مارچ 4, 2021

شکيلا ناز: د تجارت له امله ۲۸ کلونه د موسيقۍ څخه لېري وم

خبريال: مدثر دعوت
د پښتو ژبې مشهوره سندرغاړې شکيلاناز وايي ۲۸ کلونه د هنر څخه ځکه لېرې وم چې د تجارت چارې مې پرمخ بېولې.
شکيلا چې کابل ته راغلې او ملي ټلوېزيون ورته د درنښت ملي ايوارډ ورکړی د بي بي سي د پښتو څانګې ته يې د خپل زړه غوټې شنلي.
شکيلا ناز وايي کابل ته په راتګ ډېره خوشحاله ده،او دخوښۍ احساس ځکه کوي چې افغانستان تر پخوا ډېر جوړ سوی او مثبت تغير يې کړی.

شکيلا وايي ۲۸ کلونه وړاندې يې ځکه د موسيقۍ څخه مخ واړوی چې شخصي کاروبار او تجارت يې د نورو کارونو مخه ډب کړې وه،نو ځکه دې نسوای کولای چې د مينوالو تنده ورخړوبه کړي او څومره چې توقع کېدله په هماغه ډول يې سندرې نسوای ويلای ، خو دا چې اوس پوره وخت لرم او پوهېږم چې د مينوالو هنري تنده ماتولای سم يو ځل بيا مې سندرو ويلو ته مخه کړه.
دا وايي زه ۱۱ کلنه وم چې د خپل اکا عادت حسين په مرسته د موسيقۍ ډګر ته راغلم،ددې په خبره هماغه وختونه موږ د پښتو موسيقۍ لپاره ډېر سخت زيار ايسته، په يو کال کې به مو يو البوم جوړوی خو اوسني سندرغاړي په يوه ورځ يوه سندره جوړوي او بيا پسې ورکېږي،نو ځکه زموږ د خواريو پايله داده چې “بيا کډې بارېږي” سندره ما ۳۰ کلونه وړاندې ويلې خو لاهم د خلکو نده هېره.

شکيلا ناز د فاروق فراق په نامه شاعر او خبريال سره په مينه واده کړی او وايي د رحمت شاه ساحل،دروېش دراني،غني خان،حمزه بابا او رحمن بابا شعرونه د خپلو سندرو لپاره ټاکي.
ناز وايي بيا هيڅکله سندرې نه پرېږدمه،که څه هم د هنر او موسيقۍ په اړه بيا راتګ مې په ټولنيزو رسنيو کې د ځينو کسانو له لورې وغندل سو خو تر څو چې د خاوند ملاتړ او مينوال راسره وي د سندرو ويل نه پرېږدم.
دا وايي تر ټولو ستر ارمان مې د کعبې شريفې لېدل وه چې په تېره جنوري مياشت کې مې دا لوی ارمان هم پوره سو او د خپل خاوند سره يوځای مې عمره ادا کړه.

شکیلا ناز د پېښور د صوابۍ ده، خو په مردان سیمه کې زیږیدلې ده.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




د محسن داوړ د ژوند، سیاست او مبارزې په اړه له هغه سره د شوې مرکې پښتو ژباړه

لیکوال: شفیع الله تاند - برخه : ځوانان او زده کړې

په اوسني پښتني سیاست کې پښتون ژغورنه یو مهم فکتور دی، او د همدې پي ټي ایم ښی لاس محسن داوړ دی. له نقیب الله محسود پیل شوي غورځنګ په ډېره منډه د یوه پښتني ... نور ولولئ