شُبمن ګیل: تمه مې درلوده چې د ویسټ انډیز سفر ته به غوره شم

لیکنه: عبدالله عادل
د اګسټ پر دریمه د هند لوبډله د ویسټ انډیز خلاف لوبیز سفر پيلوي خو ورسره سم د هند ځوان او پیاوړي لوبغاړي چي په تیر پړاو ای پي ایل سېالیو کي د کلکتې لوبډلي په ګټه هم ولوبېد د ویسټ انډیز خلاف د هند لوبډلي ته تر نه غوره کېدو وروسته خواشني څرګنده کړې.
هند لوبډلي د ویسټ انډیز خلاف د دریو شل اوریزو ، دریو یو ورځنیو او دوو ټسټ لوبو ته د یکشنبي په ورځ د لوبډلي نوملړ اعلان کړ چي په دریو کرکټ بڼو کي د شُبمن ګيل نوم وجود نه درلود.
په هند لوبډله کي شریس ایر او منېش پنډې غوره سوي خو شبمن ګیل له پام غورځول سوی پداسي حال کي چي د ویسټ انډيز د الف لوبډلي خلاف یې تر ټولو ډیري منډي جوړي کړي وې.
نوموړي تیره ورځ کرکټ نیکسټ ته په مرکه ویلي :

”ما د هند لوبډلي تر اعلان پوري (یکشنبې) انتظار کاوه او دا تمه مي درلوده چي په یو نه په یو نوملړ کي به ځای خپل کړم لیکن دا د خواشنۍ وړ وه چي انتخاب نسوم خو زه خپل وخت پر دې نه مصروف کوم چي ولي لوبډله کي غوره نسوم ، زه به منډي جوړوم او خپله وړتیا به ښکاره کوم تر څو د غوراوي کمېټې توجه ځانته راوګرځوم. “

ګیل زیاته کړې:

”د ویسټ انډیز الف لوبډلي خلاف سریز زما او زما د لوبډلي لپاره یو په زړه پوري سریز وو چي موږ پکښي ۴ـ۱ بریا خپله کړه. شخصاً ما خپله هڅه کول چي ښه ولوبېږم او لږ تر لږه دوې سلیزي یا پنځوسیزي جوړي کړم او زه به ددې تجربو څخه زده کړه وکړم. “

هند دا ځل د ویسټ انډیز خلاف لوبیز سفر ته په لوبډله کي تر ډېره ځوانو لوبغاړو ته موقع ورکړي خپله د هند غوراوي کمېټې مشر هم ویلي چي غواړي نور تر ډېره ځوانانو ته موقع ورکړي .