ادبیات کلتور او هنر

د شمس او مولانا ملاقات

مولانا د سيد بر هان الدين  تر مرگ وروسته په خپلواکه توگه د وعظ او تدريس چارې پيلوي او له ٦٣٨ نه واخله تر٦٤٢ کال پورې  چې نژدې پنځه کاله کيږي نوموړى د خپل پلار او نيکونو له دود سره سم د فقې او نورو ديني علمونو  تدريس پيلوي ، خو دغه ښوونه او د مدرسې قيل وقال تر ډيره نه پاتې کيږي او د بلخ د خداوندگار په ژوندانه کې يو ستر توپان غزونې کوي،داسې توپان چې د مولانا په خبره يو زاهد د ترانو ويلو ته وربولي، دا توپان تبريزي شمس و چې د مولانا د ليدلو لپاره قونيې ته راځي.

ايرانى مولانا پيژندونکى ډاکټر توفيق سبحاني وايي:

((ويل کيږي چې دوى د لومړي ځل لپاره وليدل نو د صلاح الدين زرکوب قونوي په باغ کې څلويښت شپې او ورځې کيناستل او خبرې اترې يې وکړې،ښايي چې دا يوه افسانه وي خو دا سمه ده چې د اوږده مهال لپاره ده وويل هغه واوريدل هغه وويل او ده واوريدل،او بيا پيښه دا شوه چې مولوي شاوخوا دوه څلويښت زره بيته وويل او څرگنده يې کړه چې دا زما ديوان نه دى د شمس دى ))

پس له دغه ملاقاته چې د دوو روحونو ملاقات هم بلل شوى دى مولانا درس او وعظ پريږدي او د شعر او سماع په لوري مخه کوي،ډير مولانا پيژندونکي په دې باور دي چې له شمس سره تر ملاقاته وروسته د جلال الدين محمد بلخي دويم ژوند پيل کيږي،د مولانا او شمس د ليدو کتو په اړه هم بيلابيلې خبرې او روايتونه شتون لري،افلاکي  ددواړو لومړى ملاقات په خپل کتاب مناقبت العارفين کې په يو ډول بيان کړى دى او د نهمې هجري پيړۍ يوۀ بل عارف مولانا عبد الرحمن جامي ورته له بل ليد لوري نه کتلي دي،خو مشهور روايت هماغه دى چې افلاکي بيان کړى دى نوموړى ليکي:

((شمس هغه مهال له جلال الدين محمد سره مخامخ شو چې جلال الدين د پنبه فروشانو په کاروانسراى کې له خپلې مدرسې څخه  راوتلى و او له خان شکر ريزان څخه په تيريدو و.

دغه مهال يې شمس مخې ته ودريدۀ او دهغه د اس قيضه يې ونيوله او له مولانا نه يې پوښتنه وکړه:

د سلوک او طريقت د مقامونو له مخه با يزيد بسطامي پورته و که محمد بن عبد الله؟

له دې پوښتنې سره د مولانا غصه را وپاريدله او ويي ويل : دا خو د پوښتنې وړ نه ده محمد د خداى پيغمبر و او بايزيد يې د مريدانو یو یومرید او د شاگردانو، یو شاگرد و.

شمس د نيوکې په ډول وويل که خبره داسې وي محمد ولې وويل چې:

((-ما عرفناک حق معرفتک))

خو بايزيد وويل : (( سبحاني ما اعظم شاني)).

د پيغمبر خبره دا مانا لري چې خدايه څنگه چې له تا سره ښايي هسې مو نه يې پيژندلى او بايزيد چې څه ويلي دي داسې څه دي چې له اسلامي شريعت سره ټکر کوي او مانا يې داده ،چې پاکي ده مالره څومره ستر شان لرم.

د شمس پوښتنه دا وه که د اسلام پيغمبر له بايزيده غوره دى ولې نو يوه داسې خبره وکړه اوبل هغسې.

مولانا د شمس د پوښتنې په ځواب کې وايي چې بلې دا ځکه چې د بايزيد ظرفيت ډير تنگ و د ميو په يوۀ څاڅکي مست شوى و او دغه راز مستانه کوکې يې وهلې، خو د پيغمبر سمندر ډوله ظرفيت دومره پراخه و چې د معرفت د سيندونو له تويدلو سره سره یې د تندې احساس کاوۀ او له خدايه يې غوښتل چې نوره مهرباني هم پرې وکړي.

