ژباړه: محمد عزيز پردېس
– ملګری هغه ارزښت لرونکی نعمت دی چې خوښي دوه چنده کوي او بدبختي کموي.
– عجيبه ده چې د بشر غوږ د نصيحت پر وړاندې کوڼ شي، خو د چاپړوسۍ پر وړاندې اورېدونکی.
– د دې لپاره چې لوی او سم کار ترسره کړې، تېروتنه وکړه.
– چې څه ونلرې، نو د له لاسه ورکولو لپاره هم په لاس کې څه نلرې.
– بد ګمان او شک تل ګناه لړلي ذهن ته په کمين کې وي.
– نه ښه شته او نه بد؛ دا زموږ فکر دی چې له هغو څخه ښه او بد جوړوي.
– افکارو ته دې ژبه ورکړه.
– هر هغه لوښی چې تش وي، ډېر غږ لري.
– طلايي دوره دې پر وړاندې پرته ده، نه شاته.
– که اوښکې لرې، د تويلو لپاره يې چمتو شه.
– هر هغه څه چې تېر شول، مقدمه او سريزه وه.
– بد سړی له منځه ځي، خو شر يې وروسته هم نورو ته په ميراث پاتې کېږي.
– هغه څوک چې د ښو کارونو د ترسره کولو جرات لري، انسان دی.
ارامتیا ته رسېدل؛ ځانته ارزښت ورکول يې مهم اصل دی
ژباړه ارامتیا یانې دبهرنیو او دروني ستونزو څخه خلاصېدل او خوشحالي او دننه راحتي احساس ته رسېدل دي. د قران شریف له نظره هم ځینې عوامل لري لکه؛ د خدای یاد او ذکر کول، په ... نور ولولئ