د شوال شپږ نفلي روژې؛ د علماوو نظریات او د نیولو ثواب یې

شوال د هجرې قمري کال لسمه میاشت ده. دا میاشت په رمضان پسې سمه راځي، مسلمانان په کې اختر لمانځي او د حج لومړی میاشت ده.
په اسلامي تاریخ کې په دې میاشت کې ډېرې مهمې پېښې شوي دي، الله تعالی هر مسلمان ته چې د رمضان خواږه یې څکلي دا فرصت ورکوي چې نور هم خپل خدای ته نېږدي شي، نو د شوال د میاشتې شپږ روژې يې د لا زیات ثواب لپاره مسلمانانو ته د ډالۍ په شکل ورکړې دي، د دې  ورځو د روژو په نیولو کې ډېر ثواب دی، دا چې مسلمان د رمضان په میاشت کې په ځينې وخت کې د خپلو خواهشاتو او شهوتنو پر وړاندې کمزوری کېږي، یو دم بیا د نفس تر برید لاندې راځي، ګناه کوي، نو الله تعالی مسلمانانو ته د شوال دغه ډالۍ ورکړې ده، څو هغه کمی او کاستي چې په رمضان کې ترې شوې په دې سره پوره کړي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:
(إنَّ أوَّلَ ما يحاسبُ النَّاسُ بِه يومَ القيامةِ من أعمالِهمُ الصَّلاة قالَ يقولُ ربُّنا جلَّ وعزَّ لملائِكتِه وَهوَ أعلمُ انظروا في صلاةِ عبدي أتمَّها أم نقصَها فإن كانت تامَّةً كتبت لَه تامَّةً وإن كانَ انتقصَ منها شيئًا قالَ انظُروا هل لعبدي من تطوُّعٍ فإن كانَ لَه تطوُّعٌ قالَ أتمُّوا لعبدي فريضتَه من تطوُّعِه ثمَّ تؤخذُ الأعمالُ علَى ذاكُم.)
د قیامت په ورځ به له خلکو سره لومړی د لمانځه حساب کېږي، الله به ملائکو ته ووايي:
او هغه به په خپله بنده ښه پوهیږي ـ  زما دبنده لمونځ وګورئ، پوره يې کړې که نه؟  که پوره وي پوره به ورته ولیکل شي، که یې کم کړی وي،  بیا به ورته ووايي، زما د بنده نوافل وګورئ، که يې لرل، نو دا لمونځ ورپوره کړئ.
نو که د رمضان په روژو کې کوم نقصان راغلی وي، د شوال په روژو به يې خدای پوره کړي.
د شوال د شپږو روژو د حکم په اړه د علماوو اختلاف دی، حنبلیان وايي، د شوال روژې مستحب دي، که پرلپسې هم نه وي، مالکیان د دې روژو نیول مکروه ګڼي، دوی وايي:
دا وېره ده چې په رمضان پسې به داسې څه وتړل شي چې له هغې څخه نه وي، دوی استدلال کوي چې امام مالک وايي، هېڅ کوم عالم او فقیه نشته چې دا روژې دې نیولي وي، خو که يو څوک يې پټې ونیسي، او پرلپسې نه وي، د اختر نه وروسته وي بیا يې کراهیت له منځه ځي.
ـ شافعیان وايي، چې د شوال شپږ روژې مستحب دي، امام شافعي وايي، دا باید پرلپسې ونیول شي، امام مالکیان وايي په اختر پسې دې متصل ونه نیول شي.
ـ حنبلیان وايي، هېڅ فرق نه کوي که پرلپسې ونیول شي او که پرلپسې ونه نیول شي، امام ابو حنیفه رحمه والله وايي، ښه خبره دا ده چې پرلپسې ونه نیول شي.
نو جمهور علماء د شافعي، حنبلي او ځينې مالکي علماو په ګډون وايي؛ د دې روژو نیول مستحب دي، دوی ابو ایوب الانصاري په حدیث استدلال کړی دی:
(صيامُ شهرِ رمضانَ بعشرةِ أشهرٍ ، وصيامُ ستةِ أيامٍ بعدَهُ بشهرينِ، فذلكَ صيامُ السنةِ)،[٤]
د رمضان میاشتې روژه د لسو میاشتو معادل ده، او له هغې وروسته شپږ روژې په دوه میاشتو حسابیږي، او په دې سره ټول کال روژه کیږي.)
یوه نیکې د الله په نزد په لسو حسابیږي، یوه میاشت روژه په لسو میاشتو روژو حساب شوه او شپږ ورځې په شپيتو ورځو یعني دوه میاشتو حساب شوه نو دولس میاشتې شوې.

د ښځو اړوند ځینې پوښتنې:

ـ ځینې پدې ګمان دي، خصوصاً ښځې، کومې چې د حیض یا نفاس په موده کې د رمضان روژې خوري، ” چې د شوال په میاشت کې قضایي روژې راګرځول؛ هم خرما او هم ثواب دی ” یعني هم مو قرض ادا کېږي او هم راته د شوال ثواب حاصلېږي. چې دا د حدیث د روح سره په ټکر کې ده، حدیث کې صریح ویل شوي، چې لومړی د رمضان روژې او بیا ورپسې د شوال، یعني که چا د رمضان روژې نه وي پوره کړې، نو اول دې د رمضان (قرض) پوره او بیا ورپسې د شوال روژې ونیسي.
ـ که بلفرض چا دیرش واړه د رمضان روژې خوړلي وي، نو که یې د شوال میاشت کې راوګرځولي یوازې د رمضان قرض یې ادا کړی دی، نه د شوال.
ـ بله پوښتنه، که یو څوک وغواړي، چې اول د شوال نفلې روژې ونیسي (چې میاشت ترې تېره نشي) او بیا ورپسې خپلې قضایي، نو دا هم د حدیث خلاف ده، ځکه اول به خپلې د رمضان راګرځوي بیا د شوال،که میاشت پرې تمام شوه، نو د شوال نفلې ترې لاړې، یوازې خپلې د رمضان قضاء به یې راګرځولي وي.

ایا ښځه د میړه په شتون کې د هغه د اجازې پرته نفلې روژې نیولای شي؟

عن أبي هريرة رضي الله عنه أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال لا يحل للمرأة أن تصوم وزوجها شاهد إلا بإذنه
 د ابو هریره رض څخه روایت دی بیشکه رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: د میړه د شتون په صورت کې د هغه له اجازې پرته (نفلې) روژې نیول د ښځې لپاره روا ( جایز) نه دي.
فواید: روژه الله تعالی ته د نږدیکیت ذریعه او صالح عمل دی لیکن، څرنګه چې د ښځې سره د میړه حقوق تړل شوې دي، نو میړه هر وخت کولای شي له ښځې څخه د خپلو حقوقو پر ځای کولو مطالبه (غوښتنه) وکړي، ځکه روژه د ځینو حقوقو پر ځای کولو مخه نیونکي یا ترې منع کوونکي ده، نو په همدې خاطر کله چې میړه په کور کې وي او ښځه نفلې روژه نیسې له میړه څخه به پوښتنه کوي؛ که اجازه یې ورکړه، روژه به نیسې او که یې اجازه ورنه کړه نه به یې نیسې، مګر په فرض روژه او د نورو فرایضو په ادا کولو کې له میړه څخه د اجازې غوښتلو هېڅ ضرورت نشته دی.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
① صحیح البخاري “النکاح، باب لا تأذن المرأة في بیت زوجها….، حدیث ۵۱۹۵.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.




اروپايي ټولنه: افغانستان کې د طالبانو لخوا د زور حکومت په رسمیت نه پېژنو

by عاقله اسد in افغانستان

اروپايي ټولنه وايي دوی په افغانستان کې د زور له لارې رامنځ ته کېدونکی حکومت په رسمیت نه پېژني. د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نکلسون په تازه مرکه کې ویلي دوی ... نور ولولئ