وايي کله چې شمس له مولانا دا ځواب واوريده نو يوه چيغه يې له خولې پورته شوه او بې سده شو دا ددغو دواړو عارفانو د ټول عمري ملگرتيا پيلامه وه ))

پوښتنه داده چې تبريزي شمس څوک و او څه راز شخصيت يې درلودۀ د کابل پوهنتون استاد يونس طغيان ساکايي يې په اړه څرگندونې لري.

(( شمس يو صوفي و  نوم يې شمس الدين محمد د علي زوى هغه د ملکداد تبريزي زوى چې د خپل مهال له څو تنو مهيمو شيخانو لکه محمدسجاس ، سله باف، او کمال جندي نه يې زده کړې کړې وې

هغه يو رسيدلى صوفي او زړه وړونکى وينا وال و يو داسې کس و چې کله به په يوۀ ښار کې و او کله به په بل ښار کې و،په يوه ځاى کې يې ارام نه کاوۀ له سيل او سياحت سره يې ډيره مينه درلوده له همدې کبله به يې الوتونکى شمس هم باله ځکه چې په يوه سيمه کې نه پاتې کيده ،له رواني پلوه ويل کيږي چې هغه په خپل وجود کې کومه پانگه لرله  د هغې لپاره يې د جلال الدين په څير يو کس لټوه، ويل کيږي چې جلال الدين هم له کلونو راهيسې دغسې يوۀ کس ته سترگې پر لاره و، چې د لارې لارويو او شاگردانو يې ددغه انتظار احساس کاوه))

د تاريخ ليکونکو د ويناو له مخه مولانا جلال الدين بلخي په- ٦٤٢- سپوږميز کال کې له تبريزي شمس سره ليده کاته وکړه دغه مهال د مولانا عمر- ٣٨- کاله و او شمس د خپل عمر په شپږمه لسيزه کې و.

ډير څيړونکي پر دې اند دي چې مولانا تر دغه مهاله شعر ويلو ته مخه نه وه کړې ،خو تر دې ملاقاته وروسته يې شعر ويل پيل کړل.

ايرانى څيړونکى ډاکټر توفيق سبحاني:

(( مولوي خپله وايي چې زاهد اومه ترانه ويونکى دې کړم،د عشق ددفتر پيلامه او باده ويونکى دې کړم، له وقاره ډک سجاده نشين دې وموندلم، د کوڅې د ماشومانو د لوبو څيز دې کړم.

که- ٦٤٢- کال د شمس او مولانا د ملاقات کال وگڼو،هغه مهال مولاناد ٣٨ کلونو و،له ٦٤٢ کاله وروسته يانې له اته ديرش کلنۍ نه وروسته هغه مهال چې نوموړى ٣٩ کلن او ٤٠ کلن و د مولانا په ژوندانه کې يو بحران پيدا شو او شعر ته يې مخه وکړه))

شمس تر ډیره له مولانا سره نه پاتې کیږي او له قونیې ورکیږي مولانا د هغه په هجر کې شعر ویلو ته مخه کوي .

د شمس بيلتون مولانا ډير بې تابه کړ،رقص او سماع ته يې مخه وکړه فرياد يې کاوه او په شعرونو کې يې په خپل تللي يار پسې ژړل.

له دغو شعرونو څخه به درته د رته د یوه غزلیزه ژباړه وړاندې کړو غزل زینب سالک ژباړلی دی:

((دغې رنځور رنگ ته مې گوره او نور هيڅ مه وايه

خدايږو درد وکړه په ما زوره او نور هيڅ مه وايه

له وينو زړه ډک او له اوښکو نه مې سترگې ډکې

هر څه چې وينې زما له لوره او نور هيڅ مه وايه

بيگا دې خيال زما د زړه ورۀ ته راغلى و او

وې ور کړه خلاص د سترگو توره او نور هيڅ مه وايه

ته مې شپيلۍ يې بې له شونډو مې ناره مه کوه

جوړه نغمه مې کړه له شوره او نور هيڅ مه وايه

وى مې تر څو به مې اروا په دې جهان گرځوې

وى يې راځه ما پسې گوره او نور هيڅ مه وايه

ما وى دا ستا له لورينې به زه هيڅ نه وايم

ځان به ونه ساتم له اوره او نور هيڅ مه وايه

لکه گل وغوړيد وې راشه ننداره يې وکړه

گلونه اور او گيا نوره او نور هيڅ مه وايه

د اورگل وخندل او مونږه ته يې داسې  وويل

د جانان لطف و کرم گوره او نور هيڅ مه وايه))

 

 

 

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مصطفی سالک، کابل