ادبیات

شمسزی د طبیعت او مینې شاعر

طبیعت د شاعرۍ ستره سرچینه ده له پخوا راهیسې شاعرانو په خپلو شاعریو کې د طبیعت انځورګرې کړې ده، خو د رومانټیزم منډپالو شاعرانو دا چاره په بشپړ بریالیتوب سره تر سره کړې ده چې د لارې مشعل یې د روسو هماغه انقلابي ناره وه چې بیرته د طبیعت په لوري وګرځئ. د حسن یو تعریف دادی چې بې غرضه خوشالي دروبښي د انساني ښکلا په برخه کې موږ بې غرضه نه یو خو د طبیعت د ښکلا خوشالي بې غرضه وي، بله دا چې طبیعت د هر چا خوښيږي ستوري، سپوږمۍ، ځنګلونه، ابشارونه، جهیلونه، غرونه، ګلونه، کروندې او نور به د چا نه خوښيږي؟

بله خبره داده چې انسان د خلقت راهیسې په طبیعت کې وسیږي نو دا یې د لاشعور برخه ده له پیله یې په کې کور کلی کړی دی نو همدغه یې لامل دی چې طبیعت د هرچا خوښیږي. په انګریزي ادب کې ورډز ورت د طبیعت انځورګر بلل کیږي خو په اوسنیو پښتنو شاعرانو کې د شمسزي صیب په شاعرۍ کې طبیعت ډیر انځور شوی د هغه په غزلو کې هم د طبیعت انځورګری شته خو ددې کتاب نیمايي برخه چې نظمونه دي نږدې ټول یې د طبیعت رنګینې هندارې دي. د طبیعت ښکلا تلپاتې ده او د انساني ښکلا د معیارونو په څیر یې وخت په وخت معیار نه بدلیږي او هر مهال د هرې جغرافیې هر نسل ته یو راز سرور وربښي.
خو ښاغلي شمسزي طبیعت یوازې د رومان لپاره نه دی غوره کړی بلکې د هیواد د غمیزې هنداره یې ترې جوړه کړې او دا یې جوته کړې چې جګړې پر طبیعت څه راز اغیز کړی دی.

شاعر چې ددنیا شور وشر ډیر ستړی کړی دی ددمې ځای یې د خپل وطن ښکلی طبیعت دی د یو نظم سرلیک یې دی (هلته چې جملې او کلمې د انسان خوی لري) دا نظم تر پایه د طبیعت پر اړه دی یوازې څو مصرعې یې د بیلګې په ډول را اخلو:

ځمه چې خوبونه مې د شعر رڼې هندارې کړم
ځمه چې له پښو سره پُخلا د کلي لارې کړم
ځم چې یو ځل بیا مې سر د غره په اوږو کېږدمه
لاس مې تر سهاره د سپوږمۍ ګریوان کې پرېږدمه

یاد به خړې دښتې ته تصویر د شین ځنګل کړمه
بیا به اننګي د څو یارانو تیږو ښکل کړمه
ځم چې له شپیلۍ سره غزلې دکلمه کړمه
ځم چې د سیند غاړه کې دا ستړی زړه دمه کړمه

وخت یې دی چې درمند کې راټول غنم سندرې کړم
ګډ یې په مسرو کې د حجرې، جومات خبرې کړم
ځمه چې د توت ونه له تاک سره پخلا کړمه
لمونځ د ویاله غاړه کې په خړ څادر ادا کړمه

د لاروی (۲) تر سرلیک لاندې د طبیعت په هنداره کې د وطن تیر مهال په شهکار ډول انځوروي د وطن تیر جنتي مهال ورسره غوټه کوي او د نن حالت یې بیانوي وايي په موسکیو غرونو د اسمان ستوري وریدل، لمر په سجده و او جومات او ښوونځی خور او ورور و، په چینو کې اسمانونه پراته وو او د کوترو وزرونه له غشو نه ډاریدل. دا شهکار انځورونه د شاعر د نظم په دې شهکاره برخه کې ولولئ.

لارویه مخامخ ګورې دا غرونه
په دې غرونو کې موسکي وو ځنګلونه
هره شپه پرې اورېدل د اسمان ستوري
هر سهار د بلبلانو تکبیرونه

لمر به دلته په رکوع او په سجده و
خور او ورور وو ښوونځي او جوماتونه
په لهجه د ګل یو بل سره خبرې
او د عشق تر باران لاندې سبقونه

د سیند غاړو کې د ژوند شنه سرودونه
کروندې وې او لوونه غوبلونه
هاغو شګو کې به مونږ کول لمونځونه
ان تر خدایه به مو وکړل پروازونه
هر یو رود به له مستۍ وهل ټوپونه
ماتېدل یې نه په تېږو کې موجونه
په چینو کې مو پراته وو اسمانونه
رسېدل مو په کې ستورو ته لاسونه

دا کوترې دچم داسې وحشي نه وې
وېرېدل یې نه له غېشو نه وزرونه
غورځېدل نه لکه پاڼو غوندې زړونه
پېژندل نه چا بې رحمه توپانونه

لګولې به یې ډډه وه په تیږو
خطر نه و د رنځور نرګس ښکلا ته
لېدی نه شو چا د تاندو څانګو وینه
ټول مالت به شو خپه د ګل ژړا ته

اوس د سیند څپې له خپل ساحل ویرېږي
فاصله د ابادۍ او غره زیاتېږي
شنه چینه د ښامارانو دمه ځای شو
ستوري لرې کهکشان ته کډه کېږي

دلته څوک د بل په مرګ خوشاله نه و
هېڅ یو باغ بې موسیقۍ او ټاله نه و
دا ولس به و ساده بې حاله نه و
وطن داسې د غومبسو ځاله نه و.

د ځنګل مرثیه نومې نظم کې هم لوستی شئ چې د وطن د طبیعت جنتي چاپیریال څنګه دوزخي لمبو وسیځه.
ځنګل ته وايي ستا له سره هم لکه پیغله شین شال پریوت، له ابشاره دې کمڅۍ پریوتې او اوس مې ولي ګلونه نه ښکلوي، وايي په هوا کې د مرغانو سندرې هم نشته د غره چینه د کب قبر دی راځئ چې دا شهکاره مرثیه ولولو چې ډیر نوي ترکیبونه، نوي انځورونه او نوې خبرې لري.

د ځنګل مرثيه
بس د کلي غوندې ته هم بې پردې شوې
خدای خبر چې د چا سترګې در پسې شوې
لکه پېغله دې شین شال له سره پرېوت
لکه مور دې غېږ کې قتلې زمزمې شوې

ستا د ونو سترګې هم شوې نا ارامې
مخامخ یې له ابشاره کمڅۍ پرې شوې
چې زما تر تخیله به راتللې
مړې دې واړه سندریزې شنې ویالې شوې

اوس چې کله ستا د زړه کوڅه کې تېر شم
په کې نه اورم خرپا د وچو پاڼو
ښکلوي مې نه اوږې څانګې د ګلو
ګام په ګام اورم هجرت د خړو کاڼو

نه هوا کې شور ماشور وي د مرغانو
نه په لارو کې شیشنا د مست اسانو
شاوخوا ته کشهاری د پښو نه شته
هیرې شوي غرنۍ له لارویانو

ها چینه چې د غره سر نه خويېدله
په بیروچو په لاجوردو به شوه تېره
هغه اوس دیو مین کب هدیره ده
له تنزرو، له سیسیو نه شوه هېره

د مرغیو په مریو پسې ګرځي
شین ځنګل اوس د لېوانو پاچاهي ده
بې احساسه سپي په خپله رمه ګډ دي
چارچاپېره د دېوانو پاچاهي ده

له شنو پاڼو نه یې شنه نغمه ورکېږي
دغوټیو سرې موسکاوې ترورېږي
ځنګل مري د حادثو له اضطرابه
لکه کلی د سبا غم ته ځورېږي

د ریدۍ او د نرګسو وچکالۍ کې
اوس د ذهن مرغۍ کومې خوا ته یوسم
شنه نښتر له ژونده پرېوتل ځنګل کې
د غنمو تازه وږی چاته یو سم.

