مارچ 2, 2021

شهزاد محمدي په نڅا کې هم خورا مخکښ دی+ویډیو

د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې مخکښ توپوهونکي شهزاد محمدي د بل افغان لوبغاړي قیس احمد په واده کې خورا جالیبه ډانس کړی، چې د ډېرو خلګو پام یې ځانته راړولی.
پر ټولنیزو رسنیو هغه ویډيو ډېره لاس پر لاس شوې، چې پکې شهزاد محمدي ډانس کوي.
ویډيو:


 
د افغانستان د کرکیټ ملې لوبډلې تېز توپوهونکی او د پيل لوبغاړی شهزاد محمدي افغان کرکیټ ملې لوبډلې ته شاوخوا له یو کلن ځنډه وروسته بیا راستون شوی.
شهزاد محمدي په تېر ۲۰۱۹م د کرکیټ پنځوس اوریزه نړیوال جام د پيل په لوبو کي لومړی ټپي او له هغه وروسته د ځیني اُصولو څخه د سر غړونژ په پار کرکټ بورډ ورباندي یو کلن بندیز ولګاوه.
شهزاد د نړیوال جام له دوهمې لوبې وروسته د فیټنیس د نه شتون په پلمه هیواد ته راستون کړل شو او هغه دلته له رسنیو سره خبرو کې خپل صحت د ډاډ وړ وښود او کرکیټ بورډ یې دې برخه کي ګرم وباله.

د دې ترڅنګ هغه د کرکټ بورډ مشرتابه له اجازې پرته د سفرونو او همدارنګه د یوه بل هېواد په کرکټ اکاډمۍ کې د تمریناتو له امله له بندیز سره مخ شوی و، ځکه هر لوبغاړی چې له هېواده بهر د سفر تابیا لري نو باید له ادارې اجازه ترلاسه کړي.
شهزاد محمدي څو میاشتې مخکې د ادارې د عمومي مشر او ډسپلین کمېټې له لوري پر نوموړي د پاتې مودې بندیز د بخښنې غوښتنه کړې وه، چې په پایله کي د ادارې د ډسپلین کمېټې د پرېکړې او عمومي مشر ښاغلي فرهان یوسفزي له تایید وروسته پر نوموړي د بندیز پاتې موده وبخښل شوه.
 

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




نن د افغانستان او ترکیې د ډیپلوماتیکو اړیکو سل کاله پوره شول

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې نن “دوشنبه” د ترکیې او افغانستان د ډیپلوماتیکو اړیکو سل کلونه پوره او دا سلمه کلیزه به په ګډه ونمانځي. رسنۍ وایي، چې د ترکیې د بهرنیو ... نور ولولئ