شاه روخ او سني دیول له کلونو راهیسې نه دي غږیدلي؛ لامل یې دلته ولولئ

دهندي سینما د فلم په ډګر کې د لوبغاړو تر منځ د یوه بل سره جنګ او جګړې کومه حیرانوونکې خبره نه ده خو دا دوه فلم لوبغاړي هم شته چې د یوه بل سره د جنګ وروسته یې کلونه له یوه بل سره خبرې نه دي کړي.
دغه دوه فلم لوبغاړي د بالیوډ کینک شاه رخ خان او سنی دیول دي، چې د یوه بل سره یې د ۱۹۹۳ ميلادي راهیسې د کامیاب فلم (ډر) نه وروسته نه کار کار کړی او نه هم خبرې.
د دوي په تړاو ویل کیږي چې هغه مهال یې د ډر فلم د شوټینګ پر مهال د یوه بل سره جنګ کړی وه او تر هغې وروسته یې د یوه بل سره هېڅ ډول اړيکه نه ده ساتلې.
د دغه دواړو تر منځ د جنګ لامل تر اوسه هم هېچاته نه دي معلوم او نه هم دغه فلم لوبغاړو په دغه تړاو خبرې کړې وې .

خو د دومره ډېرو کلونو له تېرېدو وروسته اداکار سني دیول په یوه مرکه کې د شاه رخ خان سره د جنګ په تړاو خبرې کړي دي.
دغه ۶۲ کلن فلم ستوري سني دیول په خپله مرکه کې ویلي چې د ډر فلم د شوټینګ پر مهال چې کله یې یو سین ثبتولو نو تر منځ یې خبرې راغلي دي.
سنی دیول وایي د فلم دا سین داسې وه چې شاه رخ خان په پرده د چاقو برید کوي د ده په خبره چې په همدغه برخه باندې یې د دغه فلم د لارښود یش چوپړا سره خبرې راغلي او غوښتلې یې ویې پوهوي چې دی یو کمانډو عسکر دي او رول یې هم ډېر پياوړی دی نو څنګ یو عام کس پر ده د چاقو په دومره اسانۍ ګذار کولی شي؟ د هغه په خبره چې د ده خپله دغه سین خوښ نه شو.
سني دیول زیاته کړې ده چې یش چوپړا او شاه رخ خان دواړه د فلم په ځای کې له ده وېرېدل ځکه په خبره یې چې هغوی پوهېدل چې دی سم وایي.
د هغه سین په تړاو فلم ستوري دیول ویلي چې یش چوپړا ورڅخه مشر و او احترام یې ورته لره نو  په دې خاطر یې د دغه صحني د ډکولو پرېکړه وکړه خو په وینا یې وروسته یې بیا تر منځ راغلې خبرې هېرې کړې خو په خبره یې چې دا خبرې یې له یاده تر اوسه ونه وتلې.
شاه رخ خان سره د څو کاله اړیکې نه ساتلو په تړاو سني دیول ویلي چې داسې نه ده چې خبرې یې نه دي ورسره کړي، په خبره یې چې د زیاتو سره اړیکه نه ساتي نو همدا لامل وه چې ډیر وخت له شاه رخ خان سره مخ شوی ه دی، نو خبرې یې هم ورسره نه دي کړي.
د یادولو ده چې په فلم ډر کې د شاه رخ خان منفي رول تر اوسه هم د نوموړي په لوبیز ژوند کې یو بهترین کردار یادیږي.