سپورټ کرکټ

درې نړیوال جامونه به اکټوبر او نومبر میاشتو کې ترسره شي

سپورټ یاران

د کرکټ مشهورې وېبپاڼې کرېک اېنفو لیکلي، چې راروانو په دریو کلونو کې نړیوال جامونه په اکټوبر او نومبر میاشتو کې په پلان کې نیول کېږي.

دې وېبپاڼې په خپل راپورکې زیاته کړې، چې د ۲۰۲۱ نړیوال شل اوریز جام به د اکټوبر په میاشت کې پیل شي او او د نومبر تر نیمايي پورې به دوام وکړي.

د ۲۰۲۲م نړیوال شل اوریزجام به هم اکټوبر او نومبر میاشتو کې ترسره شي او د ۲۰۲۳م نړیوال پنځوس اوریز جام به اکټوبر او نومبر میاشتو کې ترتیب شي.

نن د جمعې په ورځ چې د اګسټ ۷ مه نېټه ده د کرکټ نړیوالې شورا اجرایه مشر ماوني ساوني او د نیوزیلېنډ د بهرنیو چارو وزیر د ښځو نړیوال جام په اړه هم غږېږي.

د ۲۰۲۱ کال نړیوال شل اوریز جام په اړه ډېرې غونډې وشوې؛ خو بالاخره د آی پي اېل لپاره د زمینې برابرولو په موخه نړیوال جام لغوه شو او دې چارې آی پي اېل ته زمینه برابره کړه.

همدغه ډول اسیا شل اوریز جام هم لغوه شو او راتلونکي کې ته وځنډول شو.

د ۲۰۲۰ کال شل اوریز جام هم د اکټوبر له ۱۸ مې نېټې د نومبر تر ۱۵ مې نېټې په اسټرالیا کې ترسره کېده، خو ۲۰۲۱ کال ته وځنډول شو.

د کرکټ نړیوالې شورا تر اوسه د ۲۰۲۱ کال شل اوریز جام په اړه تصمیم نه دی نیولی او په پام کې ده، چې راروان شل اوریزجام په هندوستان کې ترسره شي.

د ښځینه شل اوریزجام په اړه شکونه

د کرکټ نړیوالې شورا د پخواني مهالوېش له مخې د ښځينه کرکټ لوبډلو ترمنځ نړیوال شل اوریز جام د ۲۰۲۱ کال د فبروري له ۶ مې نېټې د مارچ تر ۷ مې نېټې پورې په پام کې دی.

د دې جام کوربه هېواد نیوزیلېنډ ټاکل شوی دی؛ خو لا هم د کرکټ نړیواله شورا ډاډه نه ده، چې تر هغې پورې به د کورونا ویروس کابو شي او لوبو ته به زمینه برابره شي.

خو نیوزیلېنډ بیا هغه هېواد دی، چې د کرونا ویروس پېښې پکې کمې دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې

تبصره مو ولیکئ