د ماشوم نړۍ ژوند بڼه سینما او موسیقي کورنی ژوند

هغه فلم چې شاهرخ خان يې خپل اولادونو ته د کتلو اجازه نه ورکوي

لیکنه: مدثر دعوت

خبريال: مدثر دعوت

د باليووډ باچا په يوې نوې مرکه کې د خپلو ماشومانو سره د کورني ژوند په اړه خبري کړي.

شاهرخ خان چې په نړۍ او افغانستان کې بې شمېره مينوال لري، يو له هغو مشهورو کسانو څخه دی چې نوم،شهرت او مال يې پر کورني ژوند منفي اغېز ندی کړی.

خان د ژوند د بريا لپاره خورا سخت حالتونه تېر کړي، ستړياوي يې ګاللي او تر يوې اوږدې مبارزې وروسته يې د خپل وړتيا پر بنسټ خپل هدف ترلاسه کړ،او يو بريالی انسان جوړ سو.

نوموړی د ۱۹۶۵ز د نومبر په دويمه نېټه د ډهلي په يوې پښتنې کورنۍ کې وزېږېدی،په ۱۹۹۱ز کې يې د ګوري خان سره واده وکړ او اوس د ارين خان،سهانا خان او ابراهم په نومونو درې اولادونه لري.

شاهرخ خان ددې ترڅنګ چې يو پياوړی فلمي ستوری دی يو ښه خاوند،بهترين پلار او د کورنۍ مشر دی چې د خپلي کورنۍ سره ډېر مينه لري او ډېر وخت ورسره يو ځای وي.

خان په يوې مرکې کې ويلي چې زما اولادونه زما مينوال ندي!، دده په خبره ما خپله دا هڅه کړې چې زما اولادونه زما مينوال ونه اوسي او اړتيا هم نسته،ځکه زه بايد په کور کې يو غوره فلمي ستوری نه بلکې يو غوره پلار و اوسم.

همدارنګه شاهرخ خان ويلي چې هيڅکله اجازه نه ورکوم چې زما اولادونه “کل هونا هو” فلم وګوري او نه يې هم تر اوسه کتلی دی ځکه زه ددې فلم په وروستيو شېبو کې مړ کېږم.

خان وايي سهانا تر اوسه دا فلم ندی کتلی او ارين يوازې ددې فلم ايډيټ سوي برخې کتلي چې زما تر مرګ مخکې پايته رسېدلي،هيڅکله مې اجازه نده ورکړې چې ددې فلم وروستۍ شېبې وګوري.

“کل هونا هو” فلم په ۲۰۰۳ز کې د نيکيل اډواني په ډايرکټرۍ د کرن جوهر لخوا جوړ سو چې شاهرخ خان پريټي زينتا او سيف علي خان يې اداکاران وه.

کل هونا هو فلم خورا جالبه ډراماتيکه او د مينې کيسه لري، دې فلم کې نينا(پرېتي زينتا) يوه انجلۍ ده چې په زړه پورې ژوند تېروي،خو کله چې هغې د امان(شاهرخ خان) سره وليدل نو خپل ژوند ته يې نوې مانا وموندله پداسې حال کې چې د هغه سره يې مينه هم پيدا سوه، خو امان په سرطان ناروغۍ اخته دی ، دا ادعا کوي چې واده يې کړی او روهيت(سيف علي خان) ته د هغه ملګرې راضي کوي تر څو خوښ يې کړي او واده ورسره وکړي.

دې فلم په ۲۰۰۴ز کې په بيلابيلو برخو کې ۴۰ جايزې ګټلي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مدثر دعوت

مدثر دعوت هلمند میشتی ژورنالیست دی. د یاران لپاره په سپورټي او نورو برخو کې لیکنې کوي. په یاران کې د ښاغلي دعوت د لیکنو د بیا خپراوی حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