خواړه خوندیتوب روغه سټه ژوند بڼه

د شنه چای زیانونه

ژباړه: عایشه حیدري

له دې سره سره چې شین چای ډېرې ګټې لري، خو ورسره په خوا کې ځينې زیانونه هم لري. عام وګړي له کلونو راهیسې په دې عقیده دي چې شین چای د روغتیا کیلۍ (کونجي) ده له همدې کبله ټولو خلکو د شین چای څښلو ته مخه کړې ده او په عادي ډول د نړۍ ډېرو وګړي د یوه ‌ډېر څښل کېدونکي څښاک په توګه تل له شین چای څخه ګټه اخلي.

اوس اوس د شین چای په اړه ځینې څېړنې ترسره شوې او دا ثابته شوه چې شین چای د ګټو ترڅنګ ځینې زیانونه هم لري.

د دې لیکنې تر پایه زموږ ملتیا وکړئ، موږ به درته په دغې لیکنې کې د شنه چای د زیانونو په اړه مالومات درکړو.

لومړی: حساسیت رامنځته کوي

کېدای شي د شین چای څښل د انسان په بدن کې ځینې حساسیتونه رامنځته کړي، چې دا حساسیتونه د مختلفو انسانانو په وجود کې توپیر کوي، د دې ترڅنګ د شین چای څښل پخواني او یا زاړه حساسیتونه هم را ژوندي کوي، روغتیاپالان په دې عقیده دي که چېرې د شین چای څښلو ورورسته د ستوني درد یا له ساه لنډۍ سره مخ کېږئ، نو ارومرو ډاکټر ته ورشئ، ځکه کېدای شي دا حساسیتونه وروسته تاسو ته ډېر زیانونه ورسوي او په ډېرو خطرناکو ناروغیو بدل شي.

دویم: هضمي سیسټم ته زیان رسوي

د شین چای څښل کولای شي هضمي سیستم ته زیان ورسوي، ځینې وختونه د شین چای څښل هضمي سیستم زیانمنوي، چې په پای کې د شدیدو دردونو او اسهال لامل کېږي.

 

همدارنګه شین چای د دې لامل کېږي چې هضمي سیستم ونه شي کولای له خوراکي موادو څخه په سمه توګه اوسپنه جذب کړي چې دا کار خپله د ځینو ناروغیو لامل کېږي.

درېيم: رواني ستونزې رامنځته کوي

د شین چای یو بل زیان د رواني ستونزو رامنځته کول دي، که چېرې یو انسان د ورځې په لړ کې له پنځو ګیلاسو څخه ډېر شين چای وڅښي د هغه په چلند کې بدلون راځي ان کله کله د هیجان او یا هم د تاوتريخوالي لامل کېږي.

څلورم: کافیین لري

دا منو چې شین چای ډېر کافیین نه لري، خو که چېرې په دوامداره او پر له‌پسې توګه ډېر شین چای وڅښئ، نو ستاسو په وجود کې به د کافیین کچه لوړه شي او په وجود کې د کافیین ډېروالی د ګنګسیت او ستړیا لامل کېږي، که چېرې د‌ کافیین کچه په هر کیلو شین چای کې ۱۴ ګرامه وي کولای شي تاسو له منځه یوسي.

د شین چای ځینې نور زیانونه

۱- اميدواره مېرمنې، هغه مېرمنې چې شيدې ورکوي، هغه کسان چې عصبي ستونزه لري، د هغو کسانو زړه چې په نامنظمه بڼه ټکان کوي باید د شین چای له څښلو ډډه وکړي.

۲- که له خوړو وروسته شین چای وڅښل شي په بدن کې د اوسپنې، کلسیم او زینک د جذب مخنیوی کوي.

۳- که له کچې ډېر شین چای وڅښل شي د بدن د ډېرو اوبو له لاسه ورکولو لامل کېږي.

۴- هغه کسان چې د سترګو فشار لري نه باید په ډېره کچه شین چای وڅښي.
دا سمه ده چې شین چای له سرطان څخه مخنیوی کوي، خو که چېرې په ډېره کچه وڅښل شي د لړمون د خرابېدو لامل کېږي، د ځینو څېړنو پر بنسټ د شین چای ډېر څښاک لړمون ته زیان رسوي، خو که چېرې د ورځې په لړ کې ۲ تر ۳ ګیلاسو پورې وڅښل شي لړمون ته ګټور دی، ځکه چې شین چای د کاتشین چی يو ډول انټي اکسیډېنټ دی، غوره سرچینه ده او په لړمون د غوړيو له ډېروالي څخه مخنیوی کوي.

همدارنګه شین چای لړمون له مېکروبونو څخه هم پاک او لرې ساتي.

د لیکنې په وروستیو کرښو کې باید یادونه وکړو که چېرې په کافي او لږه کچه شین چای وڅښل شي روغتیا ته هېڅ ډول زیان نه رسوي او د اندېښنې وړ نه ده، شین چای یوازې په هغو حالاتو کې روغتیا ته زیان رسوي چې له حد څخه ډېر وڅښل شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عایشه حیدري ، کابل

تبصره مو ولیکئ

۱ تبصره