غره ته سفر نومې نظم د غره د انځور حکیمانه تعبیر او تفسیر لري څو قطعې یې لولو:
تر غونډۍ د ارغوانو هم لږ پورته
لویو لویو شنو غوزانو نه هم تېر شوم
لاندې کلي کې ویالې وچې ګرمي وه
پرون لاړم له یارانو نه هم تېر شوم

تېرېدم له شوره ډکو شنو درو نه
ځارېدم لکه مرغۍ یې منظرو نه
تصویرونه مې د ښار سترګو کې تت شول
ور کتل چې مې له دنګو دنګو غرو نه

مست ګلان د ونو منځ کې وو په منډو
ترانې یې ګرځېدې په پستو شونډو
لاروي ته به یې سترګې شولې موسکې
خوږ سلام یې ځلېده پر سپینو ټنډو

ویالې ډکې وې روانې له اوبونه
نه توبه! یخو شړومبو خامو شیدو نه
غاړې، غاړې یې د سپینو بتو ځالې
تخیل یې ډک له لېچو له بنګړو نه
ښکلا نومې نظم کې د شاعر تصور جانان، جانان ګرځیدلی دی ځکه خو د طبیعت په هره برخه کې د وحدتي الوجودي صوفي په څیر د هغه د ښلا جلوه ګوري لولو یې.

سبا به خامخا له تانه دا پوښتنه كوم
زه كه په كور كې كله ناست يم كه سارا كې يمه
د ژوند په هر واټ مې ستا ياد مخې ته ودرېږي
كه په تيارو كوڅو كې گرځم كه رڼا كې يمه

په نيمه شپه كې كه ځنگل ته كله ووځمه
چې د سپوږمۍ دمخ رڼا وينمه ته په كې يې
يمه حيران څنگه مې سترگو ته ځان ورسوې
چې چېرته هم ذره ښكلا وينمه ته په كې يې

په غره كې ته يې دسيندونو په څپو كې ته يې
ځمكه كې هرځاى راته ښكارې په اسمان كې هم يې
دا د شعرونو داستانونو كتابونه پرېږده
په خداى قسم چې ايتونو د قران كې هم يې

سبا به خامخا له تانه دا پوښتنه كوم
چې ترنم كوم سندرو كې مې څنگه راځې
زما د فكر ديوالونه څنگه ونړوې
زه هېڅ خبر نه يم خبرو كې مې څنگه راځې

له ما نه گېرچاپېره گرځې مانه لرې نه ځې
هېڅ نه پوهېږم چې دا ولې مې ازاد نه پرېږدې
اوس خو مې ټوله شاعري هم رانه تا اخيستې
ته او خداى ولې مې د زړه دنيا اباد نه پرېږدې.

سل ساعته مینه- د شاعر یو مینه ناک شعر دی چې له خپلې معشوقې سره یې په کې راز ونیاز کړی دی شعر د ښار په کوڅو او سړکونو کې د میني انځور ګري کوي خو د طبیعت دا مینوال شاعر په ښار کې هم خپله معشوقه له غره سره تړي. یو بند یې دی.

