مارچ 6, 2021

د چټک توپ اچونکي شاپور ځدران نن کلیزه ده!

Advertisements

د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې چپ لاستی چټک توپ اچونکی شاپور ځدران نن د جولای میاشتې په ۸مه نېټه ۳۳ کلن شو.
افغان کرکټ بورډ پر خپلې رسمې فیسبوک پاڼې هغه ته د کلیزې مبارکې ورکړې او ددې ترڅنګ یې ویلې، چي افغان لوبډلې د ۲۰۱۵م په خپل لومړني نړیوال جام کې د نوموړې د څلوریزې پر مټ د سکاټلنډ پر وړاندې لومړنۍ بریا خپله کړې وه.
شاپور ځدران د ۱۹۸۷م کال د جولای میاشتې په ۸مه نېټه د هیواد په لوګر ولایت کې زېږېدلی.
۳۳ کلن شاپور ځدران ۱۱ کاله مخکې په ۲۰۰۹م کې د افغان کرکټ ملې لوبډلې سره یو ځای شو.
له ملې لوبډلې سره تر یوځای کېدو ورسته هغه ۴۳ یو ورځنۍ، ۳۲ شل اوریزه، ۸ فرسټ کلاس او ۵۵ بیا لست اې لوبې ترسره کړې دي.

شاپور ځدارن په یو ورځنیو لوبو کې ۴۳، په شل اوریزه لوبو کې ۳۱، په فرسټ کلاس لوبو کې ۱۶ او لست اې لوبو کې یې بیا ۵۷ ویکټې اخیستې دي.
په یو ورځنیو لوبو کې یې تر ټولو ښه توپ اچونه د ۲۴ منډو په ورکولو سره د ۴ لوبغاړو سوځول دي او د دې ترڅنګ یې بیا شل اوریزه لوبو کې ښه توپ اچونه د ۹ منډو په ورکولو سره د دوو لوبغاړو سوځول دي.
د افغانستان د کرکیټ ملي لوبډلي تېز توپ اچونکی شاپور ځدران هغه لوبغاړی دئ، چي د افغان کرکیټ ملي لوبډلي لپاره یې په لومړۍ نړیواله شل آوریزه لوبه کي لومړۍ ویکیټه اخیستې!
افغان کرکیټ ملي لوبډلي خپله  لومړۍ نړیواله شل آوریزه لوبه په ۲۰۱۰م کال کي د ایرلینډ په وړاندي ترسره کړې وه.
د کرکیټ بورډ د معلوماتو له مخي په هغه لوبه کي د افغانستان لپاره د توپ اچوني په برخه کي لومړی شاپور ځدران وو، چي لومړی توپ او لومړی آور یې ترسره کړ.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




ډهوني يو ځل بيا د مينوالو په منځ کې

لیکوال: مدثر دعوت - برخه : روغه سټه

Advertisements مهندرا سينګ ډهوني د راتلونکي پړاو هندوستان پريمرليګ لپاره چمتوالی ښودلی دی. نوموړی د چينای ښار ته رسېدلی دی او د مارچ په نهمه نېټه به د خپلو نورو ملګرو سره تمريناتي کمپ پيل ... نور ولولئ