزاد محمدي په خپلو خبرو کې دا هم وویل، که پوه شم نه یې شم کولای، ټیم باندي تاوان یم او زما دلاسه لوبې بایلې، نو په همغه ورځ خپل بیټ اخلم او ځم.

د افغانستان د کرکیټ ملي لوبډلي تېز توپوهونکی او د پيل لوبغاړی شهزاد محمدي افغان کرکیټ ملي لوبډلي ته شاوخوا له یو کلن ځنډه وروسته بیا راستون شو.

شهزاد محمدي په تېر ۲۰۱۹م د کرکیټ پنځوس اوریزه نړیوال جام د پيل په لوبو کي لومړی ټپي او له هغه وروسته د ځیني اُصولو څخه د سر غړونژ په پار کرکټ بورډ ورباندي یو کلن بندیز ولګاوه.

شهزاد د نړیوال جام له دوهمې لوبې وروسته د فیټنیس د نه شتون په پلمه هیواد ته راستون کړل شو او هغه دلته له رسنیو سره خبرو کې خپل صحت د ډاډ وړ وښود او کرکیټ بورډ یې دې برخه کي ګرم وباله.

د دې ترڅنګ هغه د کرکټ بورډ مشرتابه له اجازې پرته د سفرونو او همدارنګه د یوه بل هېواد په کرکټ اکاډمۍ کې د تمریناتو له امله له بندیز سره مخ شوی و، ځکه هر لوبغاړی چې له هېواده بهر د سفر تابیا لري نو باید له ادارې اجازه ترلاسه کړي.

شهزاد محمدي څو میاشتې مخکې د ادارې د عمومي مشر او ډسپلین کمېټې له لوري پر نوموړي د پاتې مودې بندیز د بخښنې غوښتنه کړې وه، چې په پایله کي د ادارې د ډسپلین کمېټې د پرېکړې او عمومي مشر ښاغلي فرهان یوسفزي له تایید وروسته پر نوموړي د بندیز پاتې موده وبخښل شوه.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړی پر دې سربیره د کندهار پوهنتون د ښووني او روزنې پوهنځی د پښتو څانګې د څلورم کال محصل دی او د ” زما“ راډیو خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