مارچ 6, 2021

شپږيزه: نن بُست له سپین غر او کابل د آمو سره مخ کېږي

Advertisements

خبریال: محمدصابر حمیدي
د شپږیزه کرکټ لیګ اووم پړاو په سیالیو کې نن پنجشنبه هم دوې سیالۍ ترسره کیږي، چې په لومړۍ لوبه کې بُست د سپين غر او دویمه لوبه کې بیا کابل بازان د آمو لوبډلې سره لوبیږي.
د بُست او سپين غر لوبډلو ترمنځ لوبه نن سهار ۹ بجې ترسره کیږي او د کابل بازانو او آمو لوبډلو ترمنځ بیا نن ماپښین دوې بجې سیالي ترسره کیږي.
دا ددې لیګ اتمه او نهمه سیالي ده.
بُست، سپین غر، کابل بازان او آمو لوبډلو تر دې مهاله په شپږیزه کرکټ لیګ کې دوې ـ دوې سیالۍ ترسره کړې دي، چې ننۍ لوبې یې درېیمي ـ درېیمي دي.
بُست، سپین غر او کابل بازانو په ترسره کړو دوو سیالیو کې یوه ـ یوه لوبه ګټلې، خو یوه ـ یوه لوبه یې بیا بایللې ده.
بل پلوه بیا امونهنګان هغه لوبډله ده، چې دوو سیالیو کې یې یوه لوبه هم نه ده ګټلې.
د دې لیګ په شپږمه لوبه کې پرون سهار بندامیر ـ امونهنګانو ته او په اوومه لوبه کې بیا پرون ماپښین میس‌عینک ـ سپین غر لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د شپږیزه لیګ د نمرو په جدول کې بندامیر لومړی، میس‌عینک دویم، بُست درېیم، سپین غر څلورم، کابل بازان پنځم او آمو لوبډله بیا شپږم ځای لري.
د شپږیزه کرکټ لیګ اووم پړاو د سیپټمبر میاشتې تر ۱۶مې نېټې پوري دوام کوي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




ډهوني يو ځل بيا د مينوالو په منځ کې

لیکوال: مدثر دعوت - برخه : روغه سټه

Advertisements مهندرا سينګ ډهوني د راتلونکي پړاو هندوستان پريمرليګ لپاره چمتوالی ښودلی دی. نوموړی د چينای ښار ته رسېدلی دی او د مارچ په نهمه نېټه به د خپلو نورو ملګرو سره تمريناتي کمپ پيل ... نور ولولئ