د شکېب الحسن د ګوتې ټپ په تایلېنډ او اسټرالیا کې هم ټکور نه شو

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

لیکنه: یاران سپورت
د نړۍ د یو ورځنیولوبو لومړی ال راونډر شکېب الحسن د چهارشنبې په ورځ د اسیا جام سیالیو څخه د ګوتې د ټپ له امله بهرشو او د دې ترڅنګ هغه د زِمبابوې خلاف لوبو کې هم نه لوبېږي.
شکېب الحسن د چهارشنبې په ورځ د سپټمبر په ۲۶ مه نېټه د کیڼ لاس کوچنۍ یا کچې ګوتې پخوانی ټپ بیا تازه کړ او د پاکستان خلاف د اسیا جام په سوپرفور یا څلورو غوره لوبډلو وروستۍ لوبه کې د پاکستان خلاف هم ونه ولوبېد.
د کرېک بز ورزشي وېب پاڼې د راپور له مخې شکېب به د زِمبابوې خلاف کورنی کرکټ سیریز یا لوبلړۍ هم ونه کړي، زِمبابوې د بنګله دېش پر وړاندې د لوبېدو لپاره د سپټمبر په دېرشمه نېټه بنګله دېش ته سفرکوي او اکټوبر په ۲۱ مه نېټه د درې یو ورځنیو او دوه ټېسټ لوبو لړۍ پیلوي.
د بنګله دېشۍ کرکټ لوبډلې منیجر یا ناظم؛ خالد محمود ویلي، چې د شکېب د ګوتې درد زیات و او د پاکستان خلاف مهمه لوبه کې هم ونه لوبېد.
c1f60fa3dc85942c32b986db98db4d40 new thumb د شکېب الحسن د ګوتې ټپ په تایلېنډ او اسټرالیا کې هم ټکور نه شو
د شکېب د ګوتې ټپ پخوانی و، هغه ویل چې ښایي اسیا جام سیالیوکې هم ونه لوبېږي؛ خو د بنګله دېشي کرکټ بورډ مشر نظم الحسن ویلي وو، چې هغه باید په اسیا کپ کې ولوبېږي.
د نوموړي د ګوتې درد یو ځل بیا زیات شو او ډاکټر ورته د دمې لارښوونه کړې.
د شکېب ګوته د ۲۰۱۸ م کال د جنوري په ۳۱ مه نېټه د سریلانکا خلاف په درې اړخیز سیریز کې خوږ شوې وه.
د ګوتې د تداوۍ لپاره هغه تایلېنډ او اسټرالیا ته هم تللی و، خو لایې هم د ګوتې ټپ ټکور نه دی اخېستی، چې په بشپړه توګه د لوبې کولو جوګه شي.
شکېب د اسیا جام په څلورو سیالیو کې ولوبېده او پنځمه لوبه یې د درد له امله ونه کړه.
پاکستان ته بنګله دېش د شکېب په نشتون کې په ۴۹،۵ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدوسره ۲۴۰ منډې هدف ورکړ، چې مشفق الرحیم پکې ۹۹ منډې وکړې او محمد مېتن بیا ۶۰ منډې ترسره کړې.
جُنېد خان د پاکستان لپاره څلور وېکټې واخېستې.

About ياران ټیم 3433 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.