Advertisements
بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند ځوانان او زده کړې مخکښان

د شخصیت‌پېژندنې تست

  • ژباړه: ملیحه ناصري

زموږ په پټ ضمیر یا ذهن کې د شخصیت په اړه ټول هغه څه خوندي دي چې زموږ ورته پام هم نه وي. څېړونکي وایي زموږ ناخودآګاه ضمیر لکه کمپیوټر داسې دی چې زموږ په اړه ټول معلومات، لکه څه شی او څوک راباندې ګران دي، باورونه،  وېرې، یادونه او مهارتونه مو ټول پکې خوندي شوي دي.

جالبه خبره یې دا ده چې دا ټولې پټې کړنې مو په ورځني چلن کې راڅرګندېږي. یانې که موږ وغواړو یا ونه غواړو هغه پټ تمایلات مو په چارو کې راښکاره کېږي.

دغه انځور ته وګورئ، خپل شخصیت معلوم کړئ، دومره جدي هم نه دی، یوازې لږ مرسته درسره کولی شي. لاندې انځور ته وګورئ چې کوم ژوی لومړی ویني، هغه به درسره یاد ساتئ او د همغې شمېرې معلومات ولولئ.animal-shows-personality-1.jpgّ

لومړی مو کوم ژوی وپېژنده؟

  •  ګورخر

animal-shows-personality-2.jpg

که لومړی مو ګورخر پکې موندلی وي، تاسو شوخ مزاجه، اغېزناک، فعال، نوښتګر او جذاب یاست چې ځینې خلک ستاسو په لاره درومي. تاسو یو حیرانوونکی شخصیت یاست. د اړیکو په ټینګولو کې ساری نه لرئ. تاسو یو ښه پلورونکی کېدی شئ. له تکراري کارونو په تنګ کېږئ او نوښت غواړئ. کېدی شي دا نوښت د نویو ملګرو موندل یا د نویو ځایونو لیدل وي.

  •  پیشو

animal-shows-personality-3.jpg

که لومړی مو پیشو پکې لیدلی وي، نو تاسو ډېرې خبرې کول نه خوښوئ، ان کېدی شي ځینې کسان فکر وکړي چې تاسو شرمندوک یئ. اصلاً تاسو د خبرو کولو پر ځای غواړئ هر څه له بهره وڅېړئ، وارزوئ او وسپړئ. تاسو هېڅ د نورو خلکو خبرو ته ارزښت نه ورکوئ چې څه درپسې وایي، پرېږدئ یې چې هر څه وایي ودې وایي. تاسو ځانته تګلاره لرئ او پر همغه عمل کوئ. تاسو خپلواک او پر خپلو پښو ولاړ یاست.

  • هیلۍ

animal-shows-personality-4.jpg

که مو لومړی هیلۍ لیدلي وي تاسو سل په سلو کې خوشبینه انسان یاست. هېڅ شی مو ارامښت نه شي خرابولی. تاسو تل د ګیلاس ډکه برخه په نظر کې نیسئ او تشه پسې نه ګرځئ (مانا په شته شیانو قناعت کوئ.) تاسو په همدغه شېبه کې اوسئ (پرون او سبا پسې نه ګرځئ) او خوښېږي مو چې ډېرې ښې تجربې ولرئ. تاسو د نویو مهارتونو له زده‌کړو او نویو ځایونو کې له ګرځېدا نه خوند اخلئ. او ستاسو پلټنې هېڅ محدودیت نه لري.

  • کوالا

animal-shows-personality-5.jpg

که لومړی مو کوالا لیدلی وي، ارامه کس یاست او غواړئ هره ورځ مو ارامه تېره شي. تاسو ډېر زړه سوانده، مهربانه او د پام وړ یاست. له ملګرو سره ډېری وخت یوازې تلیفوني اړیکي لرئ. سترو مېلمستیاوو کې ګډون مو نه خوښېږي. له یوه ښکلي فلم یا کتاب سره یوه ښکلې شپه ځان ته جوړوئ. خلکو سره مرسته مو خوښېږي. د مرستو په بدل کې بېرته جبران نه غواړئ.

