مارچ 2, 2021

د IPL درې لوبډلې ښايي د شهزاد د اخیستلو هڅه وکړي

د محمدشهزاد بې رحمه توپ وهنې د آې پي ایل لوبډلو پام ځانته راړولی.
هغه د چهارشنبې په ورځ د ټي ټېن لیګ د پیل په لوبه کې خپله توپاني توپ وهنه نندارې ته وړاندې کړه، چې توپ وهنه یې د نړیوال ریکارډ سره مله وه. په ۱۶ توپونو یې ۷۴ ناسوځېدلې منډې وکړې، چې ۸ یې شپږیزې او ۶ څلوریزې وهلې وې.
شهزاد په ۱۲ توپونو د چټکې نیمه سلیزې بنسټ کېښود او ځان یې د حضرت الله ځاځي، کرېس ګېل او یوراج سېنګ سره په چټکه نیمه سلیزه کې برابر کړ.
شهزاد له تېسارا پرېرا څخه په یو اور کې د ۶ بونډریانو په لوبولو سره ۳۰ منډې واخېستې، چې درې یې شپږیزې او درې یې څلوریزې ووهلې.
اوس ځېنو ورزشي رسنیو داسې خبر خپور کړی، چې د ۲۰۱۹ م کال آې پي ایل سیالیوکې ښایي درې لوبډلې د شهزاد اخېستلو ته لېوالتیا وښيي.
شهزاد که څه هم په شل اوریزه لوبو کې خطرناکه توپ وهنه کوي، کله، کله په یو ورځنیو لوبو او ټېسټ لوبوکې هم سلیزې جوړوي.
په اسیا جام سیالیو کې یې د هندوستان خلاف ۱۲۴ منډې وکړې. له هغې وړاندې یې د کاناډا او ځېنو نورو لوبډلو پر وړاندې په ۲۰۰۹ م کال او را وروسته کلونو کې د کاناډا او نورو لوبډلو پر وړاندې سلیزې وهلې وې.

که شهزاد په ټي ټېن او بي پي ایل یا بنګله دېش سوداګریز کرکټ لیګ کې همداسې توپ وهنه نندارې ته وړاندې کړي؛ نو د آې پي ایل سیالیو سربېره به د نړۍ په نورو لیګونو کې هم واخېستل شي.
شهزاد د بې رحمه توپ وهونکي سربېره یو ښه وېکټ ساتونکی هم دی، چې د افغان لوبډلې لپاره یې تر ډېره پورې د ډوني په څېر وېکټ ساتنه کړې ده.
خو اوس د دغه با ارزښته لوبغاړي لپاره د آې پي ایل په لوبوکې د تړون مسله خورا مهمه ده، چې باید واخېستل شي.
د شهزاد په څېر د توپاني توپ وهونکي بیه یا قېمت د ۲۰۱۸ آې پي ایل بولۍ کې ۵۰ لکه هندي کلدارې و؛ خو د یوې لوبډلې له خوا هم وانه خېستل شو.
خو د ۲۰۱۹ م کال آې پي ایل بولۍ لپاره شهزاد په خپلې توپ وهنې سره لږ لاره اسانه کړه.
د شهزاد محمدي بریالي پیل یا اوپننګ له راجپوت لوبډلې سره مرسته وکړه، چې په اوپننګ په څلورو اورونو کې د سندۍ لوبډلې د ۹۵ منډو هدف پوره کړي.
د ده د ښې توپ وهنې له امله د راجپوت لوبډلې د نومرو په جدول کې په الف ګروپ کې لومړی ځای خپل کړ. د دوی لوبډلې څه کم ۱۵ نېټ رن رېټ ترلاسه کړ.
زیاتره وختونه دوهم پړاو ته د تللو وسیله نېټ رن رېټ وي، چې لوبډله پرې له لومړي پړاو څخه دوهم پړاو ته ځي.

شهزاد په شل اوریزو لوبو کې خورا ښه هیټ کولی شي

د شهزاد سټرایک رېټ په لومړۍ لوبه کې د سند لوبډلې پر وړاندې ۴۶۲ و، چې لوړ سټرایک رېټ دی، یعنې په هر توپ هغه څه کم پنځه منډې کړي دي.
د ډسمبر په میاشت کې د آې پي ایل بولي ترسره کېږي.
د آې پي آیل درې لوبډلې، چې راتلونکو لوبو ته ښایي شهزاد واخلي:
لومړی د ډیلي لوبډله هڅه کوي، چې د خپلې لوبډلې لپاره یو ښه اوپنر پېدا کړي، نو شهزاد د دوی لپاره ښه اوپنر دی.
دوهم دا چې ډيلي لوبډله کې هېټر یواځې رېشاب پنټ دی او که شهزاد ورسره شي لا به یې دا برخه پیاوړې شي.
د ډیلي لوبډلې یو پیلوونکی لوبغاړی هندی پرېتوي شاو دی او که شهزاد ورسره اوپننګ وکړي، د ډیلي لوبډلې پیل به بیخي ښه شي.
دوهمه کېنګز ایلیون پنجاب لوبډله:
کېنګز ایلیون پنجاب لوبډله پیل کې چټک هندی توپ وهونکی کی ایل راهول یا لوکېش راهول لري؛ خو بل پیلوونکی لوبغاړی اېرون فېنچ ورسره و، چې سږ کال یې نه دی اخېستی. نو شهزاد محمدي له راهول سره ښه اوپنر دی، چې لوبه ورسره پیل کړي.
دریمه لوبډله راجستان :
راجستان لومړی اجېنکیا رهانی اوپننګ ته راویسته، بیا له هغې وروسته جاس بټلر اوپننګ کاوه، چې یو څه ښه تمام شو.
اوس شهزاد محمدي له انګلستاني جاس بټلر سره ښه توپ وهونکی دی، چې د راجستان لپاره ښه پیل وکړي.
دا چې دا درې واړه لوبډلې به شهزاد د راتلونکې ډېسمبر میاشت کې واخلي او کنه نو شا او خوا شل ورځې انتظار کوو.

نن د افغانستان او ترکیې د ډیپلوماتیکو اړیکو سل کاله پوره شول

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې نن “دوشنبه” د ترکیې او افغانستان د ډیپلوماتیکو اړیکو سل کلونه پوره او دا سلمه کلیزه به په ګډه ونمانځي. رسنۍ وایي، چې د ترکیې د بهرنیو ... نور ولولئ