فبروري 25, 2021

شيزوفرنيا پېژنئ، په دې مرکه یې در پېژنو

مرکه: صدیقه پوپلزۍ

ښایي اورېدلي مو وي چې ځینې کسان وایي ولې یم، پيغمبر یم، ولسمشر یا د فلم ستوری یم او داسې نور، زه چې کله د استاد عظیمي د مشاورې مرکز ته ورځم له یوه نیم داسې ناروغانو سره مخ کېږم. هغه ورځ له یوې مېرمنې سره مخامخ شوم، چې همدا ناروغي یې لرله او په اصطلاح پرته یې ویل، ما ورته وویل، چې دلته د څه لپاره راغلې یې او دا ښځه او هلک څوک درسره دي. ښځې، چې په ونه دنګه او څېرې نه رکه روغه وه، مخ یې راواړاوه او راته ویې ویل: “ښځه مې مور نه ده او هلک مې هم ورور نه دى…
حال دا چې ورسره راغلې ښځه یې مور وه او هلک یې هم دویم ورور و. ما ورته وویل دلته د څه لپاره راغلې یې؟ راته ویې ویل چې زما معده کې چینجیان دي او هر شپه مې له غاړې وځي، هر څو یې چې راباسم هېڅ نه خلاصېږي. زه خپله رکه روغه یم، خو زما خبره څوک نه مني یوازینی ډاکټر چې زما خبرې یې راسره منلې او دروغ یې نه ګڼي، هغه استاد عظیمي دی، کوښښ کوم چې له دې ډاکټر سره مشوره وکړم، چې هغه ستونزې، چې له کورنۍ سره مې لرم حل کړم.
پر همدې کې وو، چې د مېرمنې د مشورې وخت راورسېد او استاد ته ورغله. په ورته وخت کې یوه بله ښځه د استاد له دفتره راووته ما ورته وویل تاسو څه ستونزه لرئ، ښځې ویل زه هېڅ ستونزه نه لرم، له استاد سره مې د بارانونو او الوتونکو په اړوند بحث وکړ ما ورته وویل چې څه بحث مو وکړ؟ ښځې راته وویل، چې ما استاد ته وویل چې دا باران خدای پاک زما له امله په خلکو وروي او الوتونکي زما په امر چونګېږي او اوازونه وايي، که رښتیا راباندې وایې زه هم له دواړو ښځو وډاره شوم او په تمه وم، چې زما نوبت راورسېږي او له استاد سره مرکه وکړم.
زه چرتونو په سر اخیستې وم او د استاد له همکارې سره مې خبرې کولې د استاد همکارې راته ویل، چې دا ډول ناروغان ډېر راځي، په همدې ښځینه کیسو کې وو، چې د مرکې نوبت مې راورسېده.
صدیقه پوپلزۍ: استاد سلام تاسو دا منئ، چې ستاسو د دې اوسنۍ ناروغې په معده کې چینجیان دي او هره شپه یې له ستوني وځي؟
استاد شرف الدین عظیمي: سلام صدیقه جانې نن ډېره وارخطا مالومېږي او فکر کوم، چې ننیو ناروغانو و وېرولې، په هر حال د ارواپوهنې مرکزونو کې خو همداسې کیسې وي، ستاسو د پوښتنې په ځواب کې باید ووایم، چې نه! دا خور د معدې د چینجیو ستونزه نه لري او د دې ټولو ناروغانو دا ډول خبرې او ادعاوې هېڅ ډول علمي او منطقي اړخ نه لري او پرته له ناروغه یې هېڅوک هم نۀ مني.
پوپلزۍ: هو ولا استاده ډېره یې حیرانه کړم، بېخي پوښتنه رانه هېره شوه استاد تاسو ښه یاست، هیله منده یم چې روغ، جوړ او صحتمند اوسئ دا کومه ناروغي ده او څۀ نومېږي؟
استاد عظیمي: زه هم په دې هیله یم، چې تاسو او د یاران درانه لوستونکي او همکاران به ښه وي، دا سکیزوفرنیا یا شیزوفرنیا نومېږي او یوه اروايي ناروغي ده، شیزوفرنیا د سختو اروایي ګډوډیو له ډلې څخه یوه ډېره مشهوره ګډوډي ده، چې پر مهال یې اخته کس پرته وایي (چټیات غږوي) سخت وهمونه ویني، داسې فکر کوي چې تر فشار لاندې دي، چاري یې ګډې وډې وي او په چلند او کړنو کې یې ژورې ګډوډۍ لیدل کېږي د هغوی فکرونه ویجاړ شوي له همدې امله یې کړنې له واقعیته لرې او نانورمالې وي.
پوپلزۍ: استاد په دې اړوند ستاسو او ارواپوهنې څېړنې څه دي؟
استاد عظیمي: څېړنو ښودلې چې د ټول نفوس څخه ۰،۳ تر ۰،۷ یې پر دې ګډوډۍ اخته دي، په نارینه‌وو کې تر ښځو ډېره لیدل کېږي، خو د اخته کېدو خطر یې په دواړو جنسونو کې یو شان دی. همدارنګه دا ګډوډي د ځوانۍ په وروستیو او ژوند په درېیمه لسیزه کې پیلېږي، خو په مېرمنو کې بیا د ژوند د درېیمې لسیزې په وروستیو کې خپلې نښې ښیي، له نوې ځوانۍ وړاندې ډېره لږه لیدل کېږي او په ټوله کې ښاریان او اقلیتونه ډېر پرې اخته کېدای شي، په نړۍ کې په هرو ۱۰۰ کسانو کې یو یې شیزوفرنیا لري، خو په افغانستان کې کومه ځانګړې څېړنه نه ده شوې.
دا اصطلاح د لومړي ځل لپاره د بلولر په نامه یوه ارواپوه رامنځته کړه، چې یوه یوناني اصطلاح ده او د ذهن د پرېکون مانا ورکوي.
پوپلزۍ: استاد دا ګډوډي کومې نښې لري؟
استاد عظیمي: د دې ګډوډۍ پر مهال اخته کس په چارو، اړیکو او ځان‌ساتنه کې ژورې ستونزې پیدا کوي بې هوډه کېدل، هذیان (پرته ویل او په وینا کې ستونزې)، ځان ته د نورو نسبت کول (ځان رییس، وزیر، پاچا، ولي او یا پیغمبر ګڼل) ځان ته د مذهبي مشر فکر کول، وهم (داسې فکرونه چې څوک یې څاري، ځیني غږونه اورېدل یا ځیني شیان لیدل) هم لیدل کیږي.
اخته کسان که ټولنیز وي ګوښه‌والی غوره کوي او له خپلو پخوانیو چارو څخه لاس په سر کېږي، دا ښایي پر دې ناروغۍ د اخته کېدو لومړنی خبرداری هم وي.
منفي کړنې او چلندي ستونزې یې هم د یادولو وړ دي او د دې ګډوډۍ تر څنګ ژورخپګان او مانیا هم لیدل کېږي. ماشومان بیا د دې ګډوډۍ پر مهال اوتر او ګوښه وي تل یوازیتوب خوښوي او دا یې پر کړنو، چلند او ورځنیو چارو ژور اغېر پرېباسي، خو موږ دلته په افغانستان کې د ماشومانو بېلګې نه لرلې.
پوپلزۍ: استاد دا خو ډېره سخته ګډوډي ده، نو لاملونه به یې څه وي؟
استاد عظیمي: موږ په تېرو مرکو کې جنټیکي لاملونه لومړۍ راوړل، خو دا ځل چاپېریالي لاملونو ته لومړیو کې اشاره کوو، ځکه په علمي بحثونو کې ویل کېږي، چې همدا یې اصلي لاملونه دي. د څېړنو له مخې شیزوفرنیا د زېږېدنې له فصل سره تړاو لري یانې په ځینو سیمو کې هغه کسان، چې د ژمي په وروستیو او د پسرلي پۀ لومړیو کې زېږېدلي وو، تر نورو یې ډېره دا ګډوډي لرله.
پر همدې ډول په هغو کسانو کې، چې په اوړي کې نړۍ ته راغلي هم ډېره لیدل کېږي، د دې تر څنګ په هغو ماشومانو کې چې ښاري چاپېریال کې وده کوي شته او په ځینو قبیلوي لږکیو کې بیا میراثي وي، خو دا هغه څه دي، چې په ځینو علمي بحثونو کې نه دي منل شوي.
جنټیکي مخینه د دې ګډوډۍ په منځته راتګ کې نشو هېرولی او پوره وڼده پکې لری، د حیرانتیا خبره دا ده چې د ډېری اخته کسانو د کورنۍ په غړو کې د شیزوفرنیا هېڅ کومه نښه نه وي، ځکه ډېر ځله د مغلوبو جینونو پر وسیله لېږل کېږي. په دې ډول، چې مور یا پلار یو مغلوب جین لري کله چې د نارینه سپرم او د مېرمنې هګۍ سره القاح مومي دلته جینونه بدلون رابدلون کوي، چې پر همدې مهال ډېری مغلوب جینونه له نور سره تر القاح وروسته غالبېږي او پر دې سربېره نورې اروايي ګډوډۍ هم منځته راوړي.
د امیندوارۍ او زېږون ستونزې هم رول لري، د امیندوارې پر مهال فشارونه او سخت زېږون د مغز ځینې برخې ویجاړوي او دې ګډوډۍ ته لاره هواروي. همدارنګه د مور عمر، سټرس، شکر، سوی تغذیه، نشه ای توکو کارول، او نورې طبي ناروغۍ هم د هغوی اولادونه پر دې ناروغۍ باندې اخته کېدو ته چمتو کوي.
پوپلزۍ: استاد څنګه یې مخنیوی وکړو؟
استاد عظیمي: د مخنیوي په خاطر یې باید لومړیو کې له زېږونه وړاندې له هر څه سره پوره پام وشي. مېرمنه باید هم له اروایي او هم له جسمي اړخه هوسا اوسي، ځکه له هره اړخه د انرژي کموالی ښایي دا ګډوډي منځته راوړي. له زېږونه وړاندې د مور و پلار له لوري او له زېږونه وروسته د اړوند شخص له لوري د نشه‌یي توکو کارول پر دې ګډوډۍ د اخته کېدو خطر ډېروي، چې د داسې توکو له کارولو باید مخنیوی وشي.
په کورنۍ کې د ماشومانو فعالیتونه محدودول، سخت مذهبي باورونه، خرافي کړنې او ناسم چلند باید راکم او پر ځای یې کنټرول شوې آزادي، مهرباني، او مینه‌ناکې کړنې ځای پر ځای شي.
پوپلزۍ: که څوک پر دې ګډوډۍ اخته شي، څه پرې کېږې؟
استاد عظیمي: له بده مرغه د دې ګډوډۍ پایلې ډېرې ښې نه دي هغه کسان، چې پر دې ګډوډي اخته وي په لومړیو کې ټولنیزې او کاري ستونزې پیدا کوی یاني چارې یې ټکنۍ کېږي او له نورو سره په اړیکو کې ستونزې پیدا کوي، مثلاً په وړو خبرو جنګ کوي او دا یې اړیکو ته زیان رسوي، جوړجاړی هېڅ نشي کولای او دا چې د پېژندګلوۍ وړتیا او حافظه یې زیان ویني. له زده‌کړو ستړي کېږي او دا یې د زده‌کړو پرېښودو ته لاره هواروي ډېری هغه نارینه، چې پر دې ګډوډۍ اخته وي واده نه کوي او له کوره بهر محدودو اړیکو ته ارزښت ورکوي.
همدارنکه ځانوژنه او روږدتیا یې هم زړه‌بوږنوونکې پایلې ګڼل کېږي چې هېڅکله د جبران وړ نه دي.
پوپلزۍ: استاد د وروستۍ پوښتنې په توګه که راته ووایئ، چې څنګه یې درملنه وکړو؟
استاد عظیمي: له بده مرغه باید ووایم، د دې ناروغۍ له پېژندلو ۱۰۰ کاله پوره کېږي، خو پر شیزوفرنیا باندې د اخته کسانو د درملنې پایلې ډېرې هیله‌بښونکې نه دي، د نړۍ پر کچه یې ښه پایله نه ده ورکړې او ډېری ارواپوهان یې په درملنه بې باوره دي، خو ګډه درملنه بیا تر۵۰ سلنه پورې پایله ورکوي، یاني دا چې هم د طب ډاکټر او هم ارواپوه لاس په کار شي او د دارو درملنې او اروادرملنې له بېلابېلو مخ کړنو څخه ګټه واخلي.
هغه کسان چې پر دې ګډوډۍ اخته دي لومړی یې باید پر کورنۍ کار وشي چې د کورنۍ چلند نرم شي، ورسره د ناروغ پر چلند کې هم تر یوې کچې نرموالی راځي. وروسته ډله‌ییزې درملنې پړاو ته وردننه شي، چې د نورو د چلند په لیدلو سره هغوی بېلګه وګرځوي او همداسې یې انفرادي درملنه پیل شي پر کړنو او چلند سربېره یې د ژوند پر مهارتونو هم کار وشي او دا ورته وښودل شي، چې په ځانګړو حالتونو کې باید له کوم مهارته ګټه پورته کړي چې تر یوې کچې عادي ژوند ته راوګرځي.
د شیزوفرنیا ناروغان ډېر ځله په ځان‌ځورونه، ځانوژنه او بل‌وژنه لاس پورې کوي، چې ډېر ځله ژوند ورسره سختېږي او هیله لرم، چې اروايي او طبي دواړه درملنو ته یې ارزښت ورکړل شي، ځکه چې خپله ناروغ هم ارزښت نه ورکوي او نه مني چې ناروغ دی.
پوپلزۍ: استاد له تاسې نه یوه نړۍ مننه په دې هیله، چې د نورو اروايي ګډوډيو په اړوند هم موږ سره مرکو ته ادامه ورکړئ او د یاران لوستونکو ته باید ووایم، چې تاسې کولای شئ دلته له استاد څخه د شیزوفرنیا په اړوند ډېر نور څه هم ووینئ او وګورئ.

استاد عظیمي: له تاسو هم یوه نړۍ مننه ښاد او اباد اوسئ د یوه روغ، آباد او سوله‌ییز افغانستان په هیله خدای مو مل شه.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي


*