فبروري 27, 2021

د هند حکومت شاه رخ خان ته د افتخاري دوکتورا ورکړه ونه منله

د هند حکومت د دغه هېواد د یوه پوهنتون سره نه ده منلې چې د بالیوډ باچا شاه رخ خان ته دې افتخاري دوکتورا سند ورکړي.
د هند یوه پوهنتون جامعه اسلامیه ادارې غوښتل چې شاه رخ ته د دوکتورا تعلیمي درجې افتخاري سند ورکړي، خو د هند حکومت وایي نوموړی لا له وړاندې له یوه بل پوهنتون څخه د دوکتورا دغه ډول سند لري، نو نه شي کولی چې بیا ځلي یې واخلي.
ایکسپریس نیوز د هندي رسنیو له قوله وایي جامعه اسلامیه غوښتل چې خپل پخواني زده کړیال او د بالیوډ باچا شاه رخ خان ته د هند سینما او کلتور په برخه کې د ښه خدمت له امله عزت ورکړي او یوه افتخاري سند په همدې مناسبت ورته ورکړي.
د معلوماتو له مخې کله چې دغې ادارې دا وړاندیز د هند حکومت ته وکړ نو هغوی د جامعه اسلامیه دغه وړاندیز نه دی منلی او ویلي دي چې شاه رخ خان تر دې وړاندې د یوې تعلیمي ادارې د دوکتورا افتخاري سند لري او نه شي کولی چې یو ډول دوه سندونه دې یو شخص ته ورکړل شي.
د معلوماتو له مخې، شاه رخ خان په ۲۰۱۶ کال د مولانا ازاد نړیوال اردو پوهنتون څخه د دوکتورا یو افتخاري سند لري.
ایکسپریس نیوز پاکستانۍ خبري ویبپاڼې لیکلي، چې په هندوستان کې داسې کوم اصول نشته چې یو کس دې د یو څخه د زیاتو افتخاري سندونو څخه منع کړي.
د دوې د رپوټ له مخې تر وړاندې څو هندي سیاینسپوهانو او نورو پوهانو څو څو افتخاري دوکتورا سندونه اخیستي دي.
د یادولو ده چې شاه رخ خان د جامعه ملیه اسلامیه کې د ماسټرۍ کچې پخواني زده کړیال وه مګر د ځینو مشکلاتو له امله یې ونشو کولی چې په خپل وخت حاضري ورکړي او د کمې حاضرۍ له امله یې ونشو کولی په پای ازموینو کې برخه واخلي.