ډکن لوبډله: شهزاد به لس اوریز لیګ کې چورلکیز شاټونه نندارې ته وړاندې کړي

ډکن لوبډله، شهزاد به لس اوریز لیګ کې چورلکیز شاټونه نندارې ته وړاندې کړي
د عربو لس اوریز لیګ کې ګڼ شمېر افغان لوبغاړي پیرل شوي دي.
ابو ظبي لوبډله کې نوین الحق او نجیب الله ځدران اخیستل شوي دي، بنګله ټایګرز لوبډله کې قیس احمد، کریم جنت، فضل الحق، نوراحمد او مجیب الرحمن اخیستل شوي دي، دیکن ګلېډېئټرز کې شهزاد محمدي پیرل شوی، عظمت الله عمرزی قلندرز لوبډلې اخیستي، ډیلي بولز لوبډلې محمدنبي عیسی خېل، رحمان الله ګربز او وقارسلام خېل اخیستي او دروېش رسولي بیا پونه ډیویلس لوبډلې پېرلی دی.

شهزاد محمدي او هلېکوپټر شاټونه

دیکن ګلېډېئټرز لوبډلې د شهزاد محمدي مرکې سره لیکلي دي، چې هغه به دې پړاو لس اوریز لیګ کې چورلکیز شاټونه ولوبوي.
په دې مرکه کې شهزاد محمدي ویلي، چې دی ډېر وړوکی و، چې کرکټ یې پیل کړ، د هغه په خبره کرکټ یوه ساعت تېري ده، د ده د خوښې وېکټ ساتونکي توپوهونکي پاکستانی راشد لطیف او مومن خان وو.
د شهزاد په خبره ډوني یې چې کله ۲۰۰۷ کال کې په نړیوال شل اوریز جام کې ولید، هغه یې هم خوښ شو، د هغه چورلکیز شاټونه په زړه پورې دي.
هغه ویلي چې دیکن لوبډله مناسبه لوبډله ده، دا لوبډله باید حمایه شي، ترڅو ښې لوبې وکولای شي.
هغه په وروستیو کې له خپلو پښتنو ورونو او خویندو هم مننه کړې ده او ورڅخه یې غوښتي، چې د ده د لوبډلې دیکن ګلېډېئټرز لوبډلې ملاتړ وکړي.
د دوبۍ لس اوریز لیګ کې محمد شهزاد محمدي په ۱۲ توپونو نیمه سلیزه وهلې وه او په لومړي پړاو کې یې غوره توپوهنه نندارې ته وړاندې کړې وه.

د لس اوریز لیګ راتلونکی پړاو

د لس اوریز کرکټ لیګ څلورم پړاو د جنوري په ۲۸ مه نېټه پیلیږي، یعنې پنځه وروسته دغه لیګ د ګڼ شمېر افغان لوبغاړو په شتون کې پیلیدونکی دی.
لومړۍ لوبه د مرټا عربیئنز او نارترن ورېئترز لوبډلې ترمنځ ترسره کېږي، دغه لوبې ټولې د ماښام او شپې پرمهال ترسره کېږي.
یادې لوبې لس ورځې دوام کوي او د فبروري په ۶ مه نېټه پای ته رسېږي.
۲۰۱۷ کې یې اتلولي پنجابي لېجېنډز لوبډلې وګټله او کېرالا نایټس لوبډلې ته یې ماته ورکړه.
۲۰۱۸ کې یې اتلولي نارترن ورېئرز لوبډلې وګټله او پایلوبه کې یې پښتون لوبډلې ته ماته ورکړه او ۲۰۱۹ کې یې اتلولي مرټا عربینز لوبډلې وګتله او پایلوبه کې یې ډکن ګلېډېئټرز لوبډلې ته ماته ورکړه.
د دې لوبو ټول وخت نوي دقیقې وې او هره لوبډله لس اوره اننګز لوبوي.
د شهزاد محمدي مرکه:
https://www.facebook.com/deccangladiators/videos/1319299938469206

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي