ادبیات پوهنه ټولنیز ژوند ژوند بڼه کلتور او هنر لیکوالي

د شعر په مرسته ذهنیت جوړوونه

لیکنه: ياران
لیکنه: عبدالوهاب مومند

شعر ته په عربي ژبه کې وېښته ویل کېږي او شعر هغه کلام دی چې د زړه خبره په موزونو الفاظو کې ښکاره خو پټ بیان شي. په شعر پېژندنه کې، شعر داسې تعریف شوی دی، (شعر یو په زړه پورې، د انسان د احتیاج وړ خو په مرموز، سحر امېزه او حیرانوونکی توګه هنر، ژبنیز ذهني تخلیق دی.) د دغې ترڅنګ شعر له پنځو توکو څخه(فکر، احساس، عاطفه، تخیل او آهنګ) څخه رغېدلی دی.

د شعر په مرسته ذهنیت جوړوونه هغه سکالو ده، چې له نن څخه څو پېړۍ وړاندې شاعرانو د یوې ټولنې لیدلوری یې د سمون خواته پرې بدرګه کړی دی او بېلابېل اخلاقي او دیني موضوعات یې خپلو شعرونو کې ځای کړې دي. شاعر د یوې ټولنې هېنداره ده او شعر د یوې ټولنې غږ بلل کېږي، ښه شعر هغه شعر دی چې د اصلاح او سمون ښېګڼې په کې نغښتې وي او د سولې، ازادۍ، پخلاینې او انسانیت پیغام په کې پروت وي. عبدالرحمن مومند او خوشحال خان خټک هغه شاعران دي چې د شعر په مرسته یې د ذهنیت جوړوونې پیغامونه استولي دي، خو له عبدالرحمن مومند او خوشحال خټک څخه وړاندې او وروسته نور شاعران هم ول، چې د اصلاح او سمون لپاره یې اشعار ویلي دي، خو زموږ د مقالې اصلي محور د رحمان بابا او د خوشحال خان د اشعارو په نمونو باندې را څرخي، چې د شعر په مرسته یې ذهنیت جوړوونه کړې ده.

عبدالرحمن مومند هغه شاعر دی چې په اشعارو کې یې اخلاقي، دیني، روزنیزه، ټولنیزه، عرفان او تصوف مینه او واقعیتونه لیدل کېږي، چې په دې اساس د سلطان الشعراء او لسان الغیب… لقبونه یې تر لاسه کړل. همدارنګه خوشحال خان خټک هم په خپل اشعارو کې ټولنیز، سیاسي، علمي، عرفاني، تربیوي، انتقادي، نشلیزم، مذهبي، طبي، جغرافیوي، سایکالوجي، جهل او بې اتفاقي موضوعات را نغښتي دي، چې په ټولنه کې یې ډېر محبوبیت پیدا کړ او د بابا لقب باندې مشهور شو.

شاعر ټولنې ته د زړه په سترګه ګوري او تل نقدګرا اوسېږي؛ ځکه همدا سالم نقدونه دي چې د سمون باعث ګرځي. شاعران باید لکه عبدالرحمن مومند او د خوشحال خټک په څېر اخلاقي او اصلاحي شعرونه ولیکي او هغه تصویر ته چې موږ سم متوجې شوي نه یو موږ ته یې په را په ګوته کړي. لکه لسان الغیب شاعر او خوشحال بابا وایي:

عبدالرحمن مومند:
ګر د ګلو کړه چې سیمه دې ګلزار شي
اغزي مه کره چې پښو کې به دې خار شي


انسانیت څه په دولت نه دی رحمانه
بت که جوړ کړې د سرو زرو انسان نه دی

خوشحال خان خټک:
نوراني کا هغه ځای چې سره کښېني
دیرینه څلور هوښیار په مشورت


ازادي تر پادشاهیه لا بهتر ده
چې د بل تر حکم لاندې شي زندان شي

دا هغه موضوعات دي چې زموږ په ټولنه کې له پېړیو مزل وروسته تر موږه را رسېدلي دي، چې په عملي کولو کې یې سمون نغښتی دی او موږ سمې لارې ته هدایتوي.

د احساس او عاطفې په مرسته؛

احساس او عاطفه د انسان هغه پټې غریزې دي چې د یو څيز څخه د اغېزمنېدو پر مهال را څرګندېږي. په ادبیاتو کې احساس او عاطفه یو له بل سره اړیکه لري خو په ارواپوهنه کې بیا احساس او عاطفه په خپل منځ کې یو باریک سرحد او پوله لري. احساس له درک او حس کولو وروسته د بدن غړي په تحریک باندې راځي خو عاطفه له عواطفو څخه اخیستل شوی دی چې د محرک په واسطه زړه سوزوالی او خواخوږۍ رامنځته کوي.

د شعر په مرسته احساس او عاطفه په ذهنیت جوړوونه کې ډېره ونډه لري. دا چې احساس او عاطفه د انسان په وجود کې مړه پدیده ده، نو همدا احساس او عاطفه په شعر کې لامل ګرځي چې د وجود مړې پدیدې په خوځښت راولي او د را ژوندي کېدو ترڅنګ یې فکر کولو ته هم وهڅوي. ملاله لومړنۍ ښځه ده چې په جنګ کې داسې ټپه وایي چې ستړي وجودونو کې احساس راپاروي او په مېړانه سره د دښمن په مقابل کې وګړي راپاڅوي او بېرته جنګ ګټي.

که په میوند کې شهید نه شوې
خدایږو لالیه بې ننګۍ ته دې ساتینه

د احساس تر څنګ همداشان عاطفه هم د ترحم، زړه سوځوالي او د خواخوږي غریزې په وجود کې پیاوړي کوي او په ذهنیت جوړوونه کې د هېوادنۍ مینه په انسان کې رامنځته کوي. لکه خوشحال بابا وایي:

د کابل مېوې خوراک مې د توتیانو
پرې خواره شول تور کارغان له هندوستانه

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران

تبصره مو ولیکئ