افغانستان اقتصاد

د افغانستان شوکاڼی، ګټه یې او په لومړي ځل یې هند ته صادرول

لیکنه: الما افغان
اعلان

شوکاڼي هغه سپينې تیږې دي چې په ګڼو درملو او نورو توکو کې ترې استفاده کیږي، لکه؛ ټيرونو، د ماشومانو د لوبو څیزونه، رنګونو، د ارایش مواد، کاغذ، قرطاسیه، سرامیک محصولات، د ځمکې او دېوال کاشي، چیني محصولاتو، ربړ، دوایانو او نږدې تر یو نیم سلو څیزونو کې کارول کېږي.

په افغانستان کې شوکاڼی تر ډیره د ننګرهار د سپین غره په لمن کې ډیر موندل کیږي.

دغو پینځو ولسوالیو؛ خوږیاڼي، شیرزاد، حصارک، پچیر اګام او شینوارو کې يې موندل پراخ ښودل شوي.

شوکاڼي څنګه د خلکو د پام وړ وګرځید؟
په نوره نړۍ کې له شوکاڼي ګټه اخیستنې او په بیلابیلو توکو کې یې استعمال له پخوا روان و، یعنې پخوا یې په ارزښت پوه او ګټه یې ترې اخیسته، خو افغانستان کې د جګړو او بدبختیو له امله یا ترې هیڅ ګټه نه اخیسته کیده او که کیدله هم پاکستان ته به صادریده چې اوس هم روان دی، خو اوس دومره توپير راغلی چې یو څه کنټرول پرې لګول شوی دی.

د کریمزي ګروپ په نامه په افغانستان کې د شوکاڼي د کاروبار یوه اداره وايي چې دغه روزګار دوی په لومړي ځل ۲۰۰۴ کال کې پیل کړ.

ددغه ګروپ یوه استازي رحمت کریمزي یاران ته وویل:

«موږ په ۲۰۰۴ م کال کې د شوکاڼو کار پیل کړ، په هغه وخت کې مو په ډیره کمه اندازه استخراج او صادرات لرل ځکه هم کار نوی و او هم پوره وسایل مو په لاس کې نه درلودل، خو موږ بیا هم په کمو امکاناتو خپل کار ته دوام ورکړ او د نورو هیوادونو پام مو ځان ته واړوو.»

د شوکاڼي اقتصادي ګټې!
د کریمزي ګروپ د استازي پر وینا؛ یو وخت ورسره د ګوتو په شمار کار کوونکي ول اوس دا شمیره شاوخوا پینځو زرو ته رسیږي.

نوموړی وايي:

«موږ شاوخوا پینځلس کاله کار کولو له امله پینځلس لکه ټنه شوکاڼی په قانوني ډول پاکستان ته صادر کړی چې زموږ او عوامو سربیره يې ډیره ګټه د هیواد عوایدو ته رسیدلې.»

پرتې ستونزې
ددې برخې کارکوونکي وايي، شوکاڼی په افغانستان کې نیمه پروسس کیږي خو پوره پروسس يې په بهرنیو هیوادونو کې ترسره کیږي چې هغوی ترې بیلابیل ډوله توکي لکه؛ د موټرو رنګ، د کورونو رنګ، د ارایش توکي او نور شیان جوړوي چې، بیا يې افغانستان ته هم واردوي او دلته یوازې، د ماشومانو پوډر او همدارنګه د کالو مینځلو په پوډو کې ترې استفاده کیږي.

د چابهار له لارې د شوکاڼي صادرات
د روان کال په تیره فیبروري میاشت کې په لومړي ځل د افغانستان شوکاڼی د چابهار بند له لارې هند ته ولیږدل شو.

د ننګرهار صنایعو او معدنونو خونې عامل رئیس انجینر اجمل شمس ویلي ول چې په دې لومړي کاروان کې ۳۷۰ ټنه شوکاڼي هند ته ولیږل شو.

د کریمزي شوکاڼي پروسس شرکت رئیس محمد رحیم کریمزي وویل د خوښۍ ځای دی چې په لومړي ځل د چابهار له لارې صادرات کوي او زیاته یې کړې یې ده، افغانستان تولید په برخه کې خودکفایي لوري ته روان دی او دا د هیواد د اقتصادي پیاوړتیا زیری لري.

د یاودنې وړ ده چې په ننګرهار کې په لس ګونه د شوکاني پروسس شرکتونه شتون لري چې اوس مهال د نړۍ مختلفو هیوادنو ته صادرات لري او همدارنکه په زرګونه هیوادوالو ته یې کاري بوختیا پېدا کړې.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

الما افغان

الما افغان ننګرهار میشتې لیکواله او د حقوقو د څانګې محصله ده