شهزاد په پرونۍ طوفاني لوبې سره نړیوالو ریکارډونو کې ځان ثبت کړ

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې بریدګر توپ وهونکي شهزاد محمدي د متحده عربي اماراتو په شارجه کرکټ لوبغالي کې د ۱۰ اوریزه سیالیو په لمړۍ لوبه کې د سند لوبډلې خلاف خپلې راجپوټ لوبډلې ته ستره بریا ډالۍ کړه.
نوموړی په دغه لیګ کې د راجپوټ لوبډلې لخوا اخیستل شوی، چې په لمړۍ لوبه کې حیرانونکې لوبه ترسره کړه.
افغان شهزاد محمدي د سند لوبډلې لخوا د ۹۵ منډو هدف په مقابل کې د نیوزیلینډي برینډن مکلم سره یو ځای میدان ته راښکته شو او له پیل څخه یې د برید کوونکې لوبې اغاز وکړ.
شهزاد د برینډن مکلم په شتون کې په ۱۶ بالونو لوبولو د ۸ شپږیزو او ۶ څلوریزو پرمټ ۷۴ ناسوځیدلې منډې جوړې کړې په داسې حال کې چې برینډن مکلم یواځې ۲۳ منډې ترسره کړې وې.
maxresdefault 5 شهزاد په پرونۍ طوفاني لوبې سره نړیوالو ریکارډونو کې ځان ثبت کړ
همدا راز په دې سیالۍ کې افغان لوبغاړي شهزاد محمدي په ۱۲ بالونو د چټکې پنځوسیزې د کرکټ نړیوال ریکارډ مساوي کړ.
له دې وړاندې هندي یوراج سینګ په ۲۰ اوریزه نړیوال جام کې، ویسټ انډیزي کریس ګیل د اسټرالیا په بیګ باش او افغان لوبغاړي حضرت الله ځاځي په افغان پریمیر لیګ کې دغه ریکارډ په خپلو نومونو ثبت کړی و، خو اوس شهزاد هم دغه لیست کې شامل شو.
https://www.youtube.com/watch?v=2pNbaqXaLEI
د ټي ټین لیګ سیالیو د پیل لوبه کې شهزاد محمدي نه یواځې چټکې منډې او چټکه نېمه سلیزه جوړه کړه؛ بلکې د هر بالر خلاف یې د شپږیزو او څلوریزو امبار جوړ کړ، چې له سریلنکایي بالر تیساره پریرا څخه یې په یو اور کې ۳۰ منډې هم جوړې کړې.
د کرکټ ۱۰ اوریزه سیالیو دویم پړاو لوبې پرون د متحده عربي اماراتو په شارجه کې پیل شوې او د راتلونکې ډیسمبر میاشتې تر دویمې نېټې پورې دوام وکړي.

About ياران ټیم 3438 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.