Advertisements
سینما او موسیقي

شکتي کپور: د لور واده ته مې ما هم بیا وغواړئ

د هندي سینما مشهور فلم ستوری او ولن شکتي کپور د خپلې لور د واده خبرونه رد کړي او حیرانوونکی عکس العمل یې ښودلی.

نوموړي د خپلې لور د واده په تړاو ویلي چې د لور یې واده تیار دی او دی خبر نه دی؟

په بالیووډ کې په دې ورځو کې د ښکلې فلمي لوبغاړې شردها کپور د واده اوازې دي او ویل کیږي چې شردها به راتلونکی کال د فوټوګرافر روهن شریستها سره واده وکړي.

ایکسپریس نیوز د هندي رسنیو په حواله لا لیکلي وه چې د شردها کپور د واده لپاره چمتووالی پيل شوی.

خو حیرانوونکې خبره لا داده چې پلار یې شکتي کپور لا د خپلې لور له واده خبر نه دی.

کله چې د شردها کپور د واده په تړاو یې له پلاره پوښتنې وشوي نو د دې په اورېدو حیران شو.

د رسنیو د پوښتنو په ځواب کې شکتي کپور د پوښتنې په ډول سره ویلي، چې دا رښتیا ده چې د لور واده یې دی؟ نو مهربانې وکړئ ما هم دې واده ته وغواړئ.

شکتي کپور زیاته کړې چې باید ورته روښانه شي چې د لور واده یې چېرته دی، دی به ضرور په کې ونډه اخلي.

ده زیاته کړې شردها یې لور ده او خبر نه دی چې کله یې واده کېدونکی دی، نوموړي په ښکاره ډول ویلي چې د لور د واده خبرونه یې یوازې اوازې دي او کوم حقیقت نه لري.

د یادولو ده چې په تېر کې د فلمي ښکلې ستورې شردها کپور نوم د عاشقي ټو فلم د مرکزي رول لوبونکي ادکار ادیتیه رائي کپور سره یادېده.

تر هغې وروسته چې د رائي کپور سره اړیکې پاي ته ورسېدې نو بیا یې د فلم ستوري او لارښود فرحان اختر سره یارانه پيل کړه.

اوس یې تازه نوم د فوټرګرافر روهن سره یادیږي اود څه مودې راهیسې د واده خبرونه هم خپریږي.

 

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی