سپورټ کرکټ وزش او تمرین

په شپږیزه کرکټ لیګ کې د لوبډلو تازه نوملړونه

لیکنه: محمدصابرحمیدي

تېره شپه د شپږیزه کرکټ لیګ اووم پړاو لپاره د لوبغاړو د پېرلو مراسم ترسره شوه، چې پکې شپږ واړه ګډونوالو لوبډلو لوبغاړي واخیستل او لوبډلې یې بشپړې شوې.

افغان کرکټ بورډ وايي، چې هرې لوبډلې دا حق درلود، چې له پخوا یو ـ یو لوبغاړي له ځان سره وساتي او وروسته یې بیا ۱۶ لوبغاړي د پنځه کټګوریو په اساس وپېرل.

په کټګوریو کې د لوبغاړو قیمت

ایکن کټګورۍ کي ۵۵۰ زره افغانۍ، ډایمنډ کټګورۍ کي ۳۶۰ زره افغانۍ، پلاټینیم کټګورۍ کې ۲۰۰ زره افغانۍ، ګولډین کټګورۍ کې ۱۲۰ زره افغانۍ او سیلور کټګورۍ کې بیا د هر لوبغاړی قیمت ۷۵ زره افغانۍ وو.

کټګوریو کې د لوبغاړو شمېر

ایکن کټګورۍ کې یو، ډایمنډ کټګورۍ کې ۲، پلاټینیم کټګورۍ کې ۳، ګلډن کټګورۍ کې ۴ او سیلور کټګورۍ کې بیا ۶ لوبغاړي هرې لوبډلې ځانته پېرلای شول.

تېر کال څخه هرې لوبډلې یو یو لوبغاړی ساتلی وو

بُست لوبډلې ګلبدین نایب، میس عینک محمدنبي عیسی خېل، کابل بازان سمیع الله شینواری، سپین غر نجیب الله ځدران، امونهنګان جمع ګل میاخېل او بندامیر بیا راشدخان ساتلی وو.

ایکن کټګورۍ کې پېرل شوي لوبغاړي

بندامیر اصغر افغان، کابل بازان رحمن الله ګربز، میس عینک شهزادمحمدي، امونهنګان جاویداحمدي، قیس احمد سپین غر او بُست بیا کریم جنت واخیست.

د لوبډلو نوملړونه

 

بُست لوبډله

ګلبدین نايب، کې بیا کريم جنت، رحمت شاه، حمزه هوتک، احسان جنت، سيد احمد شېرزاد، شفيق الله غفاري، منير احمد کاکړ، طاهر عادل، سليم ساپى، وقار الله اسحاقزى، عمران جنت، نثار وحدت، محمد عالم، غلام دستګير، نصيب الله شيردلي او ضيا الحق عيسی خېل شامل دي.

بند امیر

راشدخان، اصغر افغان، شرف الدين اشرف، حميد حسن، ابراهيم ځدراڼ، حضرت الله ځاځى، طارق ستانکزى، ميروېس اشرف، وقار سلامخېل، عثمان غني، ناصر جمال، محمد سردار، ابراهيم عبدالرحيمزى، وفادار مومند، اکرام عليخېل، عمران مير او پروېز امين.

میس عینک

محمد نبي، محمد شهزاد، نجيب الله ترکى، حشمت الله شهيدي، شاهدالله کمال، نور احمد لکڼوال، عبدالرحمان، صديق الله پاچا، دولت ځدراڼ، ابراهيم خان، افسر ځاځى، بهار علي شينوارى، عابد تڼيوال، عبدالله مزاري، عبدالباقي پوپل، جمشېد خان او غمى ځدراڼ.

امو نهنګان

جاوېد احمدي، جمعه ګل مياخېل، يمين احمدزى، فريد ملک، عبدالوصي نوري، دروېش رسولي، شوکت زمان، باطن شاه، نصرت الله قرېشي، مراد علي مراد، حيات الله ناصري، يوسف ځاځى،

کابل بازان

رحمان الله ګربز، سميع الله شينوارى، مجيب الرحمان، نوين الحق، عظمت الله عمرزى، رياض حسن، فرمان الله ساپى، ضيا الرحمان اکبر، صديق الله اتل، ضيا الرحمان شريفي، يونس احمدزى، اسحاق رحيمي، احسان الله احسان، عبدالله نايب، رحيم منګل، نجات مسعود او رحمان الله ځدراڼ.

سپين غر

نجيب الله ځدراڼ، قېس احمد، افتاب عالم، کريم صادق، شبير نوري، فضل ځاځى، ظاهر خان پکتين، وحيد الله شفق، عبدالله عادل، مسلم موسى، ناصر عمر، رحمت الله سهاک، پروېز ملکزى، بهير شاه محبوب، زبېد اکبري، ظاهر شهزاد او مجيد عالم.

د شپږیزه کرکټ لیګ اووم پړاو د راتلونکې سیپټمبر میاشتې په ۶مه نېټه پيلیږي او د یادې میاشتې تر ۱۶مې نېټې پوري به دوام وکړې.

ددې سیالیو مهالوېش

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړی پر دې سربیره د کندهار پوهنتون د ښووني او روزنې پوهنځی د پښتو څانګې د څلورم کال محصل دی او د ” زما“ راډیو خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