اپریل 11, 2021

سړي خپله پوزه غوڅه کړه، چې د شیطان په څېر ښکاره شي

Advertisements

په نړۍ کې بې شمېره داسې خلک دي، چې په خپل جسم د ټټو جوړول او په بدن کې تغییرات راوستل خوښوي، خو نن موږ تاسو ته داسې کس درپېژنو، چې د خپل شوق پوره کولو لپاره یې خپله پوزه پرې کړې ده.
۴۴ کلن برازیلي چې د شیطان په څیر څېرې درلودلو لیوالتیا درلوده، نوموړي د دې شوق پوره کولو لپاره جراحي وکړه او خپله پوزه یې پرې کړه.
د «مائیکل فروډو پراډو» په نامه یو سړي، چې په خپل بدن کې یې بې شمیره بدلونونه راوړي دي او هغه نه یوازې په ټول بدن ټیټو غوړولی (جوړ کړی) بلکې غاښونه یې هم تیره (تېز) کړي دي.

دغه ۴۴ کلن سړي د بدن د بدلون لپاره په خپل سر کې ۲ ښکرونه هم جوړ کړي (لګولي) چې د شیطان په څیر ښکاره شي. هغه خورا ډارونکی ښکاري.
د مائیکل مېرمن وايي؛ د هغې میړه پدې وروستیو کې د جراحي په واسطه خپله پوزه غوڅه کړې وه او دا په نړۍ کې دریم کس دی چې داسې سرجري یې کړي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي