سپورټ کرکټ کورنی ژوند مخکښان

د شاهد افريد او ناديې ۲۰ کلنه ملګرتيا

لیکنه: مدثر دعوت

خبريال: مدثر دعوت

شاهد افريدي د خپلې ميرمنې سره د واده شلمه کليزه ولمانځله.

شاهد افرېدی د کريکټ د نړۍ يو ډېر ستر نوم دی چې په بوم بوم او لالا سره تم مشهور دی.

افرېدی د پاکستان کريکټ ملي لوبډلې خورا بريالی لوبډلمشر وو،نوموړی ددې ترڅنګ چې پياوړی الراونډر وو جذابه څېره هم لري چې په نړيواله کچه ډېر زيات مينوال لري.

افرېدی اوس د ۴۰ کلونو په عمر دی،په ۱۹۸۰ز کې د خيبر اجنسۍ په يوې پښتنې کورنۍ کې وزېږېدی او واده يې په ۲۰۰۰ز کې د خپلې خاله د لور ناديې افرېدۍ سره وکړ.

پداسې حال کې چې نوموړی ۵ لوڼي لري تېره شپه يې د خپلې مېرمنې سره يوځای د خپل واده ۲۰مه کليزه لمانځلې.

شاهد افريدي او ميرمني يې دواړو د خپلې کلېزې په اړه ټويټونه کړي چې بې شمېره مبارکۍ ورکړل سوي دي.

افريدي ليکلي دې چې نن مو د واده شلمه کليزه ده،الحمدالله چې د خپل اولادونو لپاره يو هوښياره او پوه مور، او زما د ژوند ملګرې ده.

دی وايي که څه هم نن دا کليزه زما هېره وه خو بيا يې هم زه وبخښلم ،دا ددې يو بل ښه خصوصيات دي.

د افريدي همدا ټويټ دده ميرمنې ناديې افريدي ريټويټ کړی دی او ويلي يې دي چې د وخت په تېرېدو سره يو څوک باید تاسو ته شيان در په ياد کړي،الحمدالله چې زه بختوره يم چې يو ښه خاوند،بهترين ملګری او راز لرونکی لرم،هغه څوک چې په پوره ډول يو عالي انسان دی.

شاهد افرېدی چې په ۲۰۱۸ز کې يې په لارډز کريکټ لوبغالې کې د نړيوال کريکټ څخه تقاعد اعلان کړ، ۱۱۱۹۶ منډې او ۵۴۱ ويکټې لري.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مدثر دعوت

مدثر دعوت هلمند میشتی ليکوال ژورنالیست دی, د یاران لپاره په سپورټي او نورو برخو کې لیکنې کوي. په یاران کې د ښاغلي دعوت د لیکنو د بیا خپراوی حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