د روغو ویښتانو لرلو لپاره د شامپو غوره کول او د کارولو څرانګوالی یې

  • ژباړه: ملیحه ناصري

کله مو چې سر وینځئ او په پای کې وینئ چې ډېر وېښتان مو تویې شوي، یا تر سر وینځلو وروسته چې وچوئ او ږومنځوئ یې، ډېر وېښتان مو تویې شي، نو له ځان سره هرومرو وایئ چې دا ټول د شامپو له لاسه او دا ځل به یې بدلوم. همدغه تاسو په څېر ډېری کسان د وېښتانو تویېدل د شامپو له امله ګڼي. لږ کسان بیا پوهېږي چې شامپو ډېر کم اغېز کولی شي. نړۍ کې ډول ډول شامپوګانې د همدې ستونزې له منځه وړلو په خاطر جوړې شوي. که تاسو غواړئ چې سمه شامپو وټاکئ څو اسانې لارې ورته شته.
– یوه شامپو ستاسو پر وېښتانو څه کوي؟
د انسان د پوستکی غدې د سبیوم په نامه ځینې غوړ مواد په ځان کې ذخیره کوي او ساتي. یاد مواد له پوستکي را وځي او وېښتان پوښي، همدا د غوړتوب حالت یې د سر شاوخوا خپرې شوې هوا نه میکروبونه جذبوي.  شامپو همدغه میکروبونه ترې پاکوي او د وېښتانو د ځلا لپاره چې کوم مواد پکې کارول شوي، ویښته ځلوي.
د شامپو د کارونې څرنګوالی:
شامپو چې کله پر سر واچول او وموښل شي، ځان د سر پوستکي او بالاخره د وېښتانو ریښې یا بېخ ته رسوي. دې ته مو پام وي چې په یو ځل څو ډوله شامپو ګانې پر سر ونه موښئ، ځکه د کیمیاوي موادو بېلوالی یې د دې لامل کېدی شي چې د یوې شامپو مواد د بلې شامپو له موادو سره غبرګون وښیي.
د وېښتانو د تویېدلو لامل پیدا کړئ او د شامپو بدلولو په فکر کې مه اوسئ.
که غوړ ویښتان مو وي، نو داسې شامپو مه کاروئ چې پاکوونکي مواد یې قوي وي، بلکې نرمه شامپو وکاروئ. د نرمو او ساده شامپوګانو پرله پسې کارونه ستاسو د وېښتانو غوړ او میکروب ورو ورو پاکوي.
که معمولي وېښتان لرئ، داسې شامپو واخلئ چې سر مو خارښت ونه کړي. داسې شامپو ومومئ چې پاکوونکې وي او د سر د خارښت مخنیوی هم وکړي.
که وېښتان مو وچ وي، هغه شامپو مه اخلئ چې پاکوونکي مواد ولري. هره هغه شامپو چې د وېښتانو رطوبت مو درته ساتی شي او وچوالی یې نه زیاتوي، ویې کاروئ.
په ټولیزه توګه د شامپو ځانګړنې:
شامپوګانې عموماً درې ځانګړنې لري: پاکوونکې وي، نرموونکې وي، تثبیتوونکې وي. د دې لپاره چې پوه شئ کومه شامپو تاسو ته مناسبه ده، اوږدمهاله یې وکاروئ چې پر پایله یې وپوهېږئ، ځکه چې په یو دوه ځلونو یې پر وېښتانو اغېز نشي معلومېدی.
په شامپو کې ټولو طبیعي موادو ته پاملرنه وکړئ. ځینې دا توکي ویښتو ته د ګټې پر ځای تاوان لري. هغه شامپوګانې چې د سودیم د لاوریل سلفات یا (S L S) او ( P E G)   لري، له کارونې یې ډډه وکړئ. دا ډول شامپو پوستي حساسیت پیدا کوي.
د مناسبې شامپو ټاکنه:
که د سر پوستکی مو وچېږي، یا پخه لري، الکتریسیته لري او شکېږي یا ماتېږي، کولی شي په مناسبه شامپو دا ستونزه حل کړئ. د چا سر چې پخه کوي د پخې لپاره ځانګړې شامپو دې واخلي. د چا ویښته چې الکتریسیته لري یا ډېری وخت برقک کوي داسې شامپو دې واخلي چې همدې ته ځانکړې وي. د چا چې ویښتان وچ وي، نرمه شامپو دې ورته واخلي. ځینې وخت که د وېښتانو تر وینځلو وروسته لږ نرموونکي مواد هم پرې ووهل شي, ویښتان سموي. نرموونکي مواد د سر پوستکی ساتي او د ویښتانو له جړېدو او غوټه کېدو مخنیوی کوي.
د شامپو جوړړونکي مواد:
اصلي او ترټولو اړین مواد یې پاکوونکي توکي دي؛
تقویت کوونکي، نرموونکي او ځلوونکي مواد؛
اسانس او رنګ.
 

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




وروستي مطالب