بریا او پرمختګ خوندیتوب ژوند بڼه کلتور او هنر کورنی ژوند

د ښځې د خونې کړکۍ تړلي وي او که نه، خو خوله یې باید تړلې وي

لیکنه: مهر تاج
ژباړه او زیاتونه: مهر تاج

غواړم نن په یوې حساسي موضوع بې پردې او سپین لیکل وکړم .

د یوه ملګري په وال مې یوه پوښتنه ولوسته:

“د نجوو په خپله خوښه او رضایت واده کول ولې ګناه ګڼل کېږي!؟”

ـ ځواب

زما په اند، ځکه چې په لویه اسیا یا د افغانستان، ټوله زړه جغرافیه کې واده صرف د دوو انسانانو د یو و بل تر بستره رسېدل/ سیکس تعریف او بلل شوی یا هم بلل کېږي.

یعنې که موږ یو چاته ووایو، چې مینه درسره لرم یا ګران یې راته، نو د اورېدونکي ذهن ته اتومات یو فکر ورلوېږي، لکه د همبسترۍ تقاضا مو چې ځنې کړې وي او تر ډېره د ویونکي په ماغزو کې هم ورته فکر وي.

ـ فلمونو او تلویزیوني سریالونو د «مینې او ګرانښت» دغه ډول لیدلوري او تعریف ته زموږ په فکرونو کې ښه وده ورکړې ده.

په فلم کې یې ګورو، چې د فلم نجلۍ پر هلک میئنه شوه یا هلک پر جنۍ مَئین شو؛ واده وشي که ونه شي، لنډه موده کې سره یو ځای کېږي، دوی په سکرین دا ډول ښودل کېږي، چې د خوب بستر ته سره ځي. فلمونو کې خو دا موضوع عادي و حتمي ده، چې مینه په واده ختمېږي او واده مفهم یعنې سیکس (همبستري) ده!!!

یعنې له واده څخه وروسته په دقیقو دقیقو صرف د خوب بستره کې ښودل کېږي کله څراغ مړ کله روښانه یا هم دروازه و کړکۍ تړل، چې ټول لیدونکي ته پدې پوهوي، چې څه یې ترمنځ روان دي یا ترسره کېږي.

د دې چټي خبرو یادونې نه مې موخه دا وه چې:

د همدغو فلمونو او سریالونو تاثیر دی، کله چې هم یوې پیغلې یا ځوان ته د واده خبره وکړې، د دوی په فکر کې مستقیماً د واده شپه او یا فلمي له شرمه ډکې صحنې انځورېږي او خپلې سترګې ټیټوي، د ښه او بد په هکله یې فکر نه کوي، همېش د «نه» ځواب وايي او یا هم کله د «هو» په تایید سر ښوروي.

خو حقیقت بل څه دی. واده د ټول ژوند یو ځای تېرولو یو تړون، اړېکه او سرنوشت ټاکنه ده، چې باید ژور فکر پرې وشي، داسې سطحي ونه ګنل شي، د «شرمیدو یا شرم ګڼلو» پر ځای باید سترګې په سترګو شئ، په ټولو شرایطو، اړخونو، معیارونو او عواقبو یې سنجیده بحث او فکر وکړئ.

د واده شپه صرف یوه شپه ده، خو ژوند اوږد او د کړاونو ډک مزل دی، چې هلک او نجلۍ دواړو ته د واده کال وروسته بیا دا معلومېږي چې نومړی/ نوموړې څه ډول شخص دی.

که چېرې یوه پېغله خپل پلار یا ورور ته دا ووايې، چې زه غواړم د خپلې خوښې شخص سره واده وکړم، نو د دغه پلار یا ورور په ذهن کې اتومات همدا فکر راژوندی کېږي چې زما لور یا خور غواړي د خپلې خوښې کس سره د خوب بستر ته لاړه شي، او زموږ خپل خپلوان، قام قبیل او کورنۍ به څه فکر کوي!؟

حال دا چې د همدغه پلار او ورور هیله بیا دا وي، چې زما خور لور دې زما د خوښې سړي سره همبستر شي، که هغه شخص د نجلۍ خوښ وي او که نه.

او ځینې کورنۍ خو حتا تر دې حالته په دې خبره ټینګار کوي، چې که نجلۍ زموږ د خوښې له هلک سره همبستر نه شي یا واده ورسره ونه کړي، د ژوند کولو حق هم نه لري.

داسې هم ډېر پېښ شوي، چې همدغه بې ځایه غیرتونه د هلک یا نجلۍ د مرګ یا ناموسي پېښو سبب شوي دي.

دا خو شو الجواب…

اوس نو غوږ شئ زما خبرو ته:

واقعیت خو دا دی چې د خوب تخت یا بستره د واده یوه ډېره کوچنۍ حصه یا برخه ده، یعنې ۵% پنځه سلنه د ژوند بستر پورې تړلي دی، پاتې ٩٥% سلنه ژوند د واده شوی ژوند، د ژوندانه د عامو او روانو چارو پورې تړلی دی.

نو ځکه وایم، چې دا د غیرت مسئله هېره کړﺉ او پرېږدئ چې خور لور مو له هغه چا سره واده وکړي، چې پوهېږي، چې د ورور و پلار په څېر ترې ترې ښه ساتنه کولای شي، په خوښه ناخوښه یې پوهېږي، په طبیعت یې غږېږي، روح و روان نه یې خبر وي، درک کولای یې شي او د دې اند و فکر سره سم عمل و چلند ورسره کوي. که موږ ښه ژوند لرو، نو دوی هم د بهتره ژوند درلودلو او کولو حق لري.

اوس به د ډېرو په ذهن کې سمدستي دا خبرې او پوښتنې راولاړې شوي وي، چې هغه د پلاني لور په خوښه واده وکړه، خوشاله نه ده یا د پلاني زوی چې په خوښه یا مینه واده کړی و بېرته یې طلاق واخیست!؟

دا پېښې په رښتیا هم شته، که په۱۰۰ سلو کې ۲۰سلنه د خوښې ودونه ناکام دي، نو٨٠ سلنه یې کامیاب دي، د دوید خوښۍ و خوشاله ژوند سندرې تاسې ولې نه اورئ!؟

خو برعکس، د کومې پیغلې چې د ورور او پلار په خوښه واده شوی دی؛ شل سلنه ۲۰% یې خوشاله ژوند تېروي او پاتې ٨٠ % یې د همدغه پلار او ورور له ډاره د مجبورۍ، تنګ و تریخ ژوند تېروي، هر ظلم و ستم پر سر وړي،له ویرې او دا چې دغسې د ناموس او غیرت په نامه روزل او وېرول شوي دي، د پلار او ورور د عزت لپاره حتا خپل غږ نه پورته کوي او نه هم حق و جرئت لري.

زما په اند د حل لار بېخي درېیمه لار ده:

موږ تاسو باید پر خپلو لوڼو او خویندو لوړ تحصیلات/ زده‌کړې وکړو او دوی پرېږدو، چې په ټولنه کې خپلواکې و اوسي، په خپلو پښو ودرېږي، خپله پورته کېدل او په خپلو وزرو الوتل زده کړي.

خپلې لوڼو ته د زامنو برابر حقوق و خپلواکي ورکړو، که په راتلونکي کې یې چېرته واده شوی ژوند ناکام او یا کامیاب وي، پخپله یې سنبال او ستونزې حل کړی شي، د کوم بل چا تکیي یا سیورې، مرستې ته محتاجه ونه اوسي، ستاسي په اوږو بار نشي.

او هو، دا د سکس میکس (همبستری) موضوع په ژوند کې هېڅ اهمیت نه لري، چې په نشتون کې یې انسان تشویقیږي او شتون کې یو عادي انساني عمل دی. اصل د ژوند دا دی، چې څوک ستا لپاره بهتر دی او څوک نه دی.

هېڅکله د یوه پلار یا ورور سترګې په دې نه ټیټېږي، چې خور او لور لپاره د ښه ژوند او بهتره راتلونکي غوښتونکی وي. والدین تل د اولادونو خیر ښېګڼه غواړي او د اولادونو خوښې د هغوی په خوښۍ، انتخاب و رضایت کې وي.

څه باید وشي!؟

ـ که چیرې ستا خور، لور کوم مشخص انتخاب لري، هغو خلکو سره ښې اړیکې پیل کړئ، څو میاشتې راشه درشه ورسره وکړئ، په دې موده کې به خامخا د هغه هلک یا کورنۍ کړۀ وړۀ تاسو ته ضرور څرګند شي، بیا په ارامه خپلې خور لور ته ووايست، چې سمه ده زما خوښه ده.

او یا هم ورته د هلک یا د هغه کورنۍ نېمګړتیا/ عیبونه پر ګوته کړئ، چې د نجلۍ هم ور پام شي او په خپله پرېکړه بیا غور وکړي یا ځنې راوګرځي.

په دې توګه به موږ د دغه بې ځایه جهالت او د کاغذي زمرې په څېر د تش غیرت تېر شوي یو او د کور فضاء، هوساینه به مو حفظ کړي وي.

د واده مقصد یوازې سیکس یا بستره نه ده

دا د دوو انسانانو د پاتې عمر ګډ ژوند تېرول دي، چې نه باید د خپلو بچو په هکله په دې اړه بېباکه او بېتفاوته شوو یا یې غیر سنجیده وګڼو.

دا موږ او تاسو یو چې د خپلو لوڼو او خوویندو په هکله تصمیم نیسو، چې خپل راتلونکي کور کې د کور څښتنه یا ملکه شې او که نه، په پیسو اخستل شوې/ پلورل شوې په کاغذي غیرت قربانې شوې خدمتګاره یا مزدوره ترینه جوړه شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مهر تاج

تبصره مو ولیکئ