مارچ 3, 2021

د شخصیت د ګډوډۍ نښي؛ نښې او علاج یې دلته درته وایو 

تر ټولو د مروجو ګډوډ شخصیتونو څخه د سرحدي شخصیت ګډوډي ده.
د سرحدي ګډوډیو شخصیتونو نښي:
سرحدي ګډوډ شخصیتونه تر ټولو له مروجو ګډوډیو څخه دی چې له بده مرغه مخ په پرمختګ کې ده، هغه کسان چې په دې ناروغۍ اخته دي، دوامداره ځان غوښتنه لري، د وګړو ترمینځ اړیکي یې هم نه پاتېدونکي دي. هغوی د ملګرو یا خپل معشوق سره ډېري پخوانۍ اړیکي لري خو له سختیو ډکي اړیکي دي او وروسته دا اړیکي په ناهیلیتوب سره پای ته رسیږي.
کله چې یو انسان عصبي یا خفه وي یا هم نوري رواني ستونزي ولري نو په میاشتو، اونیو حتا کلونو کې هم دا علایم پاته کیږي.
ددې حالت سره په سرحدي ګډوډیو شخصیت اخته کسان امکان لري په څو ساعتونو کې د قوي عاطفې حملات ولري او وروسته دا حالت ورک شي او بیا پیدا شي. دا رواني ګډوډي جدي ده، درملنې ته اړتیا لري ځکه چې کېدای شي د انسان په اړیکي حتا په شخصي ژوند باندې اغېزه پریږدي، خو امکان لري ډېری وګړي پوه نشي چې ددې ناروغي علایم او نښي څه دي؟
نه پاته کېدونکې عاطفي اړیکي:
یو له مرزي ګډوډ شخصیتي نښو څخه دا ده، چې وګړي له نیږدې ملګرو سره نه پاته کېدونکې او فرار عاطفي اړیکي لري.
په دې ناروغیو اخته کسان د مقابل لوري سره ډېره مینه او درناوۍ کوي خو وروسته ددې مینې ځای کرکه او عقده نیسي او تل ددې دوو حالتونو مینځ کې د بدلون په حالت وي. ورځنۍ چارې یې هم تل د جلاوالي او بدلون حالت کې وي، همدا د جلاوالي یا رټل شوی احساس د شخصیت مرزي سبب کیږي.
بې مورده عصبانیت:
هغه روښانه ځایونه چې د انسان له کنټروله وځي او یا له رښتیا ارزښت نه لري نو د ناروغو کسانو چلند کې هم ګډوډي رامینځ ته کوي. یو له دې ناروغۍ معمولي نښو څخه سخته غصه ده په کوم وخت کې چې خپل وضعیت ونه شو کولای کنټرول یې کړو. د بیلګي په توګه که د کورنۍ غړي مو لري ځای ته تللي وي او کوم څوک چې دا ناروغي لري که کور پاته وي نو دوی فکر کوي چې په چا ندي ګران نو دا حس د غصه سبب کیږي.
د موادو ډېر مصرفول:
کوم څوک چې په دې ناروغي اخته دي د الکولو څخه ډېره ګټه اخلي، دا مسله په دې وګړو کې ډېره رواج ده ځکه کله چې دوی غواړي د هغو شرایطو څخه تیښته وکړي نو نشیي توکو ته مخه کوي. دا ټول مسایل باید د درملني په مرحله کې مراعات شي ترڅو وکولای شي ددې شخصیت جوړولو کې مرسته وکړي.
د پوچي احساس:
د ګ‌ډوډ شخصیت لرونکې وګړي د هغه چا سره چې مینه لرې د یو ورځ یا څو ساعتونو کې د هغوی څخه لیري کیږي، د یوازیتوب او سخت د پوچي او د کمزوري احساس کوي او د کمبودي سره مقابله تجربه کوي. دا نښي امکان لري هغه وخت پیدا شي چې تاسو ښه ملګري ونه لرئ چې تاسو ته پاملرنه وکړي چې کولای شي د پوچي او پاته کېدو حس تاسو کې پیدا شي.
د یوازیتوب څخه وېره:
کوم کس چې په دې ناروغۍ اخته وي د یوازیتوب حس کوي، دوی ته دا ناروغۍ له دې وجي پیدا کیږي ځکه دوی فکر کوي چې دوی به پریږدي او یواځي به پاته شي نو له همدې امله غوصه یې ډېریږي که څه هم دا خبره رښتیا وي یا هم وهم وي. دا وېره ددوی په اړیکه کې جدي ستونزه پیدا کوي.
خپل ځان ته زیان رسول:
د ګډوډ شخصیتونو نښي کېدای شي ډېره سخته وي او هغه کسان چې په دې ناروغي اخته دي کېدای شي خپل ځان انځور او خپل باور سره ستونزه ولري. دا وګړي هر وخت کولای شي خپل ځان ته زیان ورسوي حتی کېدای شي د ځان وژني فکر ورسره وي چې باید ژرتر ژره ارواه پوه ته ورشي.
ولخرجي او خطر لرونکي چلند:
بې ځایه او د ډېرو پیسو مصرفول یو خطر لرونکی چلند دی چې دا د ناروغو کسانو یوه برخه ګڼل کیږي، یواځي دا کار ندی نو له خطره او بې ځایه کارونه هم دي لکه: جنسي اړیکي، د ډوډۍ ډېر خوړل، په موټر چلولو کې شرط تړل. داسي معلومیږي چې دداسي چلند پیدا کېدل ددې لپاره دی چې ناروغه کس نسبت خپل ځان ته کمزوري انځور لري.
څه ډول دا علایم پیدا کړو؟
ددې ناروغي علایم درملنه باید وشي، همداسي ځیني لاري د درملني لپاره شتون لري. تثبیت کوونکي درملني او د ژور خفګان درمل کولای شي ددې نشو مدیریت سره مرسته وکړي. همدارنګه د ارواه پوه سره مشاوره کول هم ډېره ګټه لري.