اوس هم په هر لمر پریواته هغه ګیلې لټوم
دغره نجلۍ پسې د ښار لارې کوڅې لټوم
خو دغه هرڅه مې د خیال یوه څپه کې تېر شي
یو لیونتوب وي او یو خوب وي په شېبه کې تېر شي

باغ نومې شعر یې بیا یوه تراژیدی ده چې د غمیزې په زمانه کې د باغ، غره او ځنګل رنځور او نرګسي انځور وړاندې کوي، یوه برخه یې داسې ده:

باغ د ځان په ویر کې ډوب دی
ځوانې پاڼې یې رژېږي
سیند ته ګوره
سیند ته غوږ شه
نه خوځېږي، نه غورېږي
یوه مرغۍ پر څانګه ناسته
ساه یې ژبه کې ده بنده
ترپ د ځوانو پاڼو اوري
چې پر ځمکه را ګوزار شي
رنګ یې ژیړ شي
باد یې یوسي، خړې خاورې پرې امبار شي
مرغۍ اَه کولی نه شي
ورو ورو ټولې کړي وزرې

زموږ شاعر یوازې د طبیعت په ګلونو او پسرلیو نه دی مین بلکې د نورو موسمونو شاعرانه یادونه هم کوي اتل نومې شعر کې چې زوی یې دی د ژمي داسې انځورګري کوي چې انسان ورته ګوته په غاښ کیږي. یوه برخه یې ده:

د باندې واوره ښه په خوند اورېږي
هوا سړه ده ځمکه هم په سختۍ ساه وباسي
لغړې ونې له یخنۍ کوڅه کې چوپ ولاړ دي
ما مې د خپل وطن نري پټو کې ځان تاو کړی
څلور کلن زوی مې اتل لکه یوازې مرغه
خپلو وزرونو سره لوبې کوي

لاروی (۴) نومې شعر کې د طبیعت یوه وړه برخه ونه را اخلي او خپله ټوله تراژیدي یې په وجود کې انځوروي

ونې!
سلام،
زه هاغه ستا د ماشومتوب ملګری
هاغه
چې تاته به مې تل
ماشومو لپو کې اوبه دروړلې
نه!
لارویه
څه مې نه یادېږي
په ما د وخت
دومره ناخوالې
توپانونه
خزانونه تېر شول
چې اوس
له مانه خپلې پاڼې هېرې
ما خو لا څه کوې
تر ما لاندې ویالې نه
اوس په تللو لارو
هغه د پښو پلونه ورک دي
دغره سیندونه خو
په سمه کې
د پښو اېښودو ځای نه لري
دښته کې
هر ځای پردي کاڼي پرتې
له ما اوس
تېرې زمانې هېرې دي
نه!
خپه نه شې لارویه!
ومې نه پېژندې.

د شمسزي صیب په نورو نظمونو کې هم د طبیعت شهکاره انځورګري شوې ده خو ما یوازې یو څو بیلګې راواخیستې، نور تاسو خپله ولولئ او بیا پریکړه وکړئ چې شمسزی صیب د طبیعت څومره لوی انځور ګر دی.
که ددې کتاب پر غزلو خبرې کوم لیکنه اوږدیږي خو دومره وایم چې شمسزی صیب د غزل استاد شاعر دی دده په غزل کې هم نوښت موجونه وهي او هم نوي ترکیبونه سترګکونه وهي، هم یې وزنونه روان دي او هم یې د طبیعت انځورګري کړې ده په لنډه توګه به ووایم چې شمسزي صیب د شاعرۍ په ډګر کې په بل شاعر پسې پل نه دی اخستی بلکې خپل سبک او خپله لاره لري چې دا د لویو شاعرانو ځانګړنه ده. د حسن اختتام په توګه موټی له خرواره او خال له رخساره دا یو بیت درته وړاندې کوم چې د زمانې غم په کې د یارانې غم ته ورغاړې وتی دی.

راشه لږ مې زړه تر خپل انکاره وروسته وګوره
حال ددغه ښار تر انتحاره وروسته وګوره
مینه او درنښت
مصطفی سالک

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مصطفی سالک، کابل

تبصره مو ولیکئ