سپورټ کرکټ

د پاکستان او انګلستان په شل اوریزه لوبه کې د لوبډلمشرانو مثبت رول

سپورټ یاران

د یکشنبې په ماښام د انګلستان مانچېسټرښار د دوو لوبډلو د شل اوریزو لوبو کوربتوب وکړ.

په دې لوبه کې خارق العاده کار دا وشو، چې د پاکستان او انګلستان لوبډلمشرانو ۵۰ جمع یا فېفټي پلس منډې وکړې او د لوبډلو د منډو په پرمختګ کې یې رغنده رول ولوباوه.

د پاکستان لوبډلمشر د پیل یا اوپننګ مقام کې د خپلې لوبډلې ملا په خورا ښه ډول وتړله، بابراعظم چې په شل اوریزو او یو ورځنیو لوبو کې د پاکستانۍ لوبډلې لوبډلمشر دی ۵۶ منډې یې وکړې، چې ۷ څلوریزې یې ووهلې.

ورسره فخرزمان هم ۳۶ منډې ورعلاوه کړې.

خو په ون ډاون کې محمدحفیظ هغه لوبغاړی دی، چې په ۶۹ ارزښتناکو منډو یې هدف تر ۱۹۶ ورساوه.

د پاکستان مناسب هدف او هیلې یې

د پاکستان کرکټ لوبغاړي د هدف څخه د دفاع په خاطر لوبغالي ته ډېر خوشبینه راښکته شول؛ خو د انګلستان د دېوال په څېر محکم بېټېنګ لاین څخه نه وو خبر.

په لومړي سرکې پیلیز توپوهونکي جاني بېرسټو چټکه توپوهنه وکړه؛ هغه ۲۴ توپونو د ۲ شپږیزو او ۴ څلوریزو په مرسته ۴۴ منډې وکړې او لوبډلې ته یې شاندار پیل ورکړ.

خو شاداب خان د په خپله غوره توپ اچونه د لوبې شپږم اوور کې د انګلستان د منډو د سېلاب مخنیوی وکړ.

هغه جاني بېرسټو او ورسره خطرناک اوپنر ټام بېنټن په دوه توپونو پرله پسې وسوځول.

د دوو وېکټو په لوېدو سره د انګلستان لوبه یو څه ټکنۍ شوه او د پاکستانۍ لوبډلې د رهبرۍ غړو د بریا خوبونه لیدل.

خو دوه باتجربه توپوهونکي ډېوېډ مېلن او ایئن مورګن په ویشتن ځای د بري په تکل ودرېدل.

دواړو په ډېرکم وخت کې په ۳۳ توپونو ۵۱ منډې رغوونکې ملګرتیا وکړه او د انګلستان د بریا هیلې تاندې شوې.

دواړه د بالرانو پر وړاندې باحوصله او با مسوولیته ودرېدل او بالاخره د لوبې وروستی حال دا شو، چې پاکستانۍ لوبډله په ۵ وېکټو ماته شي.

په لوبه د بابراعظم او ایئن مورګن رښتینې ذمه واري

لومړی بابراعظم په توپوهنه کې خپله ذمه واري واخېسته او د حفیظ په ملتیا یې هدف مناسب کړ.

بل پلو مورګن د لوبډلمشر ځواب په غوره لوبډلمشرۍ سره ورکړ، د غوره توپوهنې ځواب یې په غوره توپوهنې سره ورکړ.

د بابر د ۵۶ منډو په بدل کې مورګن ۶۶ منډې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړي جایزه یې واخېسته.

د ۴۹ بونډریانو لوبه او د انګلستان بری

پاکستان په دغې لوبه کې ټولې ۲۳ بونډریانې ولوبولې، چې ۵ شپږیزې او ۱۸ څلوریزې پکې شاملې وې.

انګلستان د ۲۳ بونډریانو ځواب په ۲۶ پولو ورکړ، انګلستان ۸ شپږیزې او ۱۸ څلوریزې جوړې کړې.

_114181232_gettyimages-1269706877.jpg

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې

تبصره مو ولیکئ