ژوند لیک؛ چټک توپ اچونکی شاپور ځدران وپېژنئ

لیکنه: عبدالله عادل
شاپور د افغانستان په کرکټ کي هغه نوم چي ددې هیواد  تقریباً هر شخص یې له نوم سره اشنایي لري ، نوموړی کیڼ لاسی نیمه چټک توپ اچوونکی دی .
د توپ اچوني پر مهال د هغه غوسه ناکه څېره ، لوړه ونه ، د هغه ګڼ او جذاب ورېښتان ، د توپ اچوني ځانګړی انداز او په کیڼ لاس چټک توپونه چي پکښي ښه بونس هم شتون لري د هغه ځانګړتیاوي دي .
شاپورد توپ اچوني پر مهال غوسه وي او طبعاً چټک توپ اچونکی باید سخت ښکاره سي تر څو پر وړاندي ولاړ توپ وهونکی تر فشار لاندي وساتي او په هغه کومه غلطي ترسره کړي ، خپله شاپور هم وایي چي تل د توپ اچوني پر مهال غوسه وي.
شاپور د ۱۹۸۵ کال د مارچ میاشتي پر ۷ نېټه د افغانستان په لوګر ولایت کي زېږېدلی دی.

افغان کرکټ ملي لوبډله کي :
۳۲ کلن شاپور د افغانستان کرکټ لوبډلي ته په ۲۰۰۳ کال د چترال لوبډله پر وړاندي لوبي ته راستون سو ،او لوبډلي ته يې نړیوال راتګ په ۲۰۰۴ کال کي د عمان لوبډلي پر وړاندي لوبه کي وکړ .
په ۲۰۰۷ کال کي هغه خپله لومړۍ لیسټ اې لوبه د بدوریلایا کرکټ کلب په ګټه د چیلو مارینس کرکټ کلب پر وړاندي په سریلانکا کي ترسره کړه.
په همدا ۲۰۰۷ کال کي هغه د افغانستان لوبډلي لپاره خپله لومړۍ شل اوریزه لوبه د اې سي سي (ACC)شل اوریزه کپ پر مهال د قطر خلاف ترسره کړه .
ځدران همدا ډول د هغه افغان لوبډلي برخه وو چي له ۲۰۰۸ کال څخه یې تر ۲۰۰۹ کال پوري نړیوال کرکټ لیګ پنځم ، څلورم او دریم ډیوېژن وګاټه چي دا بریا دوهم ډیوېژن ته لار پرانسته چیري افغان لوبډلي د ۲۰۰۹ کال ای سي سي نړیوال کپ د لارموندني لوبو ته لار پیدا کړه او هلته د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي د یو ورځنیو لوبو امتیاز ترلاسه کړ.
په ۲۰۰۹ کال کي شاپور د افغانستان لپاره خپله لومړۍ فرسټ کلاس لوبه ترسره کړه چي دا لوبه په نړیوال کپ کي د زیمبابوې ۱۱ کسیزي لوبډلي پر وړاندي وه .
همدا راز شاپور د افغانستان لپاره خپله لومړۍ یو ورځنۍ لوبه د نیدرلنډ لوبډلي پر وړاندي په ۲۰۰۹ کال کي ترسره کړې چیري چي نوموړي په ۱۰ اورونو کي ۲۴ منډي ورکړې او څلور ویکټي یې ترلاسه کړې خو ددې سره افغانستان هغه لوبه په ۸ منډو بایلوده.
وروسته د ۲۰۰۹ کال په نومبر کي هغه د اې سي سي (ACC) شل اوریزه کپ پر مهال د افغان لوبډلي برخه وو کومي لوبډلي چي د یادو سېالیو اتلولي خپله کړه، په ۲۰۱۰ کال کي هغه د ایرلینډ خلاف خپله لومړۍ نړیواله شل اوریزه لوبه ترسره کړه ، له دې وروسته د ۲۰۱۰ کال په فبروري میاشت کي نوموړی د ای سي سي نړیوالو شل اوریز کپ ته د لارموندني په سېالیو کي د اتلولۍ پر مهال د افغان لوبډلي برخه او کلیدي لوبغاړی وو.
شاپور ځدران همدارنګه د ۲۰۱۲ کال نړیوال شل اوریز جام پر مهال د افغان لوبډلي برخه وو .
تجارتي لوبي
شاپور په ۲۰۱۳ کال کي  د بنګلدېش په تجارتي لیګ کي د خولنا رویال بنګال لوبډلي په ګټه ولوبېد ، که څه د شاپور لوبډله بریالۍ نه وه خو نوموړی پکښي ښه وځلېد او د خپلي لوبډلي تر ټولو اغېزمن توپ اچونکی وو چي لوبډلي ته یې شپږ ویکټي په داسي حال کي ترلاسه کړې چي د منډو ورکولو اوسط یې شپږ وو.
یو ورځنۍ نړیوالي لوبي :
شاپور د افغان کرکټ ملي لوبډلي لپاره تر دا مهاله ۴۴ یو ورځنۍ لوبي ترسره کړي چي یادو لوبو کي یې ۴۳ ویکټي ترلاسه کړي ، غوره توپ اچونه یې د ۲۴ منډو په ورکړي سره د څلورو لوبغاړو اوټ کول دي ایکانمي یې څه باندي ۴ ده .
همدا راز په یو ورځنیو لوبو کي ۶۷ منډي هم جوړي کړي چي پکښي ۵ څلوریزي او ۳ شپږیزي شاملي دي.
شل اوریزه نړیوالي لوبي :
شاپور ځدران د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي لپاره په ټولټال ۳۴ شل اوریزو نړیوالو لوبو کي برخه اخیستې چي پکښي یې ۳۵ ویکټي ترلاسه کړي او غوره توپ اچونه یې د ۴۰ منډو په ورکړي سره د دریو لوبغاړو اوټ کول دي.
فرسټ کلاس لوبي :
چټک توپ اچونکي شاپور په نهه فرسټ کلاس لوبو کي ۱۷ ویکټي ترلاسه کړي چي غوره توپ اچونه یې د ۲۸ منډو په ورکولو سره د څلور لوبغاړو اوټ کول دي.
لیسټ اې لوبي :
شاپور په ۵۶ لیسټ اې لوبو کي توپ اچونه کړې چي پکښي یې ۵۷ ویکټي ترلاسه کړي او غوره توپ اچونه یې د ۲۴ منډو په ورکولو سره د څلور لوبغاړو اوټ کول دي.
دا چي شاپور ډیري ویکټي ندي ترلاسه کړي یو لامل یې په پرلپسې ډول په ملي لوبډله کي د هغه نه لوبېدل دي .
شاپور په کوردننه او دباندي په خپلي جذابي څېري او انداز سره زیات شمېر مینوال موندلي او کله چي یې په ۲۰۱۵ نړیوال جام کي د سکاټلنډ خلاف په سخته لوبه کي د بریا څلوریزه ترسره کړه نور یې هم د مینوالو په زړو کي ځانته ځای خپل کړ.
 

وروستي مطالب