مارچ 6, 2021

خاکشیر او شیدې؛ په مرسته یې ښکلی او روښانه رنګ او پوستکی ولرئ

Advertisements

ژباړه: نسیمه محمدي
د سنتي طب د کارپوه په وینا د بېسکویټ همېشه مصرف د وینې د غلظت( ټینګوالي)، د معدې او ځیګر کمزورۍ لاملونه دي، وویل: د شیدو او خاکشیر خوړل د پوستکي د روښانوالي او جنسي مېل سبب ګرځي.
جواد علوي د سنتي طب له نظره وویل: د کونځلو غوړي ډېر خواص لري، خو د خولې د بدبویۍ سبب ګرځي او د کونځلو له خوړلو وروسته، د خولې برس او مسواک کول اړینه ده. د کونځلو غوړي د پوستي لاندې ځای پر ځای شویو وازدو کتلې له منځه وړي.
د سنتي طب د دې کارپوه په وینا، د پړسېدلي ځای، پخوانۍ غوټه شوې وینې او د پوستکي لاندې وازدې کتلو د له منځه وړلو سره مرسته کوي. د ګرمۍ او تودوخې د احساس په صورت کې د لیمو اوبه په پوستکي وکاروئ.
علوي زیاته کړه: کولای شئ خاکشیر په شیدو کې ګډ او مصرف کړئ، چې د پوستکي او رنګ د ښکلا او جنسي قوې د پیاوړي کېدو لامل ګرځي.
علوي وايي: شات او کورني غوړي غوره زهر وژونکي دي، شات او غوړي په مستقیم اور ګرم کړئ، په دې شرط چې د ښه کیفیت لرونکي وي.
د ناریالو غوړیو سره د مثانې مساج د مثانې د سستۍ او د ادرارو د بې اختیارۍ مخنیوی کوي.
نوړي کارپوه همدا راز وویل: د هغو کسانو لپاره چې مثانه یې د کمزورۍ او سوړوالي حالت پیدا کړی وي ( د توخي او پرنجي سره ادرار کنټرول نکړای شي) ډېر ګټور دي.
غوره ده د سوړ مزاج لرونکي دې له سرې غوښې ګټه واخلئ.
علوي وړاندې وویل: ښه ده سوړ مزاج لرونکي وګړي له سرې غوښې ګټه واخلي یا هم د چرګ غوښې څخه د استفادې په صورت کې باید نورو یخو خوراکونو له مستو، شړومبو یا تروشو خوړو لکه الوچو له خوړلو ډډه وشي.

د سويلي افريقا کريکټ بورډ دوه نوي لوبډلمشران وټاکل

لیکوال: مدثر دعوت - برخه : سپورټ

Advertisements د سويلي کريکټ بورډ اعلان وکړ چې د ټيسټ،يو ورځنيو او شل اووریزو لوبو لپاره يې لوبډلمشران ټاکلي. د سويلي افريقا کريکټ لوبډلې مخکنی لوبډلمشر کوينټن ډيکوک وو خو په يوې نوې پرېکړه کې ... نور ولولئ