اپریل 18, 2021

حشمت الله شهیدي د اوونۍ غوره نړیوال لوبغاړی وټاکل شو

لیکنه: محمدصابر حمیدي

 

د کرکټ ورلډ یا د کرکټ نړۍ ویبپاڼې د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې نامتو او تکړه توپوهونکی حشمت الله شهیدي د اوونۍ غوره لوبغاړی نومولی.

دا ویبپاڼه وايي، حشمت الله شهیدي د غبرګې سلیزې په کولو دا ویاړ خپل کړی.

 

 

د حشمت الله شهیدي غبرګه سلیزه

 

د افغانستان او زیمبابې ترمنځ په دویمه ټیسټ لوبه کې حشمت الله شهیدي په ۴۴۳ توپونو باندي باندي ۲۰۰ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

هغه په دې منډو کې ۲۱ څلوریزي او یوه بیا شپږیزه ووهله.

په دې سره حشمت الله شهیدي لومړنی افغان لوبغاړی شو چې په ټېسټ کرکټ کې په یوازې ځان د افغانستان لپاره تاریخي غبرګه سلیزه ترسره کوي.

حشمت الله شهيدي په کال ۱۹۹۴ کې د نومبر مياشتې په ۴مه نېټه په لوګر کې دې نړۍ ته سترګې وغړولې. نوموړی په ۲۰۱۳ کال کې د کينيا پر وړاندې د افغانستان کرکټ لوبډلې غړی شو او خپله لومړنۍ نړيواله سيالۍ يې ترسره کړه. شهيدي په کيڼ اړخ توپ وهنه کوي او تر دې دمه د افغانستان کرکټ لپاره ډېرې لاسته‌راوړنې لري.

 

د لوبې تر غوره لوبغاړي ټاکل کېدو وروسته د حشمت الله شهیدي خبري

 

موږ په لومړۍ لوبه کې ښه لوبه ونه کړه، هغه مایوسه کونکې لوبه وه. مګر ما دلته سخت کار وکړ او ښه لوبه مې وکړه. ما غوښتل د یو ښه لوبغاړي په توګه مسؤلیت په غاړه واخلم او خوښ یم چې ما دا کار وکړ. زه ډېر د خوښۍ احساس کوم، زما کورنۍ او ټول افغانان په دې فخر کوي، چې زه له افغانستان څخه یواځینی هغه لوبغاړی شوم، چې دوه سوه ناوسوځېدلې منډې کوم او ځان مې له نړیوالو لوبغاړو سره په دې نوملړ کې ور شریک کړ. زه به په راتلونکو لوبو کې هم همداسې هڅه وکړم.