  • فیل

animal-shows-personality-6.jpg

که تاسو لومړی فیل لیدلی وي، اصیل انسان یاست او شاخوا هر څه مو خوښېږي. وفاداره او مسوولیت منونکي یئ، که ملګري مو مرستې ته اړتیا ولرئ، پر تاسو غږ کوي. تل ستونزو ته حللاره موندلی شئ، تاسو یوازې ښه اورېدونکی نه یاست، د ستونزو ښه حلوونکی هم یئ. کورنۍ او ملګري مو د ژوند لومړیتوبونه دي، که هغوی خوښ وي تاسو هم د خوشحالۍ احساس کوئ.

  • خرس

animal-shows-personality-7.jpg

خرس مو لومړی ولید، نو تاسو منطقي، بااحتیاطه او دودیز یاست (دودونه خوښوئ.) سترې موخې لرئ او د همغو پر بنسټ ژوند بنا کوئ. غلی او څارونکی خوی مو دی. له ګڼه ګوڼې او غالمغاله بده وړئ. حساس، متفکر، دیپلوماتیک او قانونمنده یئ. په عجله پرېکړه نه کوئ. د باور وړ، زیارکښ، او ژمن کس یاست. هر کار پر خپل وخت کوئ او که نورو سره مرسته وکړئ، بېرته تمه ترې لرئ.

غرڅه

animal-shows-personality-8.jpg

تاسو لومړی غرڅه وپېژندله، نو ټولنیز او انعطاف‌منونکي یاست. له هر چا سره جوړ راتلی شئ او د یوې ډلې سم مدیریت کولی شئ. پر خبرو کولو مین یئ او اړیکې ساتئ. ارامه او متواضع یئ. داسې ښکاري چې هېڅ شی مو نشي خپه کولی، خو ډېر حساس یاست. ملګرو سره وفاداره یئ او د وفا تمه ترې لرئ. عادي او یو ډول اوسېدل مو نه خوښېږئ، تل هڅه کوئ هر څه کې بدلون راولئ.

  •  خوک

animal-shows-personality-9.jpg

که لومړی مو خوک تر سترګو شوی وي، خپلواک یاست او په یوازې توګه سره خپلې چارې سمبالولی شئ. حافظه مو زښته قوي ده، نو ځکه خلکو ته هېڅ صفایي نه ورکوئ. ستاسو حافظه او ژورلید ستاسو د بریا لامل شوی. له خلکو سره ژر اړیکې ټینګوئ.

  • سوی

animal-shows-personality-10.jpg

که خرګوش یا سوی مو لومړی پکې لیدلی وي، نوښتګر، تکړه باانرژي او خوشحاله یئ. هر چېرته چې ځئ، له ځانه سره خندا، خوښي او خوشحالي وړئ، ټول غواړي ستاسو ملګري شي. دا شوخي مو آن کارځای کې هم درسره مله ده، ځینې کسان فکر کوي چې ساده یاست، خو نه تېروتي دي. متفکر کس یاست او کله کله تاسو هم غواړئ لږ ځان راحت کړئ.

  •  زمری

animal-shows-personality-11.jpg

که مو زمری لومړی موندلی وي، ذاتاً یو رهبر یاست. خلکو ته ژر قناعت ورکولی شئ چې له تاسو پیروي وکړي او ټاکلې ګډې موخې ته ورسېږئ. ډېری وخت غواړئ پر خلکو برلاسي شئ او همدا مو په قدرت غوښتنه کې ډوبوي. له ستونزو وېره نه لرئ، ځکه د خپلې پیاوړتیا لامل یې ګڼئ.

  •  کونګ یا بوم

animal-shows-personality-12.jpg

که مو انځور کې تر ټولو مخکې کونګ پېژندلی وي، متفکر یاست او هر څه سپړلی شئ. ارامه ځای مو خوښېږي او له ټولنیزو ځایونو ځان ساتئ. غواړئ هر څه جوړ او منظم وي. ستاسو کمالونه خوښېږي. سره له دې چې ټولنیز نه یاست، خو ستاسو شوخ مزاجه خوی او پیاوړی ذهن د دې لامل شوی چې خلک تاسو سره ملګرتیا وغواړي.

 

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ملیحه ناصري

ملیحه ناصري د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د پوهنځي پښتو څانګه لوستې. پر ادبي، کلتوري او ټولنیزو مسلو د یاران میډیا لپاره لیکنې کوي. دلته د ملیحه ناصري د خپروشویو لیکنو د بیا خپراوي حق یاران میډیا سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ

%d bloggers like this: