شاه رخ خان ولې اوس زیاتو فلمونو کې کار نه کوي؟

د هندي سینما مشهور فلم ستوری شاه رخ خان چې د بالیوډ په باچا هم مشهور دی، په دې غږېدلی چې ولې اوس په زیاتو فلمونو کې کار نه کوي او یوې لنډې مودې راهیسې نادرکه دی.
د رپوټونو له مخې شاه رخ خان د فلم زیرو د ناکامېدو وروسته په ډېرو فلمونو کې د کار کولو لپاره زړه نه ښه کوي.
ایکسپریس نیوز د هندي رسنیو له قوله ویلي، چې د هندي سینما دغه مشهور ستوري رسنیو سره په زیاتو فلمونو د کار نه کولو په لاملونو خبري کړي. ده ویلي چې نه ورته په کوم فلم کې د کار کولو وړاندیز شوی او نه هم په کوم فلم کې د اوس وخت لپاره کار کوي.
د شارخ په خبره چې په نارمل ډول سره د یوې پروژې د شوټینګ د ختمولو وروسته په دویمې پروژې باندې کار شروع کیږي.
د هندي سینما دغه مخکښ ستوري زیاته کړې چې فلم (زیرو) له ننداره کېدو وروسته درې یا څلور میاشتو پورې د بل فلم په لټه کې وه خو په خبره یې اوس کومه اراده نه لري چې په کوم فلم کې کار وکړي.
دی زیاتوي چې زړه یې اجازه نه ورکوي څو ژر د فلم نړۍ ته بېرته راشي او نور فلمونه ډک کړي.

شاه رخ خان وایي داسې پلان یې نیولی چې د یوه مودې لپاره وخت ځانته ځانګړی کړي، تر څو فلمونه وګوري، کیسې یې واوري او کتابونه ولولي.
شاه رخ خان دا هم ویلي چې د لور زده کړې یې جریان لري په داسې مهال چې زوی اریان یې تقریبا زده کړې پوره کړي دي او په خبره یې چې همدا لامل دی غواړي زیات وخت خپلې کورنۍ ته هم ورکړي.
څه موده وړاندې داسې خبرونه هم خپاره شوي وه چې په ډان فلم کې به یې هم ځای بل فلم لوبغاړی ونیسي.