شاهد افریدی چا د مشفق الرحیم بیټ اخیستلو ته چمتو کړ؟

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

یاران سپورټس
د پاکستانۍ لوبډلې پخواني لوبډلمشر او پښتون کرکټ الراونډر شاهد افریدي د بنګله‌دېشي توپ‌وهونکي مشفق الرحیم بېټ په شل زره ډالر واخیست او پیسې به یې د کرونا ویروس له امله په دې نازک حالت کې غریبو خلکو ته ورکړل شي.
مشفق الرحیم ویلي چې ده د فېسبوک له لارې لایف بولي پیل کړه او د بېټ پلورلو لپاره لاس په کار شو، چې شاهد افریدي ورسره خبرې وکړې او د مې په ۱۳مه یې د بېټ د اخیستلو پرېکړه وکړه.
شاهد افریدي دغه بېټ په شل زره امریکایي ډالرو د خپل خیریه بنسټ له لارې واخیست او مشفق الرحیم وایي، چې پیسې به یې د براک بنګله‌دېش مؤسسې ته ورکړي، چې یې غریبو بنګله‌دېشي کورنیو ته په ښه ولګوي.
مشفق الرحیم خپله له شاهد افریدي داسې مننه کړې ده: “مننه وروره چې دې سخت وخت کې دې د بېټ په اخیستلو سره د غریبو خلکو لاسنیوی وکړ.
شاهد افریدی چا د مشفق الرحیم بیټ اخیستلو ته چمتو کړ؟
د شاهد افریدي لخوا د بېټ په اخیستلو کې تمیم اقبال زیات تشویقي رول ولوباوه او شاهد افریدی یې بېټ اخیستلو ته چمتو کړ.
مشفق الرحیم په ۲۰۱۳م کې په ګلي لوبغالي کې د سریلانکا خلاف ټېسټ لوبه کې دوې سلیزې ووهلې او دغه بېټ یې د ریکارډي بېټ په توګه ځان سره ۷ کاله ساتلی و، خو بالاخره خپل ګران بېټ یې په شل زره ډالر د دې لپاره وپلوره چې پیسې یې غریبو خلکو ته ورکړي.
د بنګله‌دېش حکومت غواړي چې هرې کورنۍ ته ۱۵ سوه ټاکه یا بنګله‌دېشۍ روپۍ ورکړي.
بل پلو د سویلي افریقا مسلکي کرکټ لوبغاړو اتحادیې هم ۱۶ زره اعشاریه ۲۹۰ امریکایي ډالر جمع کړي او غریبو خلکو ته به یې د تحفې په ډول ورکړي.
د افریقا کرکټ بورډ وایي چې ۸ زره ۱۴۵ ډالر د ماشومانو د غذا لپاره هم جمع کړي دي.
فاف ډوپلیسي، وېرنن فېلنډر، ټېمبا بووما او بیورن هېنډرېکس د افریقا کرکټ بورډ لخوا د مرستو رسولو مسوولین ټاکل شوي دي.
افریقا ۵۰ ورځې کېږي، چې قرنطین ده او د کرونا ویروس مثبتې پېښې پکې هره ورځ ثبتېږي.
له مشفق الرحیم وړاندې ډېری نورو لوبغاړو هم خپل ورزشي وسایل بولي ته وړاندې کړي وو او پیسې یې غریبو ته ورکړې وې.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.