ټولنیز ژوند خوندیتوب ځوانان او زده کړې ژوند بڼه کلتور او هنر

د ښځو د زده‌کړو پر وړاندې ستونزې او حللارې یې

لیکنه: شپنه سلګۍ
ليکنه: شپنه سلګۍ

بشري نړۍ له نارينه او ښځينه انسانانو څخه سرچينه نيولې، چې د کورني ژوند په پيلولو سره يې کلي، قبيلې، ټولنه او ولسونه رامنځته کړي دي. په اسلامي هېوادونو کې د اسلام د مبین دین په لارښونه او په غیري اسلامي هېوادونو کې د هغوی د خپل دود دستور او منسوخ شوي دین په لارښود سره د خپلوۍ او دوستۍ اړیکي او داسې نورې ګڼې رشتې رامنځته کړي دي.

د يوه نارينه انسان په څېر ښځو ته هم دنياوي او اخروي مسووليتونه متوجه دي او مکلف دي چې د دنيا د ژوندانه په شېبو کې هلې ځلې وکړي او د دنيا او اخرت سعادت، نېکمرغي، برياوې، هوسا ژوند او وياړونه تر لاسه کړي. د دې لپاره تر ټولو لومړۍ او اړينه وسيله زده کړه ده، چې په لاس ته راوړلو یې انسان له ناپوهۍ څخه راوتلای شي، همدا د بې سوادۍ لاملونه دې چې اکثره ټولنې او نژادونه یې له بدبختۍ سره مخ کړي دي.

د سید جمال الدین افغان وینا ده چې که نارینه زدهکړې ونه کړي، نو یو انسان بې زده کړې پاتې کېږي او که یوه ښځه نالوستې شي، نو یوه کورنۍ به بې سواده پاتې شي، نو همدا لامل دی چې د ټولنې د اوسنۍ اړتیاوو په پام کې نیولو سره، اړینه ده چې هره ښځه باید زده کړې وکړي.

د افغانستان اوسنۍ او د تېرو لسیزو ناخوالو د هېواد د هر وکړي د زده کړې یې له خنډ او ځنډ سره مخ کړې بلکې ښځينه پوړ ته یې زیات زیان واړوه، چې تر ټولو لويه ستونزه يې د زده کړو ترلاسه کولو په وړاندې ستونزې او خنډونه دې. ښځينه طبقه يې زياته ځپلې او د بې سوادۍ د برخلیک سره يې لاس او ګريوان کړې، چې زیات اثر یې په ټولنه او کورنیو باندې پرېوتی دی. دلته د نجونو دزده کړې پروړاندې خنډونو ته یوه لنډ کتنه کوو.

د ښځو د زده‌کړې پر وړاندې ستونزې

امنیتي ستونزې

د څو لسيزو راهیسې افغانستان د ډېرو کورنیو او بهرنیو لاملونو، پر اساس د ناامنۍ په جال کې راګیر او لا هم دا نا امني روانه ده، چې له امله يې د ژوند ټولې برخې ټکنۍ دي، خو تر ټولو مهمه ستونزه نا امني ده، چې د هېوادوالو د هوساينې، سوکالۍ، ارامتيا او پرمختګ په وړاندې یې زیات خنډونه را زیږولي دي.

دغه ناامني چې د ژوند په ټولو خواو یې اغیز ښندلی، خو د زده کړې په بهیر کې یې بیا زیاته اغیزه د انجونو د تعلیم برخه کې ده او د انجونو د بې سوادۍ لامل شوی دی، تر ټولو غوره بېلګه یې د انجونو پر مخونو باندې د تیزاب شیندل دي، چې ښوونځیو ته دانجونو د تللو مخه نیولي ده.

اقتصادي ستونزې

څرنګه مو چې وړاندې دنا امنۍ څخه یادونه وکړه، همدې نا امنۍ په اقتصاد هم اغیز ښندلی. د هېواد اقتصاد مو په بهرنیو مرستو ولاړ دی نو هره کورنۍ د اقتصادي کمزورۍ له امله نشي کولي چې د اولاد لګښتونه پوره کړي، چې زياتره بچيان يې د تعليم پر ځای درانه کارونه کوي او د انجونو ترڅنګ هلکان هم د زده کړو څخه بې برخې وي او هغه کورنۍ چې نیم ژواندی اقتصاد لري، بیا یوازې په هلکانو باندې زده کړي کوي او دلته بیا هم انجوني له زده کړو څخه بې برخي پاتې کېږي. ځینې کورنۍ ښه پیاوړی اقتصاد لري خو د ښځو تعلیم ورته بې مانا ښکاري او وایې ښځه د پردي کور ده.

کلتوري ستونزې

په اکثره پښتنو سیمو کې بې سوادۍ له امله ډېری خلک خپلې لوڼې ښوونځي ته لیږل شرم بولي او دا هم پلمه نیسي، چې هلکان ښوونځی وایې انجونو ته اړتیا نشته، دا ډول خلک د خپل کهول او خپلوانو له پېغور څخه ډار او وېره لري، د دې ترڅنګ زیات داسې بهرنې عوامل هم شته چې د خلکو په زړونو کې یې له ښوونځي څخه کرکه پیدا کړې ده لکه په کلیوالي سیمو کې د ښوونځي څخه د یوې نجلۍ بدنامه کېدل، په اقلیت کې په اخلاقي فساد اخته کېدل، د کور ټېلفون په ناسمه توګه کارول او په بعضې سیمو کې دهلکانو لخوا ازار ورکول دي.

اجتماعي ستونزې

ټولنيیز ژوند باندې بیا هم اقتصاد او بې سوادۍ زیات اغیز ښندلی، چې ښځينه طبقي ته په کې یا خپل حق نه ورکول کیږي، چا د کور پورې محدوده کړي، څوک یې بیا ذلیله طبقه بولي، ځیني یې بیا په کور کې د لور پیدا کېدل شرم بولې او چا ورته د انسانیت نظر هم کړی دی. تر دې حد که کومه ښځه د حق د غوښتلو اقدام هم وکړي هغې ته له نورو ښځو لخوا سپین سترګې او بې شرمه هم ویل کیږي؛ نو همدا لاملونه دې چې زیاته اندازه ښځې د ټولنیز ژوند له حقه محرومې دي او په همدې ټولنیزو حقونو کې د هغوی د زده کړې حق هم تر پښو لاندې شوی دی.

د ښځو پر وړاندې د اسلامي زده‌کړو ناسم پوهاوی

هغه خلک چې علم او پوهه نه لري هغوی د انجونو تعلیم ته په ښه سترګه نه ګورې او وایې چې اسلام نجونو ته د زده کړې اجازه نده ورکړې نو ښځې باي د لوست ونه کړي او په کور کيني د کور کارونه سرته ورسوي تعليم ورته ضرور ندی، نو که د اسلام څخه خبر شي “په قران کې د ښځو د ژوند او حق په سورت النساء کې په پوره تفصیل سره بیان شوی دی”، ښځې د سړیو لپاره د (قوامون) په کلمه کې پایګا بللی ده او په ښځې د سړیو لپار لباسونه او سړی د ښځو لپاره لباس ‌ذکر شوي دي.

محيطي ستونزې

په ټولنه کې د تهذیب د ناسمې کارونې له امله یوه اندازه پوه او د علم خاوندان د ښځو د زړه کړې پر وړاندې خپله ستونزې دي، په ښوونځیو کې د ځینو ښوونکو غیرې اخلاق چلند، د انجو څخه د ناسمو اړیکو غوښتنې لکه په پوهنتونونو او دارالمعلمینونو کې، په قصدي ډول د انجو ناکامول یا د اجباري واده غوښتنه او د هلکانو لخوا ازارول دي.

په زیاته اندازه داسې ښوونځي هم شته چې د هغوی موجوده شرایط او سر پناه او احاطي د دیوالونو نشتوالی دی چې انجونې نشي کولای خپلې زده کړې پرمخ یوسي.

د والدينو له لوري مخه نيول

اکثره والدين بې سواده وي دوی د تعليم په ګټه نه پوهيږي، په ژوند کې د تغيیر احساس نه لري، همدا ډول د خپل اولاد لپاره په راتلونکي کې سمه برنامه ريزي نشي کولی، دېته يې پام نه وي چې زما اولاد به د تعليم په وجه د عزت والا وي، که زده کړې وکړي نو ژوند به يې د درناوي وړ او سوکاله وي، بې سواده خلک اکثریت د مادې ګټې په لټه کې وې او هغه چې په چاپېریال کې د لوستو خلکو د زده کړو محصول له مادې نظره منفي وي نو د خپل اولادنو راتلونکي هم ورته منفي ښکارې، همدا د دولت لخوا د بې کارۍ لامل دی چې په بې سوادۍ یې یوه انداره منفي اغیز کړی دی.

د مکاتبو نه شتون

لومړی خو د خرابې اوضاع له امله دولت د دې توان نه لري چې په هره سيمه کې جلا د نجونو ښوونځي جوړ او ښځينه ښوونکي پکې وګماري، خو که کوم ځاې کې د نجونو مکتب شتون ولري او د خلکو توقع ور څخه کېږي په هغه اندازه دولت ورته لاس رسی نه لري او د کیفیت له مخې هم په پوره اندازه څه چې، په هېڅ حساب دي. او هغه کيفيتي زده کړې پکې نشته کومې چې مطلوب دي.

ښځينه ښوونکو نه شتون

ښځينه ښوونکې د زده کړيزو مرکزونو لاسته راوړنه ده، کله چې په يوه سيمه کې د نجونو ښوونځي نه وي نو هلته ښوونکې نه فارغيږي او د نا امنۍ، کمو امکاناتو له امله د بلې سيمې نه کومه ښځينه ښوونکې هم راتلو ته زړه نه ښه کوي، په دې ستونزمنو شرایطو کې ښوونکي ځان مصوون نه ګڼي او زده کونکي د نارينه ښوونکو نه د خطر احساس کوي، په ځینو ځایونو کې کیدای شي د ښځينه ښوونکو نشتون یوه بهانه وي ځکه ښه مثال په ښوونځيو کې د بیسکټ او غوړو ویشل و چې په ښوونځيو کې د نجونو د شمولیت اندازه لوړه وه.

د ادارې او استادانو نه پاملرنه

په دولتي چوکاټ کې د نجونو ښوونیز بهیر ته هیڅ ډول پاملرنه نه ده شوي، هغه استادان چې هیڅ مسلکي زده کړې نه لرې او یا یې عمرونه زیات دې د نجونو ښوونځيو ته معرفی کيږي ښوونکي او اداره هم د نجونو د زده کړې لپاره سم پلان نه لري او نه يې د نجونو تعليم لپاره خپل رول په سمه توګه ادا کړی دی، د مکتب اداره بايد په ټولنه کې د ښځينه زده کونکو نه د دفاع په موخه خپل رسالت او مسووليت سرته ورسوي، د ټولنې او والدينو د منفي ذهنيتونو درملنه وکړي.

د لازمو اسانتیاوو کمښت

د نجونو زده کړييز نظام په وړاندې يو خنډ د لازمو اسانتیاو کمښت دی، چې له امله يې تل د نجونو څخه زده کړې نيمګړې پاتې وي، نو د دوی لپاره دې کورنۍ، ټولنه او دولت هر اړين او لازم وسايل او سهولتونه اماده کړي، چې په ملتيا يې وکولای شي خپلو زده کړو ته لاره پيدا کړي.

حل لارې

د ښځينه ښوونکو روزل او ګمارل

د دې ګټه دا ده چې له يوې خوا به نجونې په ډاډه زړه خپلو زده کړو ته لاس رسي ولري، پوره جرأت سره به د خپلو استادانو سره درسي مباحثې او توضيحات پر مخ یوسي او د بل لور به کورنۍ به ډاډمنې شي، چې کومه ستونزه ورته متوجه نده نو د دې اجازه به ورکړي چې خپلې زده کړې ترسره کړي.

دحجاب رعايت کول

حجاب يو شرعي فرضي اصل دی د نجونو ښکلا ده حجاب د عزت سمبول او ګاڼه ده، د بې پردګۍ څخه د ژغورنې وسيله ده، په اسلامي اساساتو کې پر حجاب ډېر ټينګار کېږي، په پلي کولو يې د ستونزو، شکونو او زيانونو مخنيوي کيږي او ښځينه طبقې ته وياړ او درنښت ور په برخه کوي، که چېرته پلي شي نو د يوې ښځې باور او اعتماد پياوړی کوي.

د هغه نجونو مخنيوی وشي چې اخلاقي فساد ته لاره هواروي

د هغه نجونو مخه دې ونيول شي، چې شرعي حجاب نه رعايت کوي او د نورو پاک لمنو نجونو اعتماد او باور ته زيان رسوي، چې دغه ډول یې زیاتره په ښارونو کې لیدل کېږي او اغیزې په کلیو او اطرافو هم ښندل کیږي.

دعامه خبرتيا زمينه برابرول

په ټولنه کې د نجونو تعليم د ګټو په اړه عامه پوهاوې ورکړي شي، تر څو منفي ذهنيتونه چې په ټولنه کې شتون لري له منځه لاړ شي او د زده کړو ترلاسه کولو لپاره وهڅول شي. دا چې افغانستان يو اسلامي هېواد دی، نو د ديني شعايرو او اساساتو سره سم چلند يې هيله او ارزو ده، په ولایتونو او مرکز کې بايد د نجونو لپاره ځانګړي خوندي ليلې/ شپه غالي جوړ شي، چې نجونې په ښه توګه خپلو زده کړو ته ادامه ورکړای شي.

د ديني علماوو نقش په کې پياوړی شي

ديني علما په ټولنه کې په خپل ايماني او علمي مسووليت ترسره کولو کې د نجونو د تعليم په لړ کې د نصوصو څخه په سم برداشت اخستلو سره، ټولنه کې منفي ذهنيت لري کولو لپاره هلې ځلې وکړي، ټولنې ته د قران او سنتو په رڼا کې قانع کوونکي دلايل وړاندې کړي، چې د اسلام په رڼا کې د نجونو تعليم په حاصلولو کې مثبت ګامونه واخلي.

ټولنیزو شخصيتونو رول ته ارزښت ورکړل شي

ټولنیز شخصيتونه تل د ټولنې خير او مصلحتونو لپاره کار کوي له دې امله په ټولنه کې مخور، خبره يې منل کېدونکې او د درناوي وړ وي، کولای شي په ټولنيزو ذهنيتنونو کې د مثبت بدلون لپاره کار وکړي او د ټولنې مصلح وګړو رول ادا کولو سره، ټولنه د نجونو تعليم ته وهڅوي.

د والدينو توجه دې زياته شي

والدين خپل اولاد يوشان وګڼي د زوي او لور توپير ونه کړي، د ټولو په روزنه کې يو شان ونډه واخلي او پام ورته وکړي.

د بې وخته ودونو مخنيوي دې وشي

د نجونو بې وخته ودول هم د تعليم د مخنيوي مهم لامل دی، په دې کار سره نه يوازې نجونې د تعليم نه بې برخې پاتې کېږي، بلکه د نجونو راتلونکی ژوند هم ښه پايله نه ورکوي، نو د دغه ناوړه دود ماتول د ټولنې مسووليت دی.

په لويو کلیو کې دې ځانګړي ښوونځي جوړ شي

کومو کليو کې چې زيات وګړي استوګنه کوي بايد نجونو لپاره په کې ښوونځي جوړ او د فراغت نه وروسته ورته د ترانسپورت زمينه برابره شي تر څو د نورو زده کړو لپاره يې مرکزي (تعليمي مرکزونو) ته انتقال کړي، چې زده کړې يې نيمګړي پاتې نشي.

امنيت يې تامين شي هېوادوال د سولیيز ژوند لپاره په عملي توګه لاس پکار شي او د دولت تر څنګ یو موټی د دښمن پر وړاندې ودریږي، یوازې د نجونو د تعليم زمينه برابره نه کړي، بلکه د ټول هېواد هر و ګړې لپاره د سولې ډک ژوند زمینه برابره شي، ديوې ټولنې ژوند، بقا او ثبات لپاره امنيت مهم دی، ځکه د امنيت پرته ټولنه ژوندۍ نشي پاتې کېدلای.

پایله

په پا ی کې ويلای شو که چېرته په هېواد کې دغو ستونزو ته پاملرنه ونه شي، نو نجونې به بې تعليمه پاتې شي، نيمه ټولنه به د علم نه بې ثمره وي، د ماشومانو سمه روزنه به نشي کېدلای، ښځې به د خپلو حقوقو، خاوندانو، مور او پلار له حقونو، د اولاد د روزنې مسووليت څخه به ناخبره پاتې شي، په ټولنه کې به کورنۍ شخړې او تاوتریخوالی زیات شي.

خو که چېرته امنیت لپاره کار وشي، نجونو لپاره په هره سيمه کې ښوونځي جوړ، ښځينه ښوونکي وګمارل شي، ديني علما‌، قومي مشران، والدين او د پوهنې وزارت مرکزي او ولايتي ادارې په اخلاص د نجونو لپاره په تعليمي ماحول برابرولو کې رغنده ګامونه اوچت کړي، نو د نجونو لپاره به مناسبه زمينه برابره شي، د ټولنې د اړتيا وړ رشتو کې به نجونې وروزل شي او په هر کور او کلي کې به ښځينه قشر تعليم يافته او د راتلونکي نسل سالمې روزنې لپاره به ښه زمينه برابره شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

شپنه سلګۍ

تبصره مو ولیکئ