شهزاد محمدي له یو کلن بندیز څخه وروسته ملي لوبډلي سره یو ځای شو!

تیز توپوهونکی شهزاد محمدي بیا لوبډلي ته راستون شو
د افغانستان د کرکیټ ملي لوبډلي تېز توپوهونکی او د پيل لوبغاړی شهزاد محمدي افغان کرکیټ ملي لوبډلي ته شاوخوا له یو کلن ځنډه وروسته بیا راستون شو.
نن یکشنبه د افغان کرکیټ ملي لوبډلي ۲۲ تنه لوبغاړو په کابل کي تمریناتي کمپ پيل کړ، چي په یاد تمریناتي کمپ کي د نورو لوبغاړو ترڅنګ شهزاد محمدي هم شامل دی.
یاد ۲۲ لوبغاړي په دې ډول دي:
اصغر افغان، رحمن الله ګربز، حضرت الله ځاځی، کریم جنت، محمدنبي عیسی خېل، نجیب ځدران، ګلبدین نایب، راشدخان، نوین الحق، شاپور ځدران، قیس احمد، مجیب الرحمن، عضمت الله عمرزی، سمیع الله شینواری، عثمان غني، محمد شهزاد، سعید شیرزاد، دروېش رسولي، ظاهر خان پکتین، فرید ملک، حمزه هوتک او شراف الدین شرف.
په یاد ۲۲ کسیز لیست کي شهزاد محمدي هم دی او نن یې رسما شاوخوا له یوه کاله وروسته یو ځلي بیا د افغان کرکیټ ملي لوبډلي سره په ګډه تمرینونه پيل کړل.

شهزاد محمدي په تېر ۲۰۱۹م د کرکیټ پنځوس اوریزه نړیوال جام د پيل په لوبو کي لومړی ټپي او له هغه وروسته د ځیني اُصولو څخه د سر غړوني په پار کرکیټ بورډ ورباندي یو کلن بندیز ولګاوه.
شهزاد د نړیوال جام له دوهمي لوبي وروسته د فیټنیس د نه شتون په پلمه هیواد ته راستون کړل شو او هغه دلته له رسنیو سره خبرو کي خپل صحت د ډاډ وړ وښود او کرکیټ بورډ یې دې برخه کي ګرم وباله.
د دې ترڅنګ هغه د کرکټ بورډ مشرتابه له اجازې پرته د سفرونو او همدارنګه د یوه بل هېواد په کرکټ اکاډمۍ کي د تمریناتو له امله له بندیز سره مخ شوی و، ځکه هر لوبغاړی چي له هېواده بهر د سفر تابیا لري نو باید له ادارې اجازه ترلاسه کړي.
شهزاد محمدي څو میاشتي مخکي د ادارې د عمومي مشر او ډسپلین کمېټې له لوري پر نوموړي د پاتې مودې بندیز د بخښنې غوښتنه کړې وه، چې په پایله کي د ادارې د ډسپلین کمېټې د پرېکړې او عمومي مشر ښاغلي فرهان یوسفزي له تایید وروسته پر نوموړي د بندیز پاتي موده وبخښل شوه.
که څه هم پر ملي لوبغاړي محمد شهزاد د پاتې مودې لپاره د لوبې نه کولو بندیز لرې کړل شو، خو د هغه د قرارداد د بندیز موده به تر خپلې ټاکلې مودې پورې وي چې د یادې مودې له پای ته رسېدلو وروسته به نوموړی له ادارې خپل قرارداد ترلاسه کړي.
خو د شهزاد محمدي تر بندیز او قراراد لاسلیک کېدو وروسته ممکن هغه ته یوازي په یو ورځنیو او ټیسټ سیالیو کي د لوبېدو چانس برابر شي، خو په شل آوریزه لوبو کي د لوبېدو چانس ئې بیخي لږ دئ، ځکه په شل آوریزه سیالیو کي رحمن الله ګربز اوس خورا په ښه ډول لوبیږي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي