فبروري 26, 2021

هنديانو شاه روخ خان پسې راخیستې؛ وایي پاکستان ته یې پیسې لیږلي

د هند او پاکستان په دښمنې کې دا ځل هندیانو شاه رخ خان پسې راخیستې او تور يې پرې پورې کړی چې نوموړي کروړونه روپۍ پاکستان ته استولي دي.
د هندي سینما مخکښ فلم ستوری شاه رخ خان ته هندیان په دې هم غوسه دي چې ولې یې پاکستان اړوند تر اوسه سختې خبرې نه دي کړي.
د ټولنیزې مېډیا کارونکي تر منځ یوه ويډیو لاس په لاس کیږي چې په کې دعوه کیږي شاه رخ خان د پاکستان د یوې پېښې د اغیزمنو شویو سره ۴۵ کروړه روپۍ مرسته کړې ده.
د دغه ویډیو د خپرېدو وروسته هندیانو د بالیوډ باچا شاه رخ خان پسې ډېرې لیکنې کړي سختې خبرې یې ورته کړي دي.
هند کې د ټولنیزې مېډيا کارونکي وایي د پلوامه له برید وروسته کله چې د امیتاب بچن او سلمان خان په شمول زیاتو فلم ستورو او هنرمندانو سخت غبرګونه وښودل، داسې مهال شاه رخ خان پیسې پاکستان ته استولي دي.

هندیان وایي چې شاه رخ خان تر اوسه په د پلوامه برید د قربانیانو سره خوا خوږي او همدردي هم نه ښوولې.
ځينې هندیانو لا په خپلو پاڼو لیکلي: که موږ هندوان د شاه رخ خان فلم ونه ګورو نو ۴۵ کروړه څه چې ۴۵ روپۍ به هم پاکستان ته ونشي لېږلی.
خو په عین حال کې ویل کیږي چې شاه رخ خان د پلوامه برید قربانیانو ته هم د مرستې په موخه پیسې لیږلي
بل لور ته:
پاکستاني رسنۍ وایي د هندیانو لخوا خپرېدونکي ویډیو ګانې پخوانۍ دي.
ایکسپریس نیوز خبرې ویپ پآڼې په خپل خبر کې لیکلي چې د پاکستان سره میني هندیان دومره ړانده کړي چې د شاه رخ خان د ۲۰۱۷ کال ویډیو خپروي او پر نوموړي تورونه پورې کوي چې پاکستان ته یې پیسې استولي دي.

کوپټیل؛ په نړیوالو شل اوریزه سیالیو کې زیاتې شپږیزه وهونکی لوبغاړی

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

لیکنه: محمدصابر حمیدي   د نیوزیلنډ د کرکټ ملې لوبډلې پیلیز لوبغاړي مارټین کوپټیل د اسټرالیا په وړاندې لوبه کې په ۵۰ توپونو ۹۷ منډې وکړې، چې ۸ شپږیزې او ۶ بیا څلوریزې شاملې وې. ... نور ولولئ