سپورټ کرکټ

د ښځينه بېګ باش لیګ حال

د اسټرالیا ښځينه کرکټ لیګ د اکټوبر په ۲۵ مه په اسټرالیا کې د اته لوبډلو په ګډون پیل شوی دی.

په دې لیګ کې دوه لوبډلې چې د یوې سیمې دي، د نومرو د جدول په سر کې دي.

سېډني تندر لوبډلې په ۵ لوبو کې ۳ ګټلي او د ۸ نومرو په لرلو سره لومړی مقام لري، د دې لوبډلې دوه لوبې د باران له امله بې پایلې شوي دي.

د سېډني سېکسرز کرکټ لوبډله چې هم د سېډني ښار څخه ده، په ۵ لوبو کې درې ګټلي او دوه یې بې پایلې شوي دي.

دا لوبډله هم اته نومرې لري.

د نومرو جدول کې د نورو لوبډلو وضعیت

مېلبورن سټارز کرکټ لوبډله د ۷ نومرو په لرلو سره درېیم مقام لري، درې لوبې یې بې پایلې شوي او دوه لوبې یې ګټلي دي.

برېسبېن هیټ لوبډله د نومرو په جدول کې څلورمه ده، یوه لوبه یې ګټلې، دوه یې بې پایلې شوي او دوه یې بایللي دي، دا لوبډله درې نومرې لري.

پېرت سکارچرز پنځم ده، ۴ نومرې لري، دوه یې بې پایلې شوي، دوه یې بایللي او یوه یې ګټلې ده.

هوبرټ هرېکېنز کرکټ لوبډله هم څلور نومرې لري، دوه یې بایللي، دوه یې بې پایلې شوي او یوه یې ګټلې ده.

اډیلایډ لوبډلې درې لوبې بایللي، یوه یې ګټلې او یوه یې بې پایلې شوې ده، د نومرو په جدول کې یې درې نومرې ترلاسه کړي دي.

مېلبورن رېنېګېډز ۲ نومرې لري، درې یې بایللي او دوه نورې یې بې پایلې شوي دي.

دوې لوبې او جالب تصادفات

د چهارشنبې په ورځ د نومبر په ۴ مه دوه لوبې ترسره شوې، چې د یوې سیمې دوه لوبډلې پکې بریالۍ شوې او د نومرو په جدول کې لومړی او دویم مقامونه خپل کړل.

سېډني تندر او سېډني سېکسرز کرکټ لوبډلې د یوې سیمې دي.

سېډني تندر کرکټ لوبډله د لیګ په ۱۹ مه لوبه کې د پېرت سکارچرز پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شوه.

سېډني تندر لوبډلې د لوبډلمشرې رېچایل هاینس د ۶۱ ناسوځېدلو منډو په مرسته ۱۴۴ منډې وکړې.

پېرت سکارچرز کرکټ لوبډله په ۲۴ منډو ماته شوه.

د لوبې غوره لوبغاړې لوبډلمشره هاینس وپېژندل شوه.

ورپسې شلمه لوبه کې سېډني تندر لوبډله د برېسبېن هیټ کرکټ لوبډلې پر وړاندې لوبه وکړه.

دې لوبه کې لوبډلمشرې ایلیس پېري د ۵۴ منډو په مرسته ۱۲۹ منډې وکړې.

برېسبېن هیټ لوبډله په ۲۴ منډو ماته شوه.

د لوبې غوره لوبغاړې لوبډلمشره ایلیس پېري وپېژندل شوه.

دې دوو لوبو کې لومړۍ لوبډله هم په ۲۴ منډو ماته شوه او دویمه لوبه کې هم لوبډله په ۲۴ منډو ماته شوه.

تصادفاَ دا پېښه رامنځته شوه.

ورپسې دویم تصادف کې د دواړو سیمو لوبډلې بریالۍ شوې او د نومرو په جدول کې یې ټاپ ځایونه خپل کړي دي.

بل تصادف دا و، چې د دواړو لوبډلو لوبډلمشرانۍ مېن اف د مېچ شوې.

  1. د شنبې په ورځ شپږ لوبډلې په درېیوو مهمو لوبو کې د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې

تبصره مو ولیکئ